مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د دوږخ خطرناکه غاړه

د دوږخ خطرناکه غاړه

د دوږخ خطرناکه غاړه

لکه څنګه چي د دریاب څنډه وي، دا ډول د وږخ هم څنډه ده.

هلته د ځمکي د چینجو مینجو وغیره او د خورماوو د ونو هومره اوږده ماران او د خچر برابر لړمان دي، کله چي دوږخي الله تعالی فریاد کوي چي زموږ د دوږخ عذاب سپک شي، نو هغوی ته به وویل شي چي له دوږخ څخه را ووځئ، څنډي ته ولاړ شئ.

هغوی به را ووځي هلته به ولاړ شي، نو د ځمکي دغه چینجي به د هغوی شونډي، مخونه او نور اندامونه را ونیسي او هغه به خوري، نو اوس به هغوی فریاد پیل کړي چي موږ له دوی څخه خلاص کړئ او دوږخ ته مو بیرته بوځئ او پر دوږخیانو به د خارش عذاب هم مقرر شي او دوږخیان به دومره ځان وګروي چي هډوکي به یې ښکاره شي.

پرښته به ووایي: چي مسلمان ته تکلیف ورکاوه، د اد هغه په بدله کي دي.

[حیاټ الصحابه ج۱ص۵۵۱]

مأخذ: پاشلي ملغلري ج۲ص۱۱۰/ تعلیم القرآن ویب پاڼه.

دغه هم وګوری

د آسیې رضی الله عنها د شهادت کیسه

ژباړه:غلام عمر عبدالله|تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه صة آسيا امرأة فرعون  د خپل وخت تر …