مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د ریا بدوالی

د ریا بدوالی

أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ: خبردار! خاص الله جل جلاله لره هغه دين دئ چي هغه خالص وي د شرک او ريا څخه.

پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته يو صحابي راغلئ او ورته يې ويل: يا رسول الله صلی الله علیه وسلم! زه نېک اعمال کوم، خيراتونه کوم، دا هر څه د الله جل جلاله له پاره کوم، مګر د دې نيت سره مي دا هم نيت وي چي خلک زما صفت وکړي چي فلان کس داسي غښتلى سړى دئ وګوره څومره خيراتونه کوي. پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: الله جل جلاله هغه عبادت هيڅکله نه قبلوي چي يوه ذره د بل چا مداخله پکښې وي.

دا چي ته ځان ته دا برخه ټاکې چي خلک ستا صفت وکړي، نو الله جل جلاله دا عبادت پکار نه لري. بيا يې دا آيت کريمه ورته وفرمايه: أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ. خبردار! الله جل جلاله لره خالص دين دئ هيڅ شريک او ونډه لرونکى به نه وي يوازي به د الله جل جلاله له پاره وي.

د آيت په پاته برخه کي د مشرکانو دا خبره ردوي، چي دوى به الله هم منئ او بتان به يې د الله جل جلاله سره شريکان نيول او دا به يې ويل، چي دا موږ و الله جل جلاله ته نژدې کوي، يا دا د الله جل جلاله وزيران او مرستندويان لکه په دنيا چي پاچاهان يې لري.

الله جل جلاله د دوى دا خبره ردوي فرمايي، چي د دې کسانو دغه عبادت د قبول وړ نه دئ او نه الله جل جلاله داسي عبادت قبلوي.

منبع: تفهیم التفاسیر، مفسر؛ مفتي عبدالهادي حماد، ج۱۰، ص ۱۷۵.

دغه هم وګوری

حجامة (وينه كښل)!

#حجامة_(وينه كښل)! لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو دحجامت یا وينه کښلو …