مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د روژي مهم سنتونه او مستحبات

د روژي مهم سنتونه او مستحبات

د روژي مهم سنتونه او مستحبات

١  : دلمر لوېدو سره سم دستي روژه ماتول.( ا لدر المختار صـ۴59 ج ۳)

٢ : روژه په خرماسره ماتول، که خرما نه وي نو بيا په اوبو سره روژه ماتول فضيلت لري.( الترغيب ج ۲ صــ ۱۴۳.)

٣ : په کوم  شي چي روژه ماتوي هغه  شي به طاق وي، مثلا درې ، پنځه او داسي نور.( الترغيب ج ۲ صــ ۱۴۳.)

دروژه مات په وخت کي دا دعا ويل :  )اَلَّلٰهُمِّ لَكَ صُمْتُ وَبِكَ آمَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَ عَلٰى رِزْقِكَ اَفْطَرْتُ وَ صَوْمَ الْغَدِّ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانِ نَوَيْتُ فَاغْفِرْلِيْ مَا قَدَّمْتُ وَمَا اَخَّرْت( (هنديه ج ۱صــ ۲۰۰.)

٤ : په پېشلمي خوراک کول که څه هم لږ وي ، که يې هيڅ  خوړو ته زړه  نه کېدئ اوبه دي وڅيښي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : پېشلمى کوئ ، په  پېشلمي کي برکت دئ.( ترغيب ۱۳۹ ج ۲.)

٥  : دپېشلمي وخت دشپې آخره حصه ده ، په  پېشملي کي چي څومره ځنډ  وسي  بهتر دئ خو دومره نه چي دسهار کېدو وېره وي.( الدر المختار مع رد المحتار صــ ۴۵۹ ج ۳.)

٦ :  ځان  او ژبه دحرام کارونو څخه ځان ساتل لکه غيبت کول ، درواغ ويل ، چغلي کول، جنګ کول او داسي نور ، که څه هم دنوموړو کړنو څخه هر وخت دځان ساتنه لازمي ده خو په دې ورځو کي به په ځانګړي توګه پر ځان ساتني  باندي ټينګار کوي.( معارف السنن ج ۵ صــ ۳۶۸.)

٧ :  قريبان  ، دوستان اونور محتاج کسان په صدقاتو سره نازول ځکه چي په دې ورځو کي صدقات تر  نورو  ورځو زيات  فضايل لري.( هنديه ج ۱صــ ۲۰۰.)

٨ :  دعلم په حاصلولو ، تلاوت کولو  ، ذکر کولو ، په درود شريف ويلو او اعتکاف کولو ځان بوخت ساتل څومره چي يې توان وي.( رد المحتار صـ ۵۰۱.)

٩ : د روژې د نيت الفاظ په ژبه سره ويل سنت او مستحسن دئ.( ردالمحتار مع الدر المحتار صــ ۳۹۸ ج ۳.)

١٠ : په  روژه  کي  مسواک وهل (بحر الرائق  ج ۲صـ ۴۴۱ )

مفتي عبدالهادي حماد

حمادیه اسلاميه مدرسه ، کندهار

دغه هم وګوری

ښځي بايد تر مياشتنۍ ناروغۍ وروسته دستي غسل وکړي

ښځي بايد تر مياشتنۍ ناروغۍ وروسته دستي غسل وکړي په مياشتنۍ ناروغۍ کي حکم دادئ …