مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د سود اخلاقي نقصانات

د سود اخلاقي نقصانات

د سود د حرام کېدو يو حکمت دا دئ، چي هغه ټوله اخلاقي صفات ختموي، بد صفات پيدا کوي، لکه: خود غرضي (خپل مطلب)، بې رحمي، سخت زړه توب، زر پرستي او د کنجوسۍ صفات پيدا کوي. د دې برعکس اسلام د يوې داسي صحيح معاشرې جوړښت غواړي چي د رحم و کرم، محبت و تعاون او ورورولۍ پر بنياد باندي جوړه وي.

په دغه معاشره کي ټول انسانان يو ځای ژوند وکړي، يو تر بله په مصيبت کي په کار ورسي، د غريبانو او بېچاره ګانو امداد کوي، د بل نفع خپله نفع او د بل تاوان خپل تاوان وبولي. د رحمدلۍ او سخاوت څخه ډکه معاشره جوړوي او د اجتماعي مفاد څخه ماسوا بل څه نه پېژني. په انسانانو کي دغه ټوله صفات پيدا کوي او دا ډول انسان د انسانيت او شرافت  کمال ته رسول غواړي.

د دغه برخلاف په هر نوع سود کي د دا ډول اخلاقي اوصافو بالکل هيڅ ځای نسته، سودخور د خپل سود په فکر کي وي، دا فکر نسته ورسره چي د مقروض (پوروړي) نفع ده که نقصان؟ نفع يې څونه ده؟ په څونه وخت کي؟ د څومره وخت بعد؟

 سود خور همېشه د خپل ورکړه سوي مال د منافعو او وصول په فکر کي وي، د هغه د زړه غوښتنه دا وي چي پوروړی څنګه کېدای سي ډېر وخت په قرض کي تېر کړي، د وخت په کرار – کرار رفتار کي د سودخور سود ډېرېږي او دی د مديون (پوروړي) د نقصان په غم کي نه دئ، ځکه که د پوروړي نفع وي يا نقصان د ده و کور ته ګټه راځي.

سودخور دومره بې رحمه دئ، چي يو حاجتمند چا ته قرض بېله سوده قطعاً نه ورکوي، آن تر دې پوري که يو چا ته مړی پروت وي، خو د ګور و کفن پيسې ونه لري، او د دغه مشکل د حل لپاره له سودخور څخه قرض اخلي، بيا هم سودخور دې ته حاضر نه وي چي هغه محتاج سړي ته بېله سوده قرض ورکړي، همدا وجه ده چي سودخور د ډېرو حرامو د خوړلو له وجي يې د زړه سختوالی دې اندازې ته رسېدلی وي چي هر ډول وعظ او تبليغ پر ده اثر نه کوي)۱(.

منبع: د سود او قرض مسائل د قرآن او احادیثو په رڼا کي.


)۱( مسئله سود: ص ۱۳۳.

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …