مخپاڼه / بیلا بیل / د روژې فضيلت او ځانګړتيا

د روژې فضيلت او ځانګړتيا

څانګه: بیلا بیل

د روژې فضيلت او ځانګړتيا

ليکنه : محمد نبي سلطاني

روژه او فضلیت

د روژي مياشت په حقيقت کي پرمسلمانانو د الله له لوري يو لوى احسان او ستره پيرزوينه ده، چي الله ورکړي ده ځکه دا مياشت د مغفرت اوبې حسابه ثوابونو د ترلاسه  کولو له پاره يوه حقيقي مياشت ده چي الله ورته نصيب کړې، په دې مياشت کي هر مومن چي روژه ونيسي، د الله عبادت وکړي. د ناوړو کارونو څخه ځان وساتي او د بل حق په ځان پوري ونه تړي( د نورو حق و نه خوري )  او د نورو پر حق خيټه وانه چوي هرو مرو الله جل جلاله  دې کس ته مغفرت کوي او دې کس ته الله بخښنه کوي او دې کس ته الله  ستر اجرونه ورکوي، ځکه روژه دونه ستره او د برکتونو څخه ډکه میاشت ده، چي رسول الله  صلى الله عليه وسم خپله ستره او د برکتونو څخه  پرېمانه میاشت نومولې ده.  دومره ستره او د عظمت څخه ډکه ده، چي موږ  ئې د عظمت او لوړ والي تصور بېخي کولای نه سو او نه زموږ  ژبه د هغې برکتونه او اسرار  بیانولای سي .

دا خو هغه مياشت ده چي الله جل جلاله  د خپل رحمت او جنتونو دروازې د خپلو بنده ګانو پر مخ  پرانيستي او خلاصوي،  دا خو هغه مياشت ده چي د جهنم در وازې پکښي تړل کيږي او دا خو هغه  مياشت ده چي د انسانانو لوى او سر سخته دښمنان شيطانان په ځنځيرونو تړل کيږي .

هو ! یو مسلمان چي د سپېدو څخه بيا تر لمر لوېدو پوری د الله جل جلاله  له پاره خوراک  او چيښاک ونه کړي، نه خپلي جنسي اړیکي پوره کړي، د لوږي او تندي سره مخ  سي پر هغه  صبر وکړي نو د همدې لږ  تکلیف  په بدله کي به په دنیا او اخرت کي د دوو لویو خوښیو سره  مخ سي لکه څه ډول چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي :

 (للصائم فرحتان فرحة عند فطره و فرحة عند لقاء ربه  متفق علیه)

ژباړه : روژاتي لره دوې خوښۍ دي یوه خوشالۍ يې د روژه مات پر مهال ده او بله خوشالي  يې څه وخت چي د خپل رب سره مخامخ کیږي .

د روژه مات خوشالي خو موږ او تاسو  لیدلې ده دا دونه  ښکلې خوشالي ده چي هر څونه لوی واده ، دسمال او يا چي هر څونه ستري ميلمستياته  څوک بلل سوی وي هغونه به نوي خوشحاله څونه چي روژاتي د روژه مات له پاره خوشحاله وي. دا یې دنیاوي خوشالي ده  او د اخرت خوشالي بیا هغه وخت معلومېږي چي د قیامت په ورځ الله جل جلاله و روژاتي ته د هغه د روژې ثوابونه ورکوي .

الله پاک دا مياشت دروژې په فرضيت سره خاص کړې ده، هغه چي ترټولو اعمالو غوره او الله پاک ته د نژدې کېدو وسيله ده ددې مياشتي روژه نيول دمخکنيوګناهونو دبخښني سبب کېږي لکه چي د ابوهريره رضى الله عنه په حديث کي راغلي دي چي : رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي : من صام رمضان ايمانًا واحتسايًاغُفِرله ماَتقدم من ذنبه( متفق عليه)

ژباړه: څوک چي د رمضان دمياشتي روژه دايمان له مخي او دثواب غوښتلو په نيت  ونيسى نودده مخکني ټول ګناهونه به معاف کړل سي.

په يو بل حديث کي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :

اذاکان اول ليلة من شهر رمضان صُفدت الشياطين ومردة الجن ، وغلفت ابواب النارفلم يفتح منهاباب، وفُتيحت ابواب الجنة فلم يُغلق منهاباب وينا دي منادٍ ياباغى الخيراُقبل،وياباغى الشراقصر، ولله عُتقاء من النار وذلک کل ليلة. ( رواه ترمذي )

ژباړه: کله چي د روژې دمياشتي اوله  شپه سي ، شيطانان او سرکښه پېريان په ځنځيرونو وتړل سي، د دوزخ  د روازې وتړل سي، چي بيا يوه دروازه نه پرانستل کېږي. دجنت دروازې خلاصي کړل سي بيايوه دروازه نه تړل کېږي او يوآواز کوونکئ به آوازوکړي، اې د خير غوښتونکې ! راوړاندي سه، (دخيرکارونوته دوام ورکړه) اې دشر غوښتونکې  د شره  لاس واخله (دبدوکارونو څخه منع سه ) او الله پاک لره د اُور څخه آزا دکړل سوي خلګ وي (الله پاک د اُوره څخه آزادکړي وي او بخښنه ئې ورته کړې وي ).

دا آواز او د اُوره څخه د خلګو آزادول هره شپه وي نو په دې حديث شريف کي دروژې دمياشتي ځانګړتياوي او فضايل بيان سوي دي چي هغه د جنت د دروازو خلاصول دي دمؤمنانو د ښوکارونو د ډېروالي له امله او ښوکارونو ته د هغوى دتشويق اوهڅوني له پاره او پر مومنانو درحمت کولو له امله د دوزخ د دروازو تړل دي ځکه په دې ميا شت کي هغوئ ګناهونوته لږ نژدې کېږي، همدا راز دشيطانانو تړل دي ترڅوپه دې مياشت کي وهغوکارونوته خلاص نه سي چي مخکي ورته خلاص وو.

په روژه کي ومسلمانانو ته الله جل جلاله له ډېر امتيازونه ورکړي دي ، چي تېر کناهونه ئې بخښل کېږي ، فرښتې د ده له پاره دوعاوي کوي ، شيطانان تړل کېږي ، په شپه او ورځ کي په لکونو بخښني ورته کېږي او داسي نور امتيازونه لکه په يو حديث کي چي راځي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:

کل عمل ابن آدم يضاعف،الحسنة بعشرامثالها الى سبعماﺋة ضعفٍ قال الله عزوجل: الاالصوم فانه لى وانا اجزي به ، يدع شهوته وطعامه من اجلى ، للصائم فرحتان، فرحه عندفطره ،وفرحة عندلتا‌ء ربه،ولحلوف فيه اطيب عندالله من ريح المسک ( متفق عليه).  من حديث ابى هريره)

 ژباړه: د انسان هرعمل څوچنده کيږي يوې نيکۍ ته لس چنده ثواب ورکول کېږى تر اوه سوه چنده پوري ، الله پاک فرمايي : مګر دروژې ثواب دا ډول نه دئ ، ځکه دا روژه مالره ده او زه دهغې بدله اوجزا ورکوم . دا روژاتي زما لپاره خپل خوراک او نفساني غوښتنه پرېږدي ، روژه نيوونکي لره دوې خوشحالۍ دى:يوه خوشحالي دروژمات په وخت کي ده او بله خوشحالي دخپل رب سره دملاقات او يوځاى کېدو په وخت کي ده ، دروژاتي د خولې بوى و الله پاک ته دمشکوتر بوى هم ډېرښه اوپاک دئ .

روژياتيان به و جنت ته پر يو خاصه دروازه داخلېږي چي له دوى څه پرته به نور څوک پر دې دروازه نه ځي دا امتياز يوازي روژياتيانو ته ورکول سوئ دئ  .  دسهل بن سعد رضى الله عنه  څخه راويت رانقل سوى دئ هغه وايي نبي  رسول الله صلى الله عليه وسلم  ويلي دي:  إِنَّ فِي الْجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لاَ يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ يُقَالُ أَيْنَ الصَّائِمُونَ فَيَقُومُون لاَ يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ فَإِذَا دَخَلُوا أُغْلِقَ فَلَمْ يَدْخُلْ مِنْهُ أَحَدٌ.

ژباړه: په تحقيق سره په جنت کي يوه دروازه  ده چي ريان ورته ويل کېږي دقيامت  په ورځ به روژه نيوونکي ددغي دروازې څخه جنت ته داخلېږي ددوئ څخه پرته نورڅوک نه ورداخلېږي . وبه ويل سي روژه نيوونکي  چيري دي ؟ نودوى به ورو لاړسي ، ددوى پرته به نورڅوک نه ورداخلېږي. کله چي دوى ور داخل سي دروازه وتړل سي نو بيا هيڅوک نسي ور اخلېدلاى.

روژه انسان د ګناهونو، بدوخبرو اوبې فايدې کارونو څخه ساتي لکه څنګه چي روژه د دوزخ له اوره څخه انسان ساتي. رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي: ( يقيناً روژه نيول يوسپردئ بنده په دې سره د اوره څخه ځان ساتي ) .

نو موږ مسلمانانو ته په کار ده، چي دا مياشت په ښه اخلاص او صداقت سره ونيسو او د هغو اعمالو اوکارونو څخه ځانونه وساتو چي د دې مياشتي ثوابو نه له منځه وړي او په ګناهونو کي ډېروالى راولي .

دغه هم وګوری

د مړیو سوزول که د انساني کرامت سپکاوی

لیکنه: د البحوث الفقهیّة المعاصرة مجلې لخوا تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی) مخکې له …