مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د روژې په اخیره لسیزه کي ختمونه او رواجونه!

د روژې په اخیره لسیزه کي ختمونه او رواجونه!

د روژې د ختمونو اړوند څو نکتې:

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد |تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه

۱: د روژې په وروستیو لسو شپو کي ختمونه شروع سي دغه ختمونه په دې معنا نه دي ، چي ختم وسو نور به نو تراويح نه کوي. بلکي دا صرف دقرانکريم دختم لپاره وي، وروسته به ضرور تراويح کوي، که يې ونه کړي سم دم به يې سنت مؤکد پرې ايښي وي.
۲: ډېر خلک په دغه شپه خورا مېوې او خوراکونه راوړي، دغه کار جایز دئ البته په دوو شرطو:
الف: عقیده به دي دا نه وي ، چي که یې نه راوړم نو ښه کار نه دئ.
ب: ددغه کار لپاره به د خلکو څخه په خوله پیسې نه غواړي که چا په خپله خوښه راوړی ښه تر ښه که نه سوال ددغه کار لپاره جایز نه دئ.
۳: ډېر خلک په مسجد کي دمېوو د راوړلو لپاره پیسې ټولوي ځیني خلک داسي هم پکښي وي چي پیسې نه لري نور احتیاجات یې زیات وي د شرم په وجه یوه اندازه پیسې ورکړي، چي دا هم ښه کار نه دئ که خلک او خپل خیرات سره پاته سي ډېره ښه خبره ده.
۴: کوشش وسي دختم شپې سره بدلي سي ځکه ممکن ځیني خلک فکر وکړي ، چي دا ختم نو په بله شپه نه دئ جایز.
۵: که په کوم ښار یا کلي کي اړمن کسان وي، لکه مسافر، یتیمان، مسکینان، بندیان او داسي نور، په دغسي صورت که دغه پیسې پر اړمنو کسانو مصرف سي ثواب به یې زیات وي.
۶: ځیني خلک د ختم تراویح نه کوي، لنډي تراویح کوي بیا هم د اوویشتم په شپه د خوږو یو خیرات جوړوي، دغه ختم بولي بیا تراویح نه کوي، د خوږو خیرات ښه کار دئ خو تراویح پرېښوول ښه خبره نه ده باید تراویح تر پایه وکړل سي ځکه تراویح او روژې سره تړلي دي، چي روژه وي تراویح به هم وي. دا خبره دي یاده وي چي دغه د اوویشتم د شپې ختم، چي دقرانکریم د ختم پرته یې کوي اصلا اساس یې له هغو ویناوو څخه اخیستل سوی دئ ، چي دغه شپه د قدر شپه بولي ځکه ځیني علماء په اخره لسیزه کي د اوویشتم شپه د قدر شپه بولي، بناء خلک په دغه شپه یوه اندازه خیرات وکړي، تلاوت او عبادت وکړي…البته یقیني د قدر شپه نه سي بلل کېدای او نه هم د تراووح د پرېښوولو په معنی دئ.
والله اعلم

يادونه:

که مو بې ګټي نه وبللې د نورو سره يې شريکي کړئ!

په درنښت ستاسو ورور :

مولوي عبدالهادي حماد، ۲۰ رمضان ۱۴۴۲ هق

دغه هم وګوری

په درختو کي د پسرلي شکر!

همدا پسرلی یې ښه موقع ده! دا پیغام تر نورو رسول او عمل په کول …