د داؤد علیه السلام آواز!

د داؤد علیه السلام د آواز ښایست!

الله جل جلاله داؤد  علیه السلام  ته دوهمه معجزه دا ورکړې وه، چي د ده  علیه السلام  ډېر ښايسته آ واز وو. داسي ښايسته آواز يې وو چي کله به دى  علیه السلام  د الله جل جلاله د ذکر له پاره دښت ته ووتئ نو د ده  علیه السلام  د ذکر سره به يوځاى غرونو هم ذکر کاوه او دا د غرونو ذکر داسي نه وو چي خلک به نه په پوهېدل يوازي دى  علیه السلام  په پوهېدئ، بلکي په داسي ښايسته آواز سره به يې د ده  علیه السلام  سره ذکر کاوه چي عام خلک هم په پوهېدل.

او کله چي به ده  علیه السلام  د زبور شريف تلاوت کاوه نو د هوا څخه به مرغان ورته راکښته کېدل او هغوى به د ده  علیه السلام  سره ذکر کاوه، دا بله معجزه ده چي الله جل جلاله ده  علیه السلام  ته ورکړې ده.

منبع: تفهیم التفاسیر، ج ۹ ص۳۶۳. مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد.

دغه هم وګوری

هغه صحابة کرام چي مبارک قدمونه یې د افغانستان په خاوره لګیدلي!

هغه صحابة کرام چي مبارک قدمونه يي د افغانستان په خاوره لګیدلي او د اعلاء …