مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د غمجن کس څخه د يوه حکيم دوې پوښتنې!

د غمجن کس څخه د يوه حکيم دوې پوښتنې!

د غمجن کس څخه د يوه حکيم دوې پوښتنې!

(د غم سپکولو اړوند يو حکيمانه جواب!)

يو کس چي د ډېرو مشکلاتو سره مخ سوی وو، زړه يې د غمونو ډک وو د يوه حکيم څخه يې د خلاصون لاره و پوښتل
حکیم دده د پوښتني په بدله کي دوې نوري پوښتني وکړې

لومړۍ پوښتنه:

ايا ته چي دنیا ته راتلې ددغو مشکلاتو څخه يو درسره وو؟
غمجن کس ورته وویل:
يا!

دوهمه پوښتنه:

ايا ته چي ددنیا څخه ځې ددغو مشکلاتو څخه به يو درسره ورې؟
غمجن کس ورته وویل:
يا!

حکیم ورته وویل:

په هغه شی کي فکر مه کوه چي نه تا له ځان سره دنیا ته راوړی وي او نه يې ددنیا څخه درسره وړې.
مشکلات وزغمه!
داسمان لوري تر مځکي ډېر ګوره!
هغه رب چي د مشکلاتو راوستل يې په اراده سوي دي هغه بيخي پر دې قادر دئ چي ډېر ژر مشکلات درڅخه ليري کړي.
کومه انرژي چي په غم کي په فکر وهلو مصرفوی هغه والله تعالی ته په توجه کولو مصرف کړه

يادونه:

هيله ده نشر يې کړئ ، ممکن ستاسو د يوه غمجن ورور د زړه څخه غم سپک سي.
دغمجنو غم رازي لوی ثواب دئ.

په درنښت ستاسو ورور

مولوي عبدالهادي حماد ۴ / جمادي الاولي ۱۴۴۳ ه ق

دغه هم وګوری

د ریا بدوالی

أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ: خبردار! خاص الله جل جلاله لره هغه دين دئ چي هغه …