مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د حضرت جعفر رضی الله عنه قصه!

د حضرت جعفر رضی الله عنه قصه!

حضرت جعفر رضی الله عنه  د نبي  صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى و او د حضرت علي  کرم الله وجهه سکه ورور و. لومړى خو ددوى کورنۍ په سخا، بهادري او شجاعت کي نوموتې کورنۍ وه مګر د حضرت جعفر  رضی الله عنه  د مسکينانو سره خاصه رابطه او علاقه وه او زياته ناسته يې ورسره کول کله چي د کافرانو څخه تنګ سو نو لومړى يې حبشې ته هجرت وکړى حبشې ته چي کافران پسي ورغلل نو ده خپله صفايي او پاکوالى نجاشي پاچا ته وړاندي کړى چي قصه يې د اول باب په لسم شمېره کي تېره سوه د حبشې څخه يې بيا ومدينې منورې ته هجرت وکړى او د موته په غزا کي شهيد سو چي قصه به يې دراتلونکي باب په پاى کي راسي دده مبارک دوفات سره رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دده کور ته تشريف يووړى تر څو دده دکورنۍ سره غم رازي وکړي او تسلي ورکړي دده زامن عبدالله، عوان او محمديې راوغوښتل پر سرو يې لاس ورتېر کړى د برکت دعا يې ورته وکړه د حضرت جعفر  رضی الله عنه  په ټول اولادو کي دده اثر (اغيزه) وه خو په عبد الله نومي زوى کي يې د سخاوت صفت زيات و له همدي امله ده ته د قطب السخاء لقب ورکول سوى دئ يعني د سخاء ستورى د اوو کالو په عمر يې د نبي  صلی الله علیه وسلم  سره بيعت وکړى  . يو چا عبد الله بن جعفر رضی الله عنه  و حضرت علي  رضی الله عنه  ته د سپارښت لپاره بوتى دده په سپارښت د هغه سړى کار وسو نو هغه سړى دده لپاره څلوېښت زره روپۍ د نذراني په ډول را واستولې ده مبارک بېرته ورواستولې او ورته وې ويل: موږ خپله نيکي نه خرڅوو يو بل چا هم درې زره روپى د نذراني ورته راوړي ده په ناستو خلګو ووېشلې خپله يې نه کړي قبولي يو وخت يو تاجر بازار ته شکره راوړې وه په بازار کي هيڅ خرڅه  نه سوه د هغه تاجر سره ډېر فکر او غم و عبد الله بن جعفر  رضی الله عنه  خپلو کار کوونکو ته وويل: تاسو ددغه تاجر څخه شکره (بوره) رانيسئ او په خلګو يې مفته (وړيا) وويشئ. د شپې چي به ددوى قو م ته ميلمه راغلى نو دده په کور کي به يې خوراک او چيښاک کاوه او هر ډول اړتياوي به يې ده پوره کولې.([1])

حضرت زبير  رضی الله عنه  په يو جنګ کي ګډون کړى و يوه ورځ يې خپل زوي عبدالله راوغوښتي او وصيت يې ورته وکړى په وصيت کي يې ورته وويل: فکر کوم چي زه به نن شهيد سم ته زما پور ادا کړه او فلانکى اوفلانکى کار وکړه دا وصيتونه يې زوى ته وکړه په همدغه ورځ شهيد سو زوى چي يې د پور حساب وکړى نو پر ده باندي دوويشت لکه روپۍ باندي وي هغه هم په دې ډول وي چي خلګو ده ته په امانت مالونه ايښودل ځکه دى په امانت دارۍ کي زيات مشهور وکله چي به خلګو مال ورته راوړى ده به ورته وويل چي زما سره خو ځاى نسته ستا مال يې پر ما قرض دا خبره به يې ورته وکړه مال به يې ځني واخيستي دستي به يې صدقه کړى . دا يې هم وزوى ته ويلي وه که څه مشکل درته پېښ سو نو زما مولا ته وايه عبد الله وايي: چي زه په دې نه سوم پوه چي د مولا څخه يې مقصد څوک دئ نو ماپوښتنه ځني وکړه چي ستامولا څوک دئ؟ ده مبارک راته وويل: زما مولا الله  جل جلاله  دئ. آخر داچي حضرت عبد الله  رضی الله عنه  دده مبارک ټول قرضونه اداکړه، عبد الله بن زبير  رضی الله عنه  فرمايي: کله چي ماته مشکل ديوه قرض په ادا کولو کي پيښ سو نو ما به وويل: يا د زبير مولا! فلانى کار نه کيږي هغه کار به دستي وسو عبد الله بن زبير رضی الله عنه  فرمايي: يوه ورځ ما وعبد الله بن جعفر  رضی الله عنه  ته وويل: چي زما دپلار لس لکهه روپۍ د قرضونو په سر ليک کي ستاسو پر ذمه دئ ده مبارک راته وويل کومه ورځ چي دي خوښه وي په هغه ورځ راسه چي پيسې درکړم عبدالله> وايي زه ددې خبري کولو وروسته پوه سوم چي ما غلطي کړې وه په حقيقت کي دده قرض زما د پلار پر ذمه و نو زه بېرته ورغلم و عبد الله بن جعفر ته مي وويل چي زه غلط سوى وم ستاسو زما پر پلار باندي قرض دئ ده مبارک راته وويل: ما ور وبخښلى دئ ماورته وويل: بخښه  نه  غواړم ده مبارک راته وويل: ښه دئ، هره ورځ چي درته اسانه وي په هغه ورځ يې راکړه ماورته وويل: ددې پيسو په بدله کي مځکه زما څخه واخله ماته د غنيمت په مال کښي ډېره مځکه راغلې ده ، ده مبارک راته وويل: ښه دئ، مايوه کمزوري مځکه چي اوبه او نور داړتيا شيان يې هم نه درلوده ور مي کړه ده دستي را څخه قبوله کړه غلام ته يې امر وکړى چي په دغه مځکه کي د لمانځه مسئله اواره کړه غلام په هغه مځکه کي د لمانځه مسئله اوراه کړه  عبد الله بن جعفر رضی الله عنه  پر هغه ځاى دوه راکعته نفل وکړه او ډېره اوږده سجده يې وکړه د لمانځه څخه چي فارغه سو غلام ته يې وويل : داځاى وکنده غلام چي هغه ځاى وکندى دستي يوه چينه د اوبو راپورته سوه چي جوش يې واهه.([2])

فايده: داصحابو مبارکانو دغه کارونه وه چي ددې باب په قصو کي ليکل سوي دي يا په نورو قصو کي ليکل سوي دي دا ددوى لپاره څه لويه خبره نه وه بلکي دا ددوى عام عادتونه وه.

منبع: فضایل اعمال، د اصحابو قصې.

ژباړن: مفتي عبدالهادي حماد حفظه الله.


([1] ) اصابه

([2] ) اسد الغابة

دغه هم وګوری

هغه صحابة کرام چي مبارک قدمونه یې د افغانستان په خاوره لګیدلي!

هغه صحابة کرام چي مبارک قدمونه يي د افغانستان په خاوره لګیدلي او د اعلاء …