مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د روژې د رارسېدو په مناسبت د تعلیم القرآن راډیو او حمادیې مدرسې د مؤسس د مبارکۍ پيغام!

د روژې د رارسېدو په مناسبت د تعلیم القرآن راډیو او حمادیې مدرسې د مؤسس د مبارکۍ پيغام!

د ۱۴۴۱ هـ ق کال د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د تعلیم القرآن راډیو او حمادیې مدرسې د مؤسس مفتي عبدالهادي حماد صاحب د مبارکی پیغام

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

محترمو مسلمانانو وروڼو، تر ټولو وړاندې تاسې ته د (۱۴۴۱ هـ ق) کال د رمضان المبارک د میاشتې مبارکي وایم.

ځان او تاسې ټولو ته په لاندې ټکو دعاء کوم:

یا الله! موږ له هغه کسانوله ډلې وګرځوې، چې ستا رحمت ته شامل سوي، ستا په رحمت کې داخل سوي، ستا رحمت ورته شامل سوی وي او د هغه کسانو له ډلې مو وګرځوې یا الله چې ستا په عام مغفرت کې را داخل سوي وي او د هغه کسانو له ډلې مو وګرځوې چې د جهنم د اور څخه ئې خلاصون تر لاسه کړی وي.

یا الله! موږ په دې رمضان المبارک کې د قبول سوو کسانو څخه وګرځوې، د هغه کسانو له ډلې څخه مو وګرځوې؛ چې ستا په دربار کې مقبول او قبول سوي وي او یا الله! موږ د ددې روژې د اجر او ثواب څخه محروم او خالي لاس مه ګرځوې او یا الله! موږ په دې مبارکه میاشت کې کامیاب، نېکان او بریالي وګرځوې.

آمین یا رب العلمین

ستاسو ورور مولوي عبدالهادي حماد

دغه هم وګوری

لنډه قصه ؛ او يوه هيله!

لنډه قصه ؛ او يوه هيله! |لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد مامون خليفه یوه ورځ د …