د مور مینه

د مور مینه

د سر شمېرنې مامور مخامخ دروازې ته ودرېد، په نرمه موسکا یې وویل:

  • سلام مورې! تاسو په کور کې څو کسان یئ؟ غواړم تذکرې یې راکړې چي سر شمېرنه کوو.

بوډۍ له دروازې سر را وایست، ترخه موسکا یې وکړه، مخ یې واړاوه، وروسته یې د اوښکو ډکې سترګې ور واړولې، د سر شمېرنې مامور ته یې وویل:

  • اوس موږ مه شمېره، سبا ته راشه.

د سر شمېرنې مامور وویل:

  • مور جانې په نن او سبا کې کوم فرق نه شته، ولې سبا ته مو په کور کې کسان ډېرېږي که څنګه؟

بوډۍ ترخه موسکا وکړه، ویې ویل:

  • هو کېدای شي سبا ته زما زوی راشي، ۳۰ کاله کېږي چې تللی دی، خو تر اوسه نه دی راغلی. کېدای شي سبا ته راشي او موږ دوه کسان شو.

د کور څنګ ته د یوه کوچني پلورنځي مالک د مامور او بوډۍ خبرې  واورېدې ژر یې د بوډۍ دروازې ته ځان ورساوه د سر شمېرنې مامور ته یې وویل:

  • دا ۲۹ کاله کېږي چې کله دا بوډۍ له کور بهر وځې کلي ماته راکي او راته وایي، که زوی مې راغی او زه نه وم د کور دا کلي ورکړه، څو په کور کې آرام وکړي، هغه به په لاره کې ډېر ستړی او بې خوبه شوی وي.

د سر شمېرنې مامور چي د دوکاندار خبرې واورېدې، پر مخ یې اوښکې راغلې سترګو ته یې دواړه لاسونه ونیل، سوړ اسوېلی یې ویست…. ورو یې د بل کور د دروازې پر لور حرکت وکړ.

(مور په دې جرم چي تر پښو لاندې یې جنت دی، دنیا یې د ځان لپاره دوزخ کړې!)

مأخد: سل کیسې ، سل رازونه/ تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

دغه هم وګوری

د الله جل جلاله مینه!

ژباړه: غلام عمر عبدالله اې د آدم بچیه : له هیڅ واکداره ډار مه کوه …