مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د شیطان شرارت

د شیطان شرارت

د شیطان شرارت

یو ځل یو کس شیطان ولیدی، هغه ورته وویل چي مردوده! ته ډېر غټ بدمعاش یې، دا تا څه فساد جوړ کړی دی؟

که ته په ارام سره په یو ځای کي ناست وای نو په دنیا کي به امن راغلی وای، هغه مردود په ځواب کي ورته وویل چي زه خو هیڅ هم نه کوم، صرف ګوته لګوم، هغه پوښتنه ځني وکړه چي څه مطلب؟

شیطان ورته وویل چي اوس وګوره! نژدې د یو حلوا والا دکان و، هلته په یو لوښي کي شېره پرته وه، شیطان په شېره ګوته ولړله او پر دېوال یې راکش کړه، مچ راغی، پر شېره کښېنستی، د دې مچ په خوړلو پسي یوه شرمښکۍ راغله، نژدې یو کس کار کاوه، هغه چي شرمښکۍ ولیدله نو څپلۍ یې را واخیستله او شرمښکۍ یې په وویشتله، هغه څپلۍ پر دېوال و موښتله او په میټایي کي ولوېدله، نو حلوا والا را ولاړ شو او په درد یې ورته وویل چي هو، زما میټایي دي په څپلۍ ولي وویشتل؟

اوس د هغو په خپل منځ کي لانجه شول، له یوې خوا څخه د یوه دوستان راغلل او له بلي خوا څخه د بل دوستان را ورسېدل، آخر داسي جګړه جوړه شوه چي د خدای پناه،

اوس شیطان هغه کس ته وویل چي ګوره! ما درته نه وویل چي زه صرف ګوته لګوم.

کله چي هغوی د یوې ګوتي دا فساد دی نو په پوره شیطان کي به څومره خرابي وي. [ملفوظات مولانا تهانوي رحمه الله تعالی]

مأخذ: پاشلي ملغلري، لومړی ټوک، صفحه ۶۲۴./ تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …