مخپاڼه / بیلا بیل / د دنيا مشهوره ملحدينو د مرګ په وخت کي څه ويل؟

د دنيا مشهوره ملحدينو د مرګ په وخت کي څه ويل؟

د دنيا مشهوره ملحدينو د مرګ په وخت کي څه ويل؟

۱: بورجيا:

زه په خپل ژوند کي د مرګ څخه ماسېوا د هر شي لپاره تياري کوم او کله چی مرم نو مرګ ته تيار نه يم.

۲: تمامي يولس:

 دا يو سياسي فلسفي وو، د مرګ په وخت کي يې ويل: زه دا وخت په تاريکو کي پروت يم، څوک زما څخه ټوله دنيا اخلي چي په بدل کي یې صرف يوه ورځ ژوند راکړي؟!

۳: تمامس پين:

دا د ۱۸ صدۍ ملحد مصنف دی، ده د مرګ په وخت کي وويل: زه دا وخت په عذاب کي يم، ما يوازي مه پريږدئ، کوم څه چي ما کړي دي، زه د دغه عذاب مستحق يم، که چيري زما سره ټول کائنات وي او د دې دنيا په مثل بله دنيا هم وای نو ما د دغه تکليف په بدله کي ورکول، نن زه الله وينم، ځکه چي ما ټوله ژوند د شيطان په څير تير کړی دئ.

۴: سر تمامس اسکاټ:

دا يو انګريز و، په ۱۵۹۴ عيسوي کال کۍ وفات سو، د مرګ په وخت کي يې ويل: له اول څخه تر ډېره ما په معبود ايمان نه درلودی، اوس چي زه د عذاب پر لاره يم همدغه د الله عدالت دي.

۵: والټيئر:

دا يو فرانسوي فلسفي ملحد دی، ده د خپل مرګ په وخت کي خپل ډاکټر ايمن ته وویل: که چيري ته ماته ۶ مياشتي صحت راکړې، زه به زما نيمايي سرمايه درکړم، اوس زه مرم او جهنم ته روان يم.

۶:  ډيويډ هيوم:

دا يو سکاټش تاريخ پوه ملحد دی، ده په ۱۷۷۶ عيسوي کال کي، چي کله مړ کيدی، د مړیني په وخت کي يې دا چيغاري وهلې: اور ما په خپلو لمبو سوځي. او هغه د خپل مرګ پر وخت ډېر مايوسه وو.

۷: نيپولين بوناپارټ:

فرانسوي بادشاه و، چي د خپلي بادشاهي په وخت د لوږي د پوره کولو لپاره يې په لکونو خلګ ووژل، د دنيا حکمراني يې ډېره خوښه ول، د مرګ په وخت کی يې ويل: وګورئ، زه د خپل وخت څخه مخکي مړ کیږم او اصل خواته ځمه، که څه هم زه ترټولو غټ فرانسوي بادشاه يم، په کوم حال(دهلیز) کي چي پروت يم، د دغه او د هميشني باغ جنت ترمنځ ډېر فرق دی.

۸: سر فرانسس نيوبرټ:

دا برطانوی د ملحدينو د کلب مشر و، ده د خپل مرګ په وخت کې د بستر چار چاپيره کسانو ته وويل: ماته دا مه واياست چی معبود نسته، ځکه چي زه ستاسو سره يم او ماته دا مه واياست چي جهنم نسته، ځکه اوس ماته محسوسه کيږي، اوس زه په جهنم کي بند پاته يم، که چيري زه زر کاله بعد هم ژوندی يم، نو دغه اور ته ځمه او زر کاله بعد به هم زه له اور څخه نه خلاصيږم، دا اور ما سوځي.

۹: کنګ چارلس:

دا يو فرانسوي بادشاه دي، ده په ۱۵۷۲ عيسوي کال کي په فرانسه کي لس زره پروټسټنټ عيسايان ووژل، ځکه دوي کيتهولک مذهب کي نه وه.

ده له مرګ څخه مخکي خپل ډاکټر ته وويل:

زه وينم کوم څوک چې ما مړه کړي دي، هغه وينم او هغه زما مخته تيريږي، د دوي تر زخمو ويني بهيږي، هغوی زما خواته اشارې کوي، ماته خپل ظلم معلوميږي، ما داسي ګناوي کړي دي، چي ماته به تل سزاوي راکول کيږي.

ماخذ :(العلمانية؛ للدكتور سفر الحوالي، والدكتور الصلابي)

دا مشهوره ملحدين وه، د الله تعالی جل جلاله وجود يې نه منی، خو د مرګ په وخت کي ور پیاد سو.

دغه هم وګوری

د مطالعې ۲۸ ګټې

لیکوال: سمسور مندوزی ۱-مطالعه د روزه نیزو چارو او په ژوند کې د شته ستونزو …