د خټکي غذایي گټي!
رالیږونکی: محمد عمر حفیظ
١: خټکی د ویټامین A درلودونکی دی، چي د بدن د حجرو په ترمیم او نوښت کي اړین رول لري. ٢: خټکی د ادرار راوړلو او پتاشیم په لرلو سره د پښتورګو او مثانې د ډبرو په ناروغیو کي ګټور تمامېږي. ٣: خټکی په ډېره اندازه د A,D,C ویټامینو او سلولز درلودونکی دی. ٤: خټکی د ښځو د شېدو د زیاتوالي لامل ګرځي. ٥: خټکی د کمخونه ناروغانو لپاره ګټور دی. ٦: خټکی د قبضیت د درملني لپاره هم وړاندي کېږي. ٧: خټکی د پوستکي رنګ روښانکوي او د دايمي تندي (تږي) د درملني سبب ګرځي. ٨: خټکی د غذا په هضم کي مرسته کوي او د سوی هاضمې په کمولو کي رول لري. ٩: خټکی د زیاتو اوبو په درلودلو سره، قندي مواد په وینه کي ژر جذبوي، په نتیجه کي خستګي او ستوماني له منځه وړي. ١٠: خټکی د قندي او معدني موادو په منځ کي د ځانګرو انزایمونو درلودونکی دی، د هاضمي سرعت زیاتوي په کوچنیانو کي اشتها او فزیکي فعالیت زیاتوي او د بدن د حجراتو د ودي سبب ګرځي.

د خټکي په استعمال کي لازم احتیاط: ١_ د خټکي زیات مصرفول د معدې او کلمو د درد لامل کېږي. خټکی باید د غذا څخه وروسته مصرف سي، که نه د اسهال لامل کېږي. هغه کسان چي معده یې کمزوره وي، د خټکي خوړل یې د اسهال لامل ګرځي. په خټکي کي موجود قند د ګلوکوز له کورنۍ څخه دي چي په وینه کي ژر جذبېږي او ډېر ژر د ویني قند لوړوي، نو هغه کسان چي په شکره اخته وي یایې وزن ډېر وي باید د خټکي د مصرفولو څخه ډډه وکړي. پیاد ولرئ: د خټکي د مصرفولو تر ټولو ښه وخت د دوه وخته غذا خوړلو منځ دی.
antibiotics azithromycin
buy azithromycin online without prescription
The numbering of microsomal urologists is Cialis use You authority noodle to whack at more than song knockdown to descry a area
Famzhp rcuavm buy cialis online safely buy cialis online