مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د قبر عذاب او د خلاصون لار!

د قبر عذاب او د خلاصون لار!

عن معاذ بن جبل رضی الله عنه قال قال رسول الله ماعمل آدمي عملاً انجي له من عذاب القبر من ذکر الله.([1])   ژباړه: د حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه  څخه روايت دى چي رسول الله ﷺ وفرمايل : د الله جل جلاله د ذکر څخه زيات بل عمل د انسان لپاره دقبر د عذاب څخه خلاصون ورکونکى نسته.

فايده:- د قبر عذاب څومره سخت شى دى ددې څخه هغه خلګ خبر دي چي  مخته يې هغه حديثونه تېر سوي دي چي پکښي د قبر عذاب راغلى دى.

حضرت عثمان رضی الله عنه به چي کله هديرې ته ولاړى نو دومره به يې و ژړل چي مبارکه ږيره به يې لنده سوه . يو چاپوښتنه ورڅخه وکړه چي تاسو د جنت او دوزخ د ياد څخه دومره نه ژاړئ څومره چي د قبر په ليدو سره ژاړئ؟ ده مبارک وفرمايل: قبر د اخرت د منزلونو څخه اول منزل دئ څوک چي په دې منزل کښي خلاصون پيدا کړى،وروسته ټول منزلونه  به ورته اسانه سي او څوک چي ددې منزل څخه خلاصون پيدا نه کړي وروسته ټول منزلونه  به ورته ګران وي. بيا يې درسول الله r يوه پاکه خبره واورول چي رسول الله ﷺ به فرمايل : ما تر قبر بل هيڅ د بيري ځاى نه دى ليدلى.

حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايي : رسول الله ﷺ به تر هر لمانځه وروسته د قبر د عذاب څخه پناه غوښتل.

حضرت زيدرضی الله عنه فرمايي: چي رسول الله ﷺ وفرمايل: چي زما سره داخطره ده چي تاسو به د بيرى په خاطر د مړو ښخول پرېږدي کنه نو مابه دعا کړي واى چي الله جل جلاله تاسو ته هم د قبر عذاب در واوروي دانسانانو او پېريانانو څخه پرته نو رټوله ساه لرونکي مخلوقات د قبر عذابونه اوري .

په يوه حديث شريف کښي راغلي دي چي رسول الله ﷺ يو واري په سفر ولاړى چي درسول الله ﷺ اوښه  وتورېدل. يو چاپوښتنه وکړه چي د رسول الله ﷺ په اوښه څه وسول؟ رسول الله ﷺ وفرمايل: چي ويو سړى ته د قبر عذاب ورکول کيږى د هغه اوازونه اوري .

يو وار رسول الله ﷺ و مسجدته تشريف يوړى څو کسان يې ولېدل چي په زوره، زوره يې خندا کول رسول الله ﷺ وفرمايل که چيرى مو مرګ ډېر ډېر يادولاى نو دا خبره به نه واى. پر هر قبر يوه ورځ دا سي نه تيريږى چي په هغه کښي دا اعلان نه کيږي : زه د نا اشنايۍ کور يم(دخاورو، د چينجيو او د ځناورو کور يم) کله چي يو مومن ( د پوره ايمان درلودونکى) په خاورو کښي د فن سي نو قبر ورته وايي. ستا راتګ دي مبارک وي تا ډېر ښه وکړه چي راغلي. څومره خلګ چي زما پر شا (مځکه باندي) ګرځېدل. په هغه ټولو کښي ته ماته خوښ وي. نن وماته وسپارل سوى نو زما ښه رويه  به هم ووينى تر دې وروسته قبر دومره پراخ سي چي سترګي ديد کوي اود جنت يوه دروازه  په قبر کښى خلاصه سي چي په هغې سره د هغه ځاى هواګانى خوشبويۍ او نور ورسيږي. او کله چي کافر يا فاجر (بدکاره) په خاورو کښي دفن سي نو قبر ورته ووايي چي ستا راتګ دي سپېره  او نامبارک وي، څه ضرورت و ستا د راتلو لپاره، څومره  انسانان چي زما پر شا ګرځېدل په هغه ټولو کي زما ستاسره بغض (کينه) وه. نن ته وماته حواله  سوي نن به زما معامله ووينى تر دې وروسته مځکه دومره زور پر وکړي چي پښتۍ به يې يو په بل کي داسي سره ننوځي لکه دلاس په لاس کښي اچولو سره ګوتى چي يو په بله سره ننوځي تر دې وروسته  (٩٠) يا (٩٩) افي  ماران پر هغه باندي مقرر سي چي دى به چيچي او  تر قيامته پوري به ورسره داسي کوي.

رسول الله ﷺ فرمايلي دي : که چيري د هغو اژدهاګانوڅخه يو په مځکه کي ساه وکاږي نوتر قيامته پوري به په مځکه کښي واښه راشين نه سي. تر دې وروسته رسول الله ﷺ وفرمايل چي قبر يا دجنت يو باغ دى او يا د دوږخ يوه کنده ده.په يوه حديث شريف کښي راغلي دي چي رسول الله ﷺ پردوو قبرونو باندي تيرسو او وې فرمايل: چي دې دواړو ته عذاب ورکول کيږى، يوه  ته د چغلۍ د جرم په خاطر عذاب ورکول کيږي او بل ته د بولو څخه د ځان نه ساتولو په خاطر عذاب ورکول کيږي چي بدن يې د بولو څخه نه ساتى . تاسو په معاصر وخت کي فکر ووهى چي ځان متمدن بولي استنجا وهل عيب ګڼي ، په استنجا پسخند وهي. علماؤ کرامو د بو لو څخه ځان نه ساتل کبيره ګناه ښودلي ده.

ابن حجر مکى رحمه الله ليکلي دي چي په صحيح روايت کښي راغلي دي چي د قبر اکثره عذابونه د بولو څخه دځان نه ساتلو  په خاطر ورکول کېږي.

په يو ه حديث کښي راغلي دي چي په قبر کښي به اول د بولو پوښتنه کيږى. لنډه دا چي د قبر عذاب ډېر سخت شى دى او څنګه  چي ددې په کيدلو کښى ځينى ګناهونه خاص داخل دي يعني لکه څرنګه چي دقبر عذاب په ځينو خاصو اعمالو سره لاسته راځي همدا ډول ددې عذاب څخه په خلاصيدو کښي هم ځنو عبادتونو ته خصوصي شرافت حاصل سوى دى لکه چي په ډيرو حديثونو کښي راغلي دي چي سورت الملک (تبْرک الذى) هره شپه ويل د قبر د عذاب څخه د خلاصېدو سبب دى او همدا ډول ددوزخ د عذاب څخه د ساتلو سبب دى او الله جل جلاله د ذکر په باره کښي پورتنى حديث خو خامخا دى .

منبع: فضائل الاعمال، د ذکر فضال | تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه.


([1] ) اخرجه احمد کذافي الدر والي  احمد عزاه في الجامع الصغير بلفظ انجى له من عذاب الله ورقم له با لصحة و في مجمع  الزوائد رواه احمد و رجاله رجال الصحيح الا ان زيادلم يدرک معاذا ثم ذکره بطريق آخر و قال رواه الطبرانى ورجاله رجال  الصحيح قلت و في المشکوة عنه مرفوعاً بلفظ ماعمل العبد عملا انجى له من  عذاب الله من ذکر الله وقال رواه مالک و الترمذى و ابن ماجة آهـ قلت و هکذا رواه الحاکم و قال صحيح الا سناد و اقره  عليه الذهبي و في المشکوة برواية البيهقى في الدعوات عن ابن عمر مرفوعاً بمعناه قال القارى رواه ابن ابي شبيه و ابن ابي الدنيا و ذکره في الجامع الصغير برواية البيهقى في الشعب و رقم له بالضعف و زادفي اوله لکل شىئ صقالة و صقالة القلوب ذکر الله و في مجمع الزوائد برواية جابر مرفوعاً نحوه وقال رواه الطبرانى في الصغير والاوسط و رجالهما رجال الصحيح آهــ

دغه هم وګوری

لنډه قصه ؛ او يوه هيله!

لنډه قصه ؛ او يوه هيله! |لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد مامون خليفه یوه ورځ د …