مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د روژې په میاشت کي آته (۸) ډېر ثواب لرونکي عبادتونه!

د روژې په میاشت کي آته (۸) ډېر ثواب لرونکي عبادتونه!

د ډيرو ګټو لنډه لار!

اته داسي کارونه دي، چي د امت سترو بزرګانو د تاریخ په اوږدو کي هیڅکله نه دي پرې ایښي که یې کوم مسلمان ترسره کړي امید دئ، چي الله جل جلاله به یې د هغو بزرګانو په ډله کي راپورته کړي هغه اوه کارونه په لاندي ډول دي:
۱: #دعاء کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
د عاء د عبادت مغز دئ.
الله جل جلاله د سورة غافر په شپېتم نمبر ایت کي حکم کوي، چي تاسو ماته دعاء کوئ ، زه یې قبلوم او که څوک د عبادت څخه کبر کوي (یعني دعاء نه کوي) زه به یې دوزخ ته واچوم.
۲: #سخا کول.
ابن عباس رضي الله عنه فرمايي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو انسانانو سخي انسان وو، او ډېره سخا به یې د روژې په میاشت کي کول.(بخاري، رقم:۶)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
که څوک یوه روژاتي ته (دومره قدر شی) ورکړي ، چي هغه روژه په ماته کړي دهغه کس د روژې ثواب به الله جل جلاله ده ته ورکړې او دهغه څخه به هم ثواب نه وي کم سوی.(ترمذي، رقم:۸۰۷)

یادونه:

که څوک ماځیګر په مسجد یا پر لار باندي صرف لس دانې خرماوي ووېشې یا لس ګیلاسه اوبه خوږې اوبه وویشي څومره ثواب به یې ګټلی وي؟ سبحان الله!
۲ #یادونه:
او که خدای مه کړه یو څوک سخا نه کوي، د الله جل جلاله پر بندګانو باندي اساني نه راولي بلکي بالعکس سختي ورباندي راولي یعني ګراني پر جوړوي، دا بیخي د نبوي طریقې او بزرګانو دطریقې خلاف عمل دئ ضرور به بدي پایلي ويني.
۳: #قيام_الليل (تراويح کول)
د تراووح تر څنګ تهجد کول
رسول اللهﷺ فرمايي: که څوک په روژه کي د شپې قیام کوي د ثواب په نيت الله جل جلاله به ټول (صغيره) ګناهونه وروبخښې.
(بخاري، رقم: ۳۸)
۴: #په روژه کي غیبت او بهتان نه کول.
که څه هم دغه ډېري ستري ګناوي دي هر وخت ناجایز دي البته په دې میاشت کي بیخي د هلاکت لویه کنده ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
که څوک په روژه کي د ناحقه ویناوو (درواغ، غیبت، بهتان ، ناحقه شاهدي، ښکنځلو) څخه ځان ونه ساتي نو الله جل جلاله صرف دده د خوراک او څیښاک بندولو ته اړتیا نه لري، (یعني داچي ده الهي حکم نه ومانه) (بخاري، رقم:۱۸۰۴)
۵: #ډېر ډېر قران و یل.
د روژې او قران په منځ کي خاص تعلق دئ، ځکه الله جل جلاله قران په همدې میاشت کي نازل کړی دئ.
هسي هم د قران یو حرف په ویلو لس نیکۍ ثواب دئ او په دې میاشت کي دیوې رکوع تلاوت نیکاني جمع ګران کار دئ او که درست قران په دې میاشت کي ختم کړل سي هغه د خلاصېدو وتلي ګټي دي.
۶: #عمره کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
په روژه کي عمره کول دومره ثواب لري لکه زما سره چي په ملګرتیا حج وکړي…الحدیث(۱۶۹۰)
۷: #اعتکاف کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول عمر د روژې په اخرو لسو ورځو کي اعتکاف کاوه.
سبحان الله! داعتکاف ګټي دومره زیاتي دي، چي بیانول یې دلته بیخي د لیکلو او مطالعې حوصله خلاصوي.
فقط زموږ لپاره دومره بس ده، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول عمر نه دئ پري ایښی او بزرګانو په پابندۍ جاري ساتلی دئ.
۸: #زغم (حوصله) کول
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
رمضان المبارک د صبر او خواخوږۍ میاشت ده.
ځکه نو د بزرګانو معمول داسي وو، چي د روژې په میاشت کي به یې پر خادمانو کارونه سپکول، که به چا سپکي سپوري ورته وویلې عفوه یې ورته کول هیڅکله نه په غصه کېدل.

هیله:

که مو مناسبه بلل د خپلي ګټي لپاره یا نورو ته د دعوت په نیت یې نشر کړئ.

په درنښت:

ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد ۱۴ رمضان المبارک ۱۴۴۲ هق

دغه هم وګوری

په درختو کي د پسرلي شکر!

همدا پسرلی یې ښه موقع ده! دا پیغام تر نورو رسول او عمل په کول …