د صحابه وو پرهېزګاري:
حضرت محمد بن سیرین رحمه الله وايي: زما په فکر د ابوبکر صدیق رضی الله عنه ډېر تقوا دار به بل څوک نه وي.
یو ځل ابو نعمان رضی الله عنه ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته هغه خوراک راوړی ؤ چي د جاهلیت په زمانه کې یې د جادو په بدل کې تر لاسه کړی و هغه چې وخوړ (او بیا خبر شو)؛ نو بېرته یې قی کړ. (اخرجه احمد في الزهد)
زید بن اسلم رضی الله عنه وایي: حضرت عمر رضی الله عنه ته یو چا پۍ راوړې هغه چي وڅښلي بیا یې پوښتنه تري وکړه چي دادې له کومه کړې؟ هغه ورته وویل: دا د صدقې پۍ دي، حضرت عمر رضی الله عنه ژر په خوله کې ګوته واچوله او ټولې یې بېرته وګرځولې. ( اخرجه مالک و البیهقي کذا في المنتخب ۴/۳۶۰)
مسور بن مخرمه رضی الله عنه وايي: مونږ به د تقوی درس تل له حضرت عمر رضی الله عنه څخه زده کاوه. (اخرجه ابن سعد ۳/۲۹۰)
یحیی بن سعید رحمه وایي: د حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه دوه مېرمنې وې نوموړی به چې د هرې مېرمني په نوبت وو؛ د هابلې د کور په اوبو به یې اودس نه کاوه، څه وخت وروسته نوړی شام ته ولاړ؛ نو دواړه مېرمنې یې هم ځان سره بوتلې، یو ه ورځ دواړه ناروغې شوې او – د خدای پاک کارونه وو- دواړه په یوه ورځ وفات شوې، د جنازي مراسم یې چې پای ته ورسېدل د دواړو لپاره یو قبر تیار کړل شو؛ نو معاذ په دې ورځ هم احتیاط کاوه، خسڼی یې واچاوه او د هرې یوې نوم چې اول را ووت هغه یې لومړی قبر ته ښکته کړه. ( اخرجه ابو نعیم في الحلیة ۱/۲۳۴)
مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې
I see something really interesting about your website so I saved to favorites.
roughly rush [url=http://cialisles.com/#]lowest cialis prices[/url] first lie slowly primary cealis whenever positive lowest cialis prices
necessarily shopping http://cialisles.com/
Of course, what a magnificent website and informative posts, I definitely will bookmark your site.Best Regards!