مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د حضرت عمر رضی الله عنه حالت ا و دَحَرَ ه واقعه

د حضرت عمر رضی الله عنه حالت ا و دَحَرَ ه واقعه

د حضرت عمر رضی الله عنه حالت ا و دَحَرَ ه واقعه

           حضرت عمر رضی الله عنه به زيات وخت يوه کڅوړه واخيسته او وبه يې ويل ارمان چي زه دا کڅوړه واى کله به يې ويل ارمان چي زه خپلي مور نه  واى زېږ ولى يوه ورځ يو سړى ورته  راغلى او ورته وې ويل: فلانکى سړى پر ماظلم کوي تاسو راسره ولاړ سئ د هغه څخه زما بدله راواخله ده مبارک هغه سړى په  يوه دوره وواهه او ورته  وې ويل کله چي زه د کار د پاره کښېنم ته نه راځي او کله چي زه په نورو کارونو اخته سم نو ته راسې او راته وايې چي بدله راواخله، هغه سړى ولاړى، ده مبارک دستي يو سړى پسي ولېږه او هغه يې راوغوښتى او دوره يې په لاس ورکړه ورته وې ويل اې سړيه! ته ما وهلى يې اوس ته زما څخه  بدله واخله هغه سړى ورته وويل ماته د الله جل جلاله  لپاره بخښلى يې.

حضرت عمر رضی الله عنه کورته تشريف يووړى دوه رکعته نفل يې ادا کړه بيايې خپل ځان ته وويل :اې عمره ! ته کښته وې الله جل جلاله  لوړ کړې ، ته ګمراه وې الله جل جلاله  هدايت درکړى، ته ذليل  وې الله جل جلاله عزت درکړى بيايې د خلګو پاچا جوړ کړې اوس تاته  يو سړى راځي اودرته وايي چي زما د ظلم بدله راواخله ته يې په دوره وهې سبا به د قيامت په ورځ خپل رب ته څنګه جواب وايي ده مبارک په دغه ډول تر ډېره وخته پور ي پرځان ملامتي  ويل.([1])

دحضرت عمر  رضی الله عنه مريى (غلام) حضرت اسلم  رضی الله عنه وايي : زه يوه ورځ د حضرت عمر  رضی الله عنه سره ( حَرَه  ـــ[2]) نومي ځاى ته تلم  يوځاى مي په يو ځنګل کښي اور تر سترګو سو حضرت عمر رضی الله عنه وفرمايل: ښايي دا يو قافله وي چي د شپې په وجه به ښار ته نسواى تلاى د ښار دباندي به پاته سوې وي راځه چي پوښتنه پرې وکړو او ددوى د نن شپې د حفاظت انتظام وکړو هلته چي ورسېدو وموليدل چي يوه ښځه ناسته ده  څو کوچني اولادونه ورسره دي ژاړي او چغي وهي يو ديګ پر نغري پروت دئ د اوبو ډک دئ لاندي اور ترې بليږي موږ سلام ورته ووايه اودنژدې ورتلو اجازه مو ځني واخيسته حضرت عمررضی الله عنه پوښتنه ځني وکړه چي دا کوچنيان ولي ژاړي؟

ښځي ورته وويل: ډېر وږي سوي دي د لوږي له امله ژاړي ده مبارک بيا پوښتنه ځني وکړه چي په ديګ کښي څشي دي؟

ښځي ورته وويل دا ديګ مي دکوچنيانو د خوشحاله کولو لپاره د اوبو ډک کړى اوپر اور مي ايښي دئ چي ددوى زړونه پرې ډاډه سي او وېده سي ، ښځي زياته کړه چي زما او د امير المومينن عمر رضی الله عنه په منځ کښي به الله جل جلاله فيصله کوي چي ز ما ددې ستړي حال څخه ځان نه خبروي حضرت عمر رضی الله عنه په ژړا سو او وې ويل الله جل جلاله  دي پر تا رحم وکړي عمر ستا د حال څخه څه خبر دئ ؟ ښځي وويل هغه زمونږ امير جوړ سوى دئ او زموږ د حال څخه ځان نه خبروي اسلمt  وايي چي زه حضرت عمر رضی الله عنه  د ځان سره بېرته بوتلم او په يوه ګونۍ (بورۍ) کښي يې د بيت المال څخه څه اوړه، خورماوي، وازګه، څه کالي او څه پيسې واچولې ګونۍ يې ښه ډکه کړه ماته يې وويل چي دا زما پر ملا باندي کښېږده  ما ورته وويل  زه به يې يوسم ده مبارک راته وويل: يا زما پر ملا باندي يې کښېږده، دوه  درې  واره مي ټينګار وکړى چي زه به يې يوسم ده نه راسره منل آخر ده راته ويل ايا د قيامت په ورځ زما بار ته پورته کولاى سې ؟

ماورته وويل : يا نه يې سم پورته کولاى ده مبارک راته وويل نو دابه  هم زه پورته کوم ځکه چي د قيامت په ورځ پوښتنه زما څخه کيږي ، آخر زه مجبوره سوم چي ګونۍ دده پر ملا باندي کښېږدم ،حضرت عمر رضی الله عنه  په ډېره چابکۍ سره د ښځي و ځاى ته تشريف يووړى زه هم ورسره وم هلته چي ورسېدو ده مبارک په پخپل لاس  په ديګ کښي څه اوړه، څه وازګه او خورماوي وديګ ته واچولې او دديګ لړل يې شروع کړه ، د نغري  اوريې پخپله   پوه کاوه اسلم رضی الله عنه وايي دده مبارک دږيري څخه دود وتل ماوليدل اخر دا چي ږېره يي په دود توره سوه ددې څخه وروسته يې پخپل مبارک لاس دديګ څه خواړه راويسته او په هغه کوچنيانو يې وخوړل هغه ښه ماړه سوه په خندا او لوبو اخته سوه او کوم څه چي پاته سوه هغه يې ددوى د بل وخت لپاره وروسپارل ښځه هم ډېره خوشاله سوه اووې ويل الله تعالى جل جلاله دي تاته د خير بدله درکړي ته ددې وړ يې چي د عمرt  پر ځاى باندي  خليفه سي .(ښځي داخبره له دې امله وکړه )چي  ښځي  دى نه پېژانده چي امير المومنين دئ ، عمر رضی الله عنه  دې ته تسلي ورکړه او ورته وې ويل کله چي ته خليفه ته ورسي مابه هلته پيدا کړې عمر رضی الله عنه  ددوى څخه لږ لېري پر مځکه کښېناستى د لږ ناستي وروسته روان سو او وې ويل: زه له دې وجهي څخه کښېناستم چي مادغه کوچنيان په ژړا ليدلي وه زما زړه و غوښتل چي لږ ساعت يې په خندا هم ووينم.([3])

حضرت عمر رضی الله عنه  د سهار په لمانځه کښي زيات وخت سوره کهف،طه او داسي نور لوى ــ لوى سورتونه لوستل او دومره به يې ژړل چي اواز به يې تر څو صفونو پوري رسېدئ يوه ورځ يې د سهار په لمانځه کښي سورة يوسف لواسته کله چي دې ځاى ته راورسېدئ : قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ([4]) نو د ژړا له وجهي يې اواز بند سو تر خولې يې ږغ نه خاتى .

کله به د تهجد په لمانځه کښي په ژړا پرېوتى او ناجوړه به سو.

فايده: داد الله جل جلاله د وېري  څخه د هغه  چا حالت دئ چي د نامه څخه يې لوى  ــ لوى پاچاهان وېرېدل او رپېدل نن ورځ يعني ديارلسنيم سوه کاله وروسته يې هم دبدبه ، شان او شوکت منل سوى دئ، نن يو پاچا نه ، حاکم نه بلکي يو کوچنى آمر هم د خپل رعيت سره داسي معامله نه کوي.

([1] ) اسد الغابة

([2] ) مدينې ته نژدې د يو ځاى نوم دى

([3] ) اشهر مشاهير منتخب کتر العمال

([4] ) سورة يوسف الاية (٨٦)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

راتلونکې برخه:

د حضرت عباس رضی الله عنه نصيحت

دغه هم وګوری

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند لیک

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند لیک ترټولو انبياؤ اورسولانو علیهم السلام  وروستى …