مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د مذهب په حقیقت دپوهاوي لپاره یو مثال

د مذهب په حقیقت دپوهاوي لپاره یو مثال

د مذهب په حقیقت دپوهاوي لپاره یو مثال|تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

ددې مثال داسي دئ لکه چي څوک ځان ديو هيواد په قانون پوهول غواړي نو داسي نه کوي چي پر خپل سر باندي کتابونه مطالعه کړي، بلکي دخپل سري کتابونو پرځاى يو قانونپوه ته ورځي دهغه څخه زده کړه کوي.که دغه کس د يوه داسي قانونپوه څخه زده کړه کړې وي چي دهغه پوهه منل سوې وي، پوښتونکي کس ته هم داثابته وي چي دغه کس زما سره دوکه نه کوي، بلکي په صحيح ډول قانون راته  ښيي. اوس نو که دغه قانونپوه ده ته دقانون دکوم ټکي وضاحت او څرنګوالى کړى وي نو دى پوره  اعتماد باندي کوي، که نوموړي کس ته چيري يو ځاى کوم کتاب په لاس ورسي او په هغه کتاب کي داسي يوه جمله وويني چي دقانونپوه دوينا سره په ټکر کي  وي  نو ده ته پکار نه ده چى دى دا ووايي، چي قانونپوه پر غلطه باندي دئ، ددې کتاب خبره صحيح ده، بلکي ورته پکارده چي داسي فکر وکړي چي د قانونپوه خبره درسته ده اوزه په هغه عمل کوم. داچي په دې کتاب کي د قانون دخبري خلاف وينا سوې ده نو اصلا زه ددې کتاب په جمله نه يم پوه سوى اوصحيح مطلب مي نه دئ ځني اخيستى؛ ځکه دقانون دکتابونو څخه هرڅوک صحيح مطلب نه سي پورته کولاى، بلکي ددې کار لپاره پوره مهارت او تجربې ته اړتيا سته. پورتنى مثال پر قرآن او حديث باندي صادقيږي يعني داچي څوک دقرآن او حديث څخه د شرعي احکامواستنباط کوي کلکه دې ته اړتيا لري چي په ديني علومو کي پراخ مهارت اوبرلاسى ولري. همدا لامل دئ چي زموږ علماوو فرمايلي دي: عاموخلکو ته هيڅ  اجازه نه سته چي مستقيما دقرآن او حديث څخه دمسائلو استنباط وکړي، بلکى دوى ته پکار ده چي فقيهو علماوو ته رجوع وکړي.

منبع: حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دی! ، تألیف: مفتي عبدالهادي حماد، صفحه ۷۴.

دغه هم وګوری

دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه، ديوه مړي ژوندي کېدل

دقبر دعذاب يوه عبرتناکه قصه ديوه مړي ژوندي کېدل يوه قصه چي دقبر دعذاب اړونده …