د سويق غزا

بسم الله الرحمن الرحيم

دسويق غزا

نوموړي غزا دلوى اختر په مياشت کي دهجرت په دوهم کال رامنځته سوه .([1])

نوموړي پېښه داسي رامنځته سوه چي ابوسفيان په خپل غچ اخستلو پسي ليونى ځکه ده غوښته چي ديوې خوا دخپل قوم درنګ بدۍ مخه تر يوه بريده ډب کړي او دبلي خوا خپل ډک زړه خالي په همدې موخه يې قسم کړى وو چي تر هغه وخته پوري به دجنابت څخه غسل نه کوي ترڅو دمحمد صلی الله علیه وسلم سره يې جنګ نه وي کړي نو ځکه يې دوه سوه پر آسو سواره نفر يې دجنګ لپاره تيار کړه او دخپلي سيمي څخه را وخوځيده ومدينې ته يې په دوولس ميله فاصله کي په نيب نومي ځاى کي دغره په لمن کي خپلي خيمې ودرولي څرنګه چي ده خو ددې توان نه درلودى چي مخامخ يې دمسلمانانو سره جګړه وکړي نو غوښته يې چي په پټه پر مسلمانانو باندي غلچکي بريد وکړي نو ځکه دشپې په پټه مدينې ته راننوتى حيى بن احطب ته ورغلى غوښته يې چي هغه همکاري ورسره وکړي لاره اوليکه وروښيي خو هغه له دې ويري چي که زه دده سره همکاري وکړم پايلي به يې بدي وي نو ځکه يې دده غوښتنه ونه منل جواب يې ورکړى بيا ابوسفيان راغلئ دبنونضير قوم يو بل مخور کس چي سلام بن مشکم نوميدى هغه ته ورغلئ دهغه څخه يې دننه تللو اجازه وغوښته هغه اجازه ورکړه ميلمستيا يې ورکړه ، لار اوليکه يې هم ورښوده ابوسفيان دشپې په ورستى برخه کي را ووتى خپلو ملګرو ته يې ځان ورساوه دخپلو ملګرو څخه يې يو ډله را روانه کړي دمدينې په يو اړخ کي عريض نومي ځاى ته يې ځان را ورساوئ په دغه ځاى کي يو څه دخرماوو وني وي هغه يې پرېکړي او يوانصاري  صحابي اودهغه يو حليف په خپله مځکه کي وو هغه يې وواژه دستي په چابکۍ سره دمدينې پر لوري وتښتيده .([2])

رسول الله صلی الله علیه وسلم چي کله خبر سو دستي يې دوئ تعقيب کړه خو دوئ په ډيره چابکي سره روان وه اسلامي فوځ پسي ونه رسيدى مګر دهغو څخه په دې موخه ډير مالونه ، شراب ، او نور سامانونه پاته سوي وه چي دخپل ځاى باريې سپکاوۍ اوډير ژر يې ځان رساوه الله جل جلاله  خبر دى چي ددوئ په زړنو کي به څومره وهم وو چي تر هر څه تاوان تير وه خو ځان يې خلاصوى هغه مالونه مسلمانانو ته په لاس ورغلل ټول يې دځان سره يو وړل .رسول الله صلی الله علیه وسلم دوئ تر کرة الکدر نومي ځاى پوري تعقيب کړه نور نه پسي ولاړى  بيرته را وګرځيدى. ودې غزا ته ځکه دسويق غزا ويل سوي ده چي سويق په عربي ژبه کي دشرابو په معنى دى په دې غزا کي هم ددوئ څخه ډير شراب پاته سوي وه ځکه ورته دسويق غزا ويل سوي ده نوموړي غزا دبدر تر غزا دوې مياشتي وروسته سوي ده چي دهجرت دوهم کال وو دلوى اختر مياشت وه کله چي رسول اللهr په دغه غزا کي تشريف وړى دهغه بلي غزا په څير يې دمدينې دنظم چاري و ابولبابة بن عبدالمنذر ته سپارلي .([3])

******

منبع: نبوي غزاوي، مؤلف مفتي عبدالهادي حماد، صفحه: ۳۳، ۳۴، ۳۵.


[1]  : الطبري – التاريخ ٢ \ ٤٨٤

[2]  : ابن هشام – السيرة ٢ \ ٤٢٢ ، ٤٢٣  باسناد صحيح الي عبدالله بن کعب الطبري – التاريخ ٢ \ ٤٨٤ ، الواقدي – مغازي ١ \ ١٨١ .

[3]  : زاد الميعاد ١\ ٩٠ ، ٩١ الطبري – التاريخ ٢ \ ٤٨٤ ، الواقدي – مغازي ١ \ ١٨١ .

دغه هم وګوری

د حق په لټه کي اوسئ!

د حق په لټه کي اوسئ! إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ: يقيناً بېرېږي څوک چي …