مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د رباء (سود) د احکامو په اړه د قرآن کريم آياتونه

د رباء (سود) د احکامو په اړه د قرآن کريم آياتونه

لومړی آيت:

الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ {275}

ترجمه: هغه خلک چي سود خوري د قيامت په ورځ به له قبرو څخه نه راپورته کېږي، مګر دا ډول به راپورته کېږي، لکه هغه څوک چي شيطان په مس سره خبطي (حيران) کړی وي.

دا سزا بېشکه دوی ته ځکه ورکول کېږي، چي دوی به ويل چي بيع هم د سود په ډول (مثل) ده. که څه هم الله تعالی بيع حلاله کړې ده او سود يې حرام کړی دئ. بيا چي کوم چا ته د هغه د پروردګار له طرفه څخه نصيحت ورسېدی او هغه (سود) يې پرېښودی، نو څه چي يې اول اخيستي وي هغه به د ده سره وي او نور باطني (پټه) معامله الله تعالی ته حواله ده او کوم څوک چي بيا دسود معامله تکرار کړي نو دا خلک به دوږخ ته ځي او همېشه به پکښي اوسي.

اوله تشريح:

د دغه آيت له اولي جملې څخه د سودخور د بد انجام او د قيامت په ورځ دا ډول درېدل لکه آسيب زده (حيران) چي ولاړ وي، په دغه ولاړه کي دغه اعلان دئ، چي د قيامت په ورځ به دغه خلک د خپل لېونتوب دحرکاتو څخه پېژندل کېږي، چي دا سودخور دئ او همدا ډول به په ټوله عالمي ټولنه کي هغه رسوا کېږي.

قرآنکريم چي د مجنون د لفظ پر ځای د خَبطِی لفظ استعمال کړی دئ، دې طرف ته يې اشاره وکړه، چي مجنون ځيني وختونه داسي بې حسه وي، چي هغه ته د تکليف او راحت احساس نه کېږي، او سود خوړونکي به داسي مجنون (لېونی) نه وي، بلکي د عذاب او تکليف احساس به کولای سي او دا ډول ځيني وختونه مجنون (لېونی) يو ځای چپ اوسي خو سودخور دا ډول نه وي، بلکي د هغه د بې ځايه حرکتو څخه به د ټولو په مخ کي رسوا وي.

دوهمه تشريح:

په دغه آيت شريف کي پنځه جملې الله تعالی فرمايلي دي:

اوله جمله:

الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ

په دغه جمله کي الله پاک د سودخور بدانجام او بد عاقبت ښيي، چي سودخور به د قيامت په ورځ غم زده او حيران  ولاړ وي او سود خوران به د قيامت په ورځ د خپل لېونتوب دحرکاتو څخه پېژندل کېږي، که څه هم قرآنکريم د سودخور لپاره د مجنون (لېوني) د لفظ پر ځای د آسيب زده خبطي لفظ ذکر کړی دئ، شايد دې طرف ته يې اشاره کړې وي چي مجنون (لېونی) ځيني وختونه د خپل تکليف او راحت احساس نه سي کولای او دا خلک به داسي مجنونان (لېونيان) نه وي، بلکي د عذاب او تکليف احساس به کولای سي.

دلته يوه خبره د فکر کولو وړ ده، هغه دا چي د هر عمل جزاء يا سزا د هغه په مناسب ورکول کېږي، او د عقل او حکمت تقاضا هم دا ده او دلته د سودخورۍ يوه سزا دا وه، چي سودخوران به د خبطي او جنون په حالت کي ودرول سي، ځکه مفسرين علماء فرمايي چي مناسبت يې دا دئ، چي:

د سودخور يو خاصيت دا دئ، چي عادتاً سودخور د خپل مال په محبت کي ډوب وي، چي د مال په جمع کولو او ډېرولو کي د خپل تن او بدن د راحت او آرام په فکر کي نه وي، د اهل او عيال، دوست او قريبانو فکر خو ليري دئ.

د عوامو مصيبت او مفلس توب د سودخور لپاره د عيش او عشرت ذريعه جوړېږي، او د پوره ولس په ژړا باندي دی خوشحاله کېږي، دا يو ډول بې هوښي او بې فکري ده، چي په دې دنيا کي ده د خپل ځان لپاره غوره کړې ده. الله پاک به د قيامت په ورځ هم دی په اصلي صورت کي (د بې فکرۍ په حالت کي) راپورته کړي.

يادونه:

په قرانکريم کي د سودخوړلو الفاظ ذکر سوي دي او د دې څخه مراد مطلق د سود څخه نفع حاصلول دي، که هغه د خوړلو په صورت کي وي يا څښلو او يا د استعمال په صورت کي وي، ځکه په عرف او محاوره کي په خورک باندي يادېږي.

دوهمه جمله:

ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا

په دوهمه جمله کي د سودخورانو د ذکر سوي سزا سبب ښيي، هغه دا چي دوی خو يو دا جرم وکړ، چي سود الله تعالی حرام کړی وو، دوی ځانونه په اخته کړه. بيا پر ځای د دې چي د خپلي غلطۍ اعتراف وکړي دوی خپل بد فعل جائز او د سود د حلالولو لپاره يې بې ځايه قسمونه او حيلې جوړولې. مثلاً دوی به ويل چي د بيع او سود څه فرق دئ؟ لکه په تجارت او بيع کي چي يو شی د بل شي په معاوضه کي د نفع لپاره ورکول کېږي، دا ډول په سود کي خپلي پيسې په قرض ورکول کېږي. د هغه څخه نفع اخيستل کېږي نه! که د عقل او انصاف څخه کار واخيستل سي نو د دواړو معاملو په مابين کي د مځکي او اسمان فرق دئ.

په هر صورت سود خورو دوې ګناوي وکړې:

اول: د حق قانون خلاف ورزي يې وکړه،

دوهم: حق قانون يې غلط وباله.

او د دوی دا ويل چي بيع د ربوا په ډول ده، ځکه دا يو ډول استهزاء ده، مطلب يې د ادئ که سود حرام وبلل سي نو بيع هم بايد حرامه سي.

د بيع او رباء فرق او درېیمه جمله په راتلونکې برخه کي…

منبع: سود د قرآن او حدیث په رڼا کي|تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه.

مؤلف: حافظ مولوي محمد مجاهد.

مخکینی برخه دلته لوستلای سی:

دغه هم وګوری

د قربانۍ حکمونه او آداب

د قربانۍ حکمونه او آداب لاندې کارونه د قربانۍ په اړه په پام کې ونیسئ …