مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د قربانۍ حکمونه او آداب

د قربانۍ حکمونه او آداب

د قربانۍ حکمونه او آداب

لاندې کارونه د قربانۍ په اړه په پام کې ونیسئ تر څو له پوره ثواب نه برخمن شئ:
۱-یواځې د الله تعالی د رضا او د ثواب ګټلو په لټه کې اوسئ الله تعالي فرمايي:

لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَٰكِن يَنَالُهُ التَّقْوَىٰ مِنكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ ۗ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ [الحج:۳۷]

(الله تعالی ته د قربانۍ غوښې او وینې هیڅکله نه رسیږي خو یواځې ستاسې تقوا-د نیت اخلاص-ور رسیږي).

۲-د قربانۍ غویی کم تر کمه باید دوه کلن وي، اوښ پنځه کلن اوزه چې یو کال ولري او وری که شپږ میاشتنی وي چې له یو کلن سره یې توپیر نه کیږي هم صحیح دی.

۳- د غوايي او اوښ په قربانۍ کې اوه نفره برخوال کیدای شي په دې شرط چې د ټولو نیت او قصد قرباني وي.

۴- که څوک ۸۵ګرامه طلا(سره زر)ـ چې شرعي نصاب دی ـ ولري یا د دې په ارزښت نقدې پیسې، دکان، ځمکه یا تجارتي توکي ولري پر ده قرباني واجب ده، او که ۱۴۰مثقاله نقره(سپین زر)یا یې معادل ولري غوره ده چې په قربانۍ کولو اقدام وکړي، خو که ماشوم زیاته پانګه هم ولري قرباني پرې واجب نه ده.

۵- پانګه وال که پوروړی وي که له پوره پاتې پانګه یې دومره وي چې شرعي نصاب ته رسیږي پر ده هم قرباني واجب ده اوکه پور یې ټوله پانګه نیوله او لږ څه ورته پاتې کیدل نو بیا پرې واجب نه ده.

۶-هغه حیوان(ژوی)چې قرباني کیږي باید له عیبونو څخه (لکه: ړوندوالی،کوڼوالی،ګوډوالی، ډیرې خوارۍ چې په لاره نشي تلای او…)پاک وي.

۷-غوږ او یا لکۍ باید د دریمې برخې په اندازه نه وي پریک شوې، او ټول ښکر یې باید مات نه وي خو هغه حیوان چې ښکر نه لري یا له نیم نه یې زیات ښکر نه وي مات شوی او یا د غوږ لږه اندازه پریک شوي وي ستونزه نه لري.

۸- د قربانۍ ژوی چې څومره مزی او روغ وي ثواب یې ډېر دی.

۹- د قربانۍ د وخت پيل د اختر ترلمانځه وروسته او د دریمې ورځې تر لمر پریواته وړاندې دوام لري که څه هم په لومړۍ ورځ قرباني کول غوره دي خو په شپې کې له یو لړ کراهت سره سره جواز لري.

۱۰-که تر اختر لمانځه وړاندې قرباني وشي، قرباني نه ګڼل کیږي یواځې د غوښې خوراک لپاره حلاله شوې خوکه په دښته اوبیابان کې چې هلته د اختر لمونځ نه کیږي د سهار طلوع(ختل)کافي دي.

۱۱- پر چا چې قرباني لازم وي او د دریمې ورځې تر لمر پریوتو یې قرباني ونه کړه نو د قربانۍ پیسې دې وروسته فقیرانو ته صدقه ورکړي.

۱۲- قرباني د هغه چا لپاره چې مخکې فوت(مړ) شوی وي هم صحیح دی.

۱۳-د قربانۍ غوښه کولی شې چې په دریو برخو وویشې: یوه برخه د ځان لپاره ،بله برخه د ډالۍ او دوستانو د میلمستیا لپاره او بله برخه فقیرانو ته د صدقې په موخه، خو فقیرانوته چې څومره زیاته ورکړه شي ثواب یې زیات دی، ان تر دې چې که یو پسه فقیرې کورنۍ ته ورکړل شي تر څو یې په وکالت ذبح کړي او غوښه یې د ځان لپاره مصرف کړي.

۱۴-د قربانۍ وړۍ ویستل(سکلول)یې ستونزه نه لري خوکه پوستکی یې ترې جلا کړ باید پوستکی یا قیمت یې که خرڅ یې کړ داسې چا ته ورکړي چې فقیر وي، او یا په هغه دې د طالب العلمانو لپاره اسلامي کتابونه واخلي او یا دې پرې داسې څه واخلي چې خپله او نور ترې ګټه پورته کړي.

۱۵- غوره خبره داده چې هر څوک خپله قرباني په خپله ذبح کړي،ـ که کولی یې شي ـ ښځې هم کولی شي چې خپله قرباني ذبح کړي، البته که قصاب یې ذبح کړي نو غوښه یا پوستکی به یې په اجوره کې نه ورکوي، په همدې توګه د جومات امام ته د قربانۍ پوستکي ورکول د معاش په ډول درست نه دي خو که هغه فقیر وي او دا یې شرط کړي نه وي چې پوستکي به درکوو بیا څه ستونزه نشته.

را لېږونکی: قاري عبید الله عابد، ننګرهار

دغه هم وګوری

اسلامي لارښووني

اسلامي لارښووني ليکنه: عمر بن موسى الحافظ ژباړه: مولوي شبير احمد درنو لوستونکو! ځيني هغه …