مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د حضرت عائشه رضی الله عنها پيژندنه

د حضرت عائشه رضی الله عنها پيژندنه

نوم نسب او کورنۍ:

د هغې مبارکې نوم (عائشه) لقب یې (صدیقه) کنیت یې (ام عبدالله) او خطاب یې ام المؤمنین دی.

د نسب سلسله یې د پلار مبارک له خوا داسې ده:

عائشة (أم المؤمنین) بنت أبي بکر عبدالله بن أبی قحافة عثمان بن عامر بن عمرو بن کعب بن سعد بن تیم بن مرة، بن کعب بن لؤی بن غالب بن فهر بن مالک.

او د مور (ام رومان رضی الله عنها) مبارکې له خوا یې د نسب سلسله په دې ډول ده:

أم رومان بنت عامر بن عویمر بن عبد شمس بن عتاب بن أذینة بن سبیع بن دهمان بن الحارث بن غنم بن مالک بن کنانة.

د أم المؤمنین عائشې رضی الله عنها رضاعي مور د (وائل) ښځه وه.

د رسول الله صلي الله علیه وسلم او د عائې رضی الله عنها د نسب سلسله په اوم پشت (پېړۍ) کې سره یو ځای کیږي، او د مور مبارکې له خوا یې بیا په یوولسمه او دوولسمه پېړۍ په (کنانه) نومي نیکه باندې د نسبونو سلسله سره یو ځای کیږي.

د عائشې رضی الله عنها پلار (ابوبکر صدیق) رضی الله عنه په نارینه وو کې لومړنی سړی دی چې په رسول الله ﷺ باندي ایمان راوړی دی.

تر نبوت وړاندې او وروسته په سفر او کور کې د رسول الله ﷺ د نږدې ملګري سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنه له عظمت، شرافت او لوړې مرتبې څخه څوک انکار کولای شي……؟

او همدا راز د هغه مور (ام رومان رضی الله عنها) هم له غټو صحابیاتو څخه وه.

نیکمرغه پیدایښت:

د ام رومان رضی الله عنها لومړۍ نکاح له عبدالله ازدي سره شوې وه، د عبدالله له مړینې وروسته هغه له حضرت ابوبکر رضی الله عنه سره نکاح وکړه، او بیا له هغې څخه الله جل جلاله حضرت ابوبکر رضی الله عنه ته یو زوی عبدالرحمن رضی الله عنه، او یوه لور عائشه رضی الله عنها ورکړل. د حضرت عائشې رضی الله عنها د زوکړې د تاریخ په اړه د تاریخ او سیرت کتابونه پټه خول دي.

یواځې دومره خبره یقیني ده چې تر هجرت درې کاله وړاندې هغه حضرت عائشه رضی الله عنها د شپږو کلونو وه، او په همدې شپږ کلنۍ کې یې نکاح شوې ده، او د هجرت په لومړي کال د وړوکي اختر په میاشت کې یې په نهه (۹) کلنۍ کې واده شوه او د آتلس کلونو په عمر د هجرت په یوولسم کال په ربیع الاول کې کونډه شوې ده.

له دې څخه څرګندیږي چي د زوکړې صحیح تاریخ یې د نبوت د پنځم کال وروسټۍ برخه ده، یعني تر هجرت (۹) نهه کاله وړاندې د کوچني اختر میاشت چې د (۶۱۴) عیسوي کال له جولای میاشتې سره سمون خوري د حضرت عائشې رضی الله عنها د زوکړې صحیح تاریخ ګڼلای شو.

(سیرت عائشه).

منبع: د حضرت عائشه رضی الله عنها سل کیسې.

کمپوز: تعلیم القرآن راډیو اداره.

دغه هم وګوری

د حضرت جعفر رضی الله عنه قصه!

حضرت جعفر رضی الله عنه  د نبي  صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى و …