مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د حکيم الامت لنډه پېژندنه

د حکيم الامت لنډه پېژندنه

پيدايښت:
حکيم الامت اشرف علي تهانوي (رح) د محترم عبدالحق زوی دئ، چي د پلار له طرفه ئې د نسب لړۍ حضرت عمر فاروق (رض) ته رسېږي او د مور مبارکي له طرفه ئې نسب علوي دئ.  د ۱۲۸۰ هـ ق کال د ربيع الثاني پر پنځمه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هند د مظفرنگر په ضلع کي د تهانه بهون د کلي په يوه شتمنه او درنه کورنۍ کي ئې دنيا ته سترگي وغړولې.

زده کړه او تعليم:
حکيم الامت خپلي لومړنۍ زده کړي له قرآن څخه پيل کړې، لومړی ئې له حافظ حسين علي (رح)  څخه قرآن کريم حفظ کړ، وروسته ئې متوسط فارسي او عربي کتابونه په تهانه بهون کي له مولانا فتح محمد صاحب څخه وويل کوم چي د خپل وخت يو لوی او متقي عالم وو، حکيم الامت د خپل تعليم پاته لړۍ له مولانا محمدقاسم نانوتوي (رح)  (د دارالعلوم ديوبند باني)، مولانا محمديعقوب نانوتوی (رح) ، شيخ الهند محمود الحسن ديوبندي (رح) ، مولانا سيداحمد دهلوي (رح) ، قاري محمد عبدالله مهاجر مکي (رح)  او داسي نورو مشهورو عالمانو څخه پوره کړه.
له ديني زده کړو څخه تر فراغت وروسته ئې څوارلس کاله په کانپور کي صدر مدرس وو او په همدې وخت کي ئې د بيت الله حج هم ادا کړ او له حضرت حاجي امدادالله تهانوي مهاجر مکي څخه ئې د بيعت او سلوک مراحل هم سر ته ورسول.
او له حضرت مولانا رشيداحمد صاحب څخه ئې د افتاء په فن کي مهارت حاصل کړ، حکيم الامت (رح)  په فقه، تفسير، حديث، تصوف، تجويد، عقايد او د مسلمانانو د رهبرۍ او لارښووني له پاره ئې په معاشرتي، تمدني، سياسي او تجارتي موضوعاتو باندي ئې تحقيقاتي کتابونه ليکلي چي لوی او واړه کتابونه (تصنيفونه) ئې تقريباً اته سوو (۸۰۰) ته رسېږي، بلکي ځيني کسان خو ئې تر دې هم د تصانيفو شمېر زيات په گوته کوي.
د دې تر څنگ د حکيم الامت سوونه وعظونه هم قلم بند سوي دي چي د خطبات حکيم الامت او ملفوظات حکيم الامت په نومونو په لسگونو ټوکونو کي چاپ سوي دي.

وفات:
حکيم الامت (رح)  په ۱۳٦۲هـ ق کي د رجب المرجب د مياشتي پر شپاړسمه نېټه د ورپېښي سوي ناروغۍ له کبله د اتياوو کالو په عمر له نړۍ څخه د تل له پاره سترگي پټي کړې او د تهانه بهون د عشقبازات په هديره کي خاورو ته وسپارل سو.
روح دې ښاده او فردوس جنت دې ځای سي
آمين

منبع: حمادیه السلامیه مدرسه ویب پاڼه

دغه هم وګوری

د محسن بن عثمان الهزاني د استسقاء قیصده

د تعلیم القرآن اسلامي راډیو لخوا يقول الهزاني رحمة الله وغفر له :دع لذيـذ الكـرى …