مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د حضرت خباب بن الارت رضی الله عنه تکليفونه

د حضرت خباب بن الارت رضی الله عنه تکليفونه

د حضرت خباب بن الارت رضی الله عنه  تکليفونـــــه:

              حضرت خباب بن الارت رضی الله عنه  دهغه مبارکو هستيو څخه دئ  چي خپل ځان يې و سختو امتحانونو  ته وړاندي کړى دئ او دالله جل جلاله  په لاره  کي يې  ډير زيات تکليفونه تېر کړي دي نوموړى  هغه مسلمان  صحابي دئ چي د پنځو يا شپږو کسانو وروسته  دستي مسلمان سوى دئ  . دهمدې وجهي څخه ده مبارک ډېر تکليفونه  ګاللي دي . حضرت خباب رضی الله عنه  ته به د اوسپني  زغره  ور واغوستل سوه بيا به د غرمې په سختو ګرميو کي و غورځول سو  او د زحمت څخه به زياتي خولې  ترې بهېدلې کله به داسي وسوه چي ستوني ستخ  به پر ګرمو  ډبرو وغورځول سو چي د ډېره زحمته څخه به يې د ملا  غوښي ورستې سوې او توى به سوي  حضرت خباب رضی الله عنه  د يوې  ښځي  مريى و کله چي  يې باداره خبره  سوه  چي خباب رضی الله عنه  د رسول اللهﷺ سره ملا قات  کوي  نو دې به اوسپنه ګرمه کړه بيا به يې په دغه اوسپنه سر ورداغي  . يوه ورځ حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  په خپل خلافت  کي د خباب رضی الله عنه  څخه دده دتکليفونو پوښتنه وکړه  چي د اسلام  په لومړيو کي کافرانو  باندي تېر کړي وه  ده مبارک خپله ملا ښکاره کړه او وې ويل تاسو زما ملا و ګورى  عمر رضی الله عنه  چي دده  ملا وليده  وې ويل ما خو داسي  ملا تر اوسه  نه ده ليدلې  خباب رضی الله عنه  ورته وويل: کافرانو به زه پر اور وغورځولم کله چي به يې را پورته کړم  زما د ملا په وازګه   او وينو به  اور مړ سو ، دا داصحابو کرامو  ژوند ليک و دومري سختۍ يې تېرولې  ددې ددومره سختيو سره ـ سره  کله چي اسلام  ترقي حاصله کړه  دغه مبارکو اصحابو به ژړل  او ويل به يې چي هسي نه چي دغه  ترقي  زموږ  دتکليفونو بدله  وي او آخرت  ته مو شى  نسي پاته  ،  حضرت خباب رضی الله عنه  فرمايي : يوه ورځ  رسول اللهﷺ  د عادت خلاف  ډېر اوږد لمونځ وکړى  موږ پوښتنه ځني وکړه  چي يارسول ا للهﷺ !  دا څومره اوږد لمونځ و ؟ رسول اللهﷺ  راته وفرمايل  :  دا دويري او رغبت لمونځ و  پدې لمانځه کي ما و الله جل جلاله  ته درې دعاوي  وکړې  دوې دعاوي قبولي سوې يوه نه سوه   قبوله  لومړۍ دعا مي  دا وه  چي يا الله جل جلاله  زما امت  په قحط سالي سره مه هلاکوې  ، دا دعا قبوله سوه ، دوهمه دعا مي  داوه چي يا الله جل جلاله  زما  پر امت باندي داسي ظالم آمر  مه مقرروې چي زما پر امت  دومره ظلمونه  وکړي چي بيخي يې ختم کړي ، دا دعا مي هم قبوله سوه ، دريمه دعا  مي دا وکړه  چي يا الله جل جلاله  زما په امت کي خپل منځۍ جګړې مه اچوي  دا دعا نه سوه قبوله .

                 حضرت خباب رضی الله عنه  د اوه ديرشو کالو په عمر وفات سو  دى لومړى صحابي و چي په کوفه کي دفن سو  دده د مړيني وروسته حضرت علي رضی الله عنه  دده وقبر ته ودرېدئ او وې فرمايل : پرحضرت خباب رضی الله عنه  دي الله جل جلاله  رحم وکړي په خپله خوښه مسلمان سو  په خپله خوښه يې هجرت وکړى  ژوند يې په جهاد کي تېر کړى او ډېر تکليفونه يې پر ځان  تېر کړل هغه څوک مبارک دى چي قيامت  ياد ساتي او د حساب لپاره تياري کوي  ، پر دومري مال  باندي صبر کوي چي  دده ګذاره  په کېږي  او خپل بادار يعني الله جل جلاله  راضي کوي.([1])

                        دا هغه کسان وه چي دا دومره تکليفونه يې پر ځان تېرول د دوى و زړونو ته د ايمان نورانيت تېر سوى وو، په دوى کي  الله جل جلاله  د همت کمال ايښى وو که نه نو دا څه ساده خبره نه وه.

منبع: تفهیم التفاسیر، ج۶، ص۶۴، مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد.


([1] ) (اسدالغابة)

دغه هم وګوری

د عبد الله بن عمر رضی الله عنه سخاوت

د عبد الله بن عمر رضی الله عنه سخاوت میمون بن مهران رحمه الله وایي: …