مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د علماوو اړوند: یو حقیقت دوې تېروتني

د علماوو اړوند: یو حقیقت دوې تېروتني

نه هر #ښه سړی ملا وي او نه #هر_ملا ښه سړی ښه وي!

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو

د پورته خبري د وضاحت لپاره او د ملايانو سره په محبت او نفرت کي د افراط او تفريط لپاره لاندي کرښي مطالعه کړئ:
جذباتي فيصله مه کوئ د عدل په عینکو کي يې تر پايه وواياست که مو تر پایه ونه ویل په هیڅ صورت زما په نظر نه سی پوهېدلای که مو مناسبه بلل نور هم په خبر کړئ!
۱: يقيني ده چي دعلماوو فضائل په قرآن، حديث او دبزرګانو په ويناوو کي راغلي دي د مثال په ډول:
الف: الله جل جلاله فرمايي:
انما يخشی الله من عباده العلماء.
ژباړه: دالله تعالی څخه ښه بېرېدونکي خلک علماء دي.
ب: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
علماء د انبياوو وارثین دي … الحديث
ج: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ان الله تعالی قال من عادی وليا فقد اذنته بالحرب.
ژباړه: الله تعالی فرمايي: که څوک زما د ولي سره دښمني اختيار کړي زما ورسره دجنګ اعلان دی.
امام ننوي رحمه الله په آداب حملة القرآن کي د امام ابوحنیفه رحمه الله او امام شافعي رحمه الله په حواله ليکي چي که عالم د الله تعالی ولي نه سي نو الله تعالی ته ولي نه سي پيدا کېدلای.
د: د بزرګانو مشهوره وينا ده چي دعلماوو غوښي مسمومي دي چا که وخوړې يعني غيبت يې وکړ ضرور به هلاکيږي.
۲: يو عالم فرمايي: علماء درې ډوله دي:
الف: علماء الملة
ب: علماء الدولة
ج: علماء الامة.
لومړۍ ډله علماء امر بالمعروف او نهي عن المنکر دقرآن او حدیث په رڼا کي کوي ، فتوا ورکوي ددې پروا نه کوي چي د خلکو د مزاج سره يې فتوا برابره ده که يا؟
دوهمه ډله علماء د وقت حکومت ته ګوري چي هغوی څنګه اړتيا لري بس د هغوی د اړتيا مطابق ورته فتوا ورکوي قرآن او حدیث ورته جوړوي.
درېيمه ډله علماء يو ځلي دخلکو نظرونو ته ګوري هيڅکله داسي فتوا نه ورکوي چي خلک ورباندي نا راضه کيږي.
۳: ملا دوه ډوله دی:
الف: اصطلاحي ملا
ب: علمي ملا
اصطلاحي ملا هغه دی چي صرف تر عامو خلکو يې علمي سويه په ديني مسائلو کي زياته وي دعلمي ملا شرطونه يې نه وي بشپړ کړی
علمي ملا ډېر شرايط لري زه به يې دشيخ الاسلام محمد تقي العثماني په يوه خبره کي اکثره شرطونه واضح کړم هغه داچي شيخ صاحب فرمايي هغه کس دريېم قسم امي دی چي د مدرسې سبقان يې ټول خلاص کړي وي، فارغه سوی وي په عامه اصطلاح لنګوټه يې تړلې وي تر څو دغه کس دخپل مذهب په ټولو مسائلو کي د قرآن او حديث داثبات قابليت ونه لري ، دافتاء اصول، علوم القران، علوم الحديث….. او داسي نور يې په ذهن کي نه وي عالم نه بلکي امي بلل کیږي.
بناء زموږ په ټولنه کي ممکن بيخي ډېر اصطلاحي ملايان وي لکه زه ( حماد) خو علمي ملايان ډېر کم وي.
۴: د هر قسم ګناه څخه يوازي انبياء عليهم السلام معصوم دي دعلمي او اصطلاحي دواړه قسمه ملايانو څخه ګناه او تېروتنه ممکنه ده که کومه ګناه ځني سوې وي او بيا يې توبه باندي ايستلی وي بد خلک نه دي.
۵: دعلمي ملايانو څخه د ګناه او اشتباه د پېښيدو چانس کم دی نسبت اصطلاحي ملايانو ته.
۶: پورته خبري يو حقيقت دی خو د ملايانو اړوند يوه تېروتنه داده چي که فرضا د يوه يا څو ملايانو څخه اشتباه پيښيږي نو يو څوک ټول ملايان يا اکثره ملايان بد بولي په تأسف بايد ووايم چي ځيني خلک علاحده پسي ګرځي چي ديوه کس اشتباه پيدا کړي او بيا د ټولو ملايانو د بد نامۍ لپاره يې وکاروي که علم هيڅ فائده نه وي ورته کړې وجدان خو انساني فطرت دی.
۷: بله اشتباه يا تېروتنه دملايانو اړوند داده چي مخلصين بيا دهر قسم ملا داسي دفاع کوي چي ګواکي دوی انبياء دي هيڅ ډول تېروتنه نه ځني کيږي
یو تخریخ حقیقت !
که څه هم د اخبره پر ما غټه ده ځکه خپله د ټیټي سویې سړی یم خو ژوند مي د علماوو په حضور او خدمت کي تیېر سوی دئ، ځکه زه په ډېر تاسف وایم، چي یو لړ تېروتني سته البته په ټولو مدرسو کي نه بلکي زموږ د افغانستان په اکثره سیمو کي او دپاکستان په پښتني سیمو کي ،چي باید یادي یې کړو:
الف: لومړۍ تېروتنه داده: شاګرد، چي کله د صحراء څخه راسي، د لته په یوه حجره کي اوسیږي د مسجد ملا امام یوازي هغه کتاب ورته وايي، چي شاګرد یې غوښتنه وکړي سره ددې چي باید استاد څو کاره وکړي:
۱: د شاګرد تربیت ته وخت ورکړي.
۲: د شاګرد دسویې او نصاب له مخي درس ورته ووایی.
۳: هغه وخت بل کتاب ورته شروع کړي ، چي ویل سوی کتاب زده کړي، یعني امتحان ځني واخیستل سي.
ب: دوهمه تېروتنه داده کله ،چي شاګرد د صحراء څخه راسي نو چي زړه یې وغواړي هلته اوسیږي، چي زړه یې وغواړي، هلته سبق وايي، چي زړه ووايي هغه کتاب وايي، که کتاب زده کړي که یې زده نه کړي هیڅ څوک د پوښتني نه لري ، چي زړه یې وغوښته حاضري ورکوي که نه غیر حاضر وي، او کتاب،چي یې څومره خوښه وي تر هغه ځایه یې وايي او دا کتاب که زده کړي که یې زده نه کړي بل کتاب شروع کوي استاد هم څه نه ورته وایي.
ج: درېیمه تېروتنه داد، چي کله شاګرد فارغه کیږي تر فراغت پوري د سیرت مضمون نه لري، د علوم القران مضمون نه لري، د فتوا د ورکړي د اصولو لپاره مضمون نه لري او کله ، چي فارغه سي نو بیا مفتي هم وي، قاري هم وي جامع العلوم هم وي.
د: څلورمه تېروتنه داده، چي د فارغه کېدو لپاره معیار نسته کومي مدرسې، چي فارغین ډېر لري هر څوک، چي ورسي دوی یې نوم لیکي او دستار بندي ورکوي که نه تاسو یې تجربه کړئ، هر سړی ، چي پر سنت برابر وي په دوره کي نوم لیکنه کیږي او د فراغت دستارورتړل کیږي، په ډېر معذرت په ډېر معذرت باید ووایم، که څه هم ما نا اهله ته داخبره مناسبه نه ده خو مجبوریت دئ، هغه خبره دا چي که دغه مدرسې، چي دا ډېر فارغین لري، امتحان اعلان کړي بیخي لږ کسان به پاته سي خو متاسفانه ، متاسفانه، چي مدرسو والا هم پوهیږي، چي که امتحان واخلو ضرور به زموږ د دورې طالبان کم سي دا کار نه کوي والی الله المشتکی ، دا په دې معنی نه دي، چي ددغو ډېرو فارغینو والا نو خدای مه کړه علمي سویې ټیټي دي دا حقیقت هر څوک تسلیموي، چي ستر علماء دي خو د فارغینو اړوند یې دا مسؤلیت سته ، چي فارغین باید معیار ولري.
او د اخبره هم د منلو ده، چي په قدیمو وختونو کي امتحانونه نه وه البته هغه مهال تقوا وه او هغه کسان هیڅ نه سوای چلېدای، چي په حقه ملایان نه وای اوس خو هیڅ توپیر نسته، هیڅ ملا او نه ملا سره معلومیږي، ماته هم خلک ملا وايي، حال داچي زه صرف د ملایانو خادم یم، بلکي په ځینو مشهورو جامع ګانو کي بیخي ټيټي سويې والا خلک سته تر ښو علماوو خلک ډېر ورته احترام لري او زموږ عام خلک خو بیا بیخي یوازي ظاهري شکل او د اواز ښکلا ته ګوري.
او د بله اړخه نوري مدرسې سته، چي بشپړ نصاب لري، یادي تېروتني یوه لا هم پکښي نسته، د شاګرد تربیت، د شاګرد حاضري، د شاګرد دسویې مطابق صنف او درجه، د شاګرد څخه امتحان، د شاګرد د ادارې تر اصولو لاندي ژوند کول، په نصاب کي د مروجه فنونو سره د سیرت، علوم القران، فتوا او داسي نور مضامین هم سته بدبختانه،چي ددغسي مدرسو فارغه شاګردان هم لږاو د هغو مدرسو علماء یې هم غندي، چي بې امتحانه او بې صنفونو شاګردانو ته ددوی په خوښه کتابونه وايي ، بلکي داسي قانوني مدرسې د ملایانو په پوښ کي مکتبونه بولي حال داچي کوم کتابونه دوی ورته وايي دغه قانوني مدرسې یې هم ورته په ځینو کتابونو او امتحان لا بالابود، د تربیت په مضون او روزلو لا با لا بود، همدا ډول ځیني لا داسي هم سته، چي دغه قانوني مدرسې په وهابیت هم متهموي.
په ډېر تاسف باید ووایم، چي دپورته تېروتنو لامله لاندي مشکلات رامنځته سوي دي:
الف: دغسي خپل سري او بې معیاره فارغه کسان البته ټول نه ځیني به یې بیا په فتواوو کي نه خطاوزي؟
بیا به دخلکو زکاتونه د ملایۍ په اجرت کي ځان ته نه روا کوي؟
بیا به د مذهب علماء، چي تر دوی یې خدمت ډېر کړی وي نه بدناموي؟
بیا به په بدیو کي دخلکو د لوڼو ورکولو نکاحوي نه تړي؟
بیا به د ناروا تعویذونو او کوډو لپاره ډول ډول لاري نه پیدا کوي؟ صحیح تعویذ منونکي او د ناروا تعویذ څخه منکرین به یې بیا وابیان نه بولي؟ بیا به داسي (کسان ټول نه ښيم ځیني) داسي نه وي، چي د حقیقي پیرانو لمن به نه نیسي د شریعت مخالف پیران به خلکو ته صحیح نه معرفي کوي؟
کله،چي یې یوه مسئله د خولې ووتل بیا به نه پر ټینګيږي؟ د کومو معیاري علماوو په جود کي که ددوی د عزت خطره وه هغوی به بیا نه بدناموي؟
ب: کوم کسان، چي دلویه سره یې ددین سره محبت نه لري، خپله په ګناوو کي شکیل دي او ملایان حضرات یې بد یادوي طبعي خبره ده، چي دداسي کسانو د ملایانو څخه بد راځي ایا دغسي ګناهکاره کسان به بیا په مثال کي دغسي ملایان نه وړاندي کوي، چي د صحیح ملایانو پر حیثیت داغ وي.
ج: ډېری پاک کسان به ددغسي ملایانو د کړنو په وجه دهغو خلکو ملګري کيږي، چي هغوی د لویه سره دملایانو مخالف دي.
د: د کفارو د فکري جنګ یوه دسیسه داده، چي د ولس او علماوو په منځ کي جلا والی راولي او علماء بد نام کړي ایا د کفارو دغه سیسه به بیا ددغسي ملایانو په وجود کي کامیابه نه سي؟ عام خلک به بیا پر علماوو بد ګومانه سي؟
عجیبه لا دا:
هغه ملا ، چي قانوني یې ټول درسونه ویلي وي هغه لا هم شیخ عثماني صاحب تر ډېره وخته امي بولي نو ، چي په داسي ډول فارغه وي دا نو څنګه وي؟
فیصله!
۱: هر ملا د نبي وارث دئ خو ملا خپل تعریف لري هر څوک ملا مه بولئ یو ځلي داخبره معلومه کړئ، چي دغه کس ملا دئ، د ملایۍ اسناد ځني وغواړئ البته اصولي اسناد طلب کړئ، چي دی یې په معیاري ډول فارغه کړی وي.
۲: هره مدرسه پاکه ده البته هره اداره مدرسه نه سي بلل کېدای.
۳: هر فارغه کس ملا دئ، البته د هر چا فراغت معیار نه بلل کیږي.
۴: هغه مدرسې، چي امتحان او پوښتنه نه لري د هغو مدرسو څخه هم داسي وتلي کسان فارغه ما لیدلي دي، چي زه ورته ګوته په غاښ یم پر هغو ټولو هم بد ویل مناسب نه دي.
هیله!
۱: د الله په خاطر د ملایانو په نوم بد مه وایاست که د ملا په پوښ کي چا بد کړي وي لطفا هغه کس یا اصطلاحي ملا یاد کړئ او یا هم د ملایانو په جامو کي ننوتلي قاچاق بر یاد کړئ، منم، چي د علمي ملا څخه به ګناه کیږي خو ډېر کم.
۲: خدای مه کړه که مي ژبه تنده تللې وي ماته په خپله بزرګوارۍ عفوه وکړئ او زه دا نه وایم، چي زما خبري ټولي صحیح دي دا صرف زما نظر دئ بیخي ممکنه ده، چي زما نظر غلط وي، زه د خپل نظر د دردېدو لپاره هیڅ دلیل نه غواړم، چي هر چا زما خبري رد کړې بس هغه خبري صحیح ده، زه نه پیغمبر یم او نه دصحیح نظر ورکولو وثیقه لرم.
ستاسو ورور:

مولوي عبدالهادي حماد، جامعه اسلامیه حمادیه قندهار ۱۳ رمضان ۱۴۴۱ ه ق

دغه هم وګوری

د ژمي اړوندڅو خبري!

د ژمي اړوند څو خبري! ۱: #په ژمي کي يخ، باران او واره غالبا وي، …