مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د دارالعلوم دیوبند د لومړني محصل لنډه پېژندنه

د دارالعلوم دیوبند د لومړني محصل لنډه پېژندنه

لیکوال: میاخیل حشمت الله الافغاني غفرله

د تحریک آزادی عظیم مجاهد شیخ الهند مولوی محمودالحسن دیوبندي رحمه الله په نړيواله سطحه يو محدث جلیل، عالم رباني، مُجاهد فِی سبیلِ الله، مفسر قران، فقيه او پياوړی مجاھد تير شوی دی چې د زهد او تقوی يوه نمونه وه.

 پيدايښت

شیخ الهند مولوی محمودالحسن دیوبندي رحمه الله د محترم مولوی ذوالفقار علي دیوبندی رحمه الله زوی دی، چې د پلار له طرفه ئې د نسب لړۍ حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته رسېږي، په ۱۲۶۸ هـ کال د هند د بریلی په ضلع په يوه علمي او درنه کورنۍ کې ئې دنيا ته سترگي وغړولې.

 زده کړه او تعليم

شیخ الهند مولوی محمودالحسن دیوبندي رحمه الله خپلي لومړنۍ زده کړې په ۶ کلنی د قرآن کریم څخه پيل کړې، لومړی ئې له میاں جی منگلوري صاحب رحمه الله څخه د قرآن کريم زیات حصه ېې وویل، وروسته ئې قرآن کريم او فارسي او همدا راز اولني کتابونه ئې د مولوی عبداللطیف صاحب ر حمه الله څخه وويل، د هغه  څخه  وروسته ئې ابتدائي عربي کتابونه د خپل اکا (کاکا) څخه د مولوی مهتاب علي صاحب رحمه الله نه وویل.

شیخ الهند رحمه الله د خپل تعليم پاته لړۍ په ۱۲۹۰ ھ کال د خپل استاد محترم قاسم العلوم والخیرات مولوی محمد قاسم نانوتوی رحمه الله پر لاس د فضیلت پگړۍ پر سر کړه او داسي نورو مشهورو عالمانو څخه پوره کړه

 بيعت او سلوک

له ديني زده کړو څخه تر فراغت وروسته په دیوبند کې استاد شو او ۳۵ کاله یې د درس او تدریس خدمت  تر سره کړ او په ۱۲۹۴ ھ کال کې د خپل استاد محترم قاسم العلوم والخیرات مولوی محمد قاسم نانوتوي رحمه الله سره د بيت الله سفر وکړ او په همدې وخت کي ئې د بيت الله حج هم ادا کړ او له حضرت حاجي امدادالله مهاجر مکي رحمه الله څخه ئې د بيعت او سلوک مراحل هم سر ته ورسول.

شیخ الهند مولانا محمودالحسن دیوبندی رحمه الله په فقه، تفسير، حديث، تصوف، تجويد، جھاد،عقايد او د مسلمانانو د رهبرۍ او لارښووني له پاره ئې په ټولنیزه، تمدني، سياسي برخه کی لوی خدمت لري.

شیخ الهند رحمه الله په علم تفسير ، حديث ، فقه ، او نورو کې کتابونه ليکلي دي چې مشهور يې په لاندې ډول دي.

قرانکریم ترجمه (تفسیر کابلي) ،ادله کامله ،ایضاح الادله،احسن القری ،جهد المقل،الابواب والتراجم،حاشیه مختصر المعانی،تصحیح ابو داؤود،سیاسی خطبات او مختلفی فتاوی ھم لري.

شیخ الهند رحمه الله ستر ستر زده کوونکي لري چې مشهور يې په لاندې ډول دي:

شیخ العرب و العجم حضرت مولانا سید حسین احمد مدنی رحمه الله

امام العصر حضرت مولانا علامه محمد انور شاه کشمیری رحمه الله

حکیم الامت حضرت مولانا شاه اشرف علی تھانوی رحمه الله

امام انقلاب حضرت مولانا عبیدالله سندھی رحمه الله

ابوحنیفه هند حضرت مولانا مفتی کفایت الله دهلوی رحمه الله

شیخ الادب والفقه حضرت مولانا اعزاز علی رحمه الله

شیخ التفسیر حضرت مولانا احمد علی لاهوری رحمه الله

ادیب لبیب حضرت مولانا حبیب الرحمن رحمه الله

شیخ الاسلام حضرت مولانا علامه شبیر احمد عثمانی رحمه الله

مبلغ اعظم حضرت مولانا محمدالیاس کاندھلوی رحمه الله

مړينه

شیخ الهند رحمه الله په ۱۳۳۹هـ ق کي د ربیع الاول د مياشتي پر ۱۸ نېټه د ۷۹کلونو په عمر کي له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او د خپل استاد محترم قاسم العلوم والخیرات مولوی محمد قاسم نانوتوی رحمه الله د قبر تر څنګ په قبرستان قاسمی کی دفن کړل شو.

 انا لله وانا الیه راجعون

دغه هم وګوری

د حضرت لوط علیه الصلاة والسلام ژوند لیک

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ. سورة نمل الايتان ٥٤ ، ٥٥ ژباړه …