مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د پنځلسي په شپه عبادات او خرافات!

د پنځلسي په شپه عبادات او خرافات!

د پنځلسي په شپه عبادات او خرافات!

مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن سلامي راډیو
ښکاره خبره ده، چي د پنځلسی شپه بهترینه شپه ده البته شیطان پر هر ځای باندي کمین نیسي څو مسلمانان یا په ګناهونو برباد کړي او یا هم دننه په دین کي داسي لاري ورته جوړي کړي، چي نوم ددین ورکړي خو اصلا د دین نه وي، چي دې کار ته بدعت وايي او دا هم د ګمراه کېدو لاره ده.
له همدې وجهي د پنځلسی دشپې په اړه څو خبري په نظر کي نیول پکار دي:
۱:  په دې شپه عبادات درې ډوله دي:
الف: هغه عبادات، چي په صحیحو احادیثو ثابت دي، باید د ګټو څخه یې مسلمان ځان برخمن کړي.
ب: هغه عبادات، چي اصل نه لري علماوو بدعات بللي دي، باید ځان ځني وساتل سي.
ج: هغه عبادات، چي په ضعیفو احادیثو ثابت دي، نه کول یې غوره دي، ځکه کوم عبادات، چي په یقیني احادیثو ثابت دي هغه خورا ډېر دي که یو کس هغه تر سره کړي لوی همت به وي او که یې هغه پوره نه وي کړي او بیا دضعیفو احادیثو په استدلال عمل کوي ښه نه دئ.
۲:  هغه عبادات چي د پنځلسی په شپه يې ګټي په  صحیحو حديثونو ثابتي دي:
الف:  دهمدې شپې عبادت او فضائل په خورا زیاتو احادیثو او روایاتو باندي ثابت دي، او همدا ډول د وتلو صحابوو څخه په دې شپه عبادات ثابت دي، چي له جملې څخه یې: حضرت ابوبکر رضي الله عنه، حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنه ، معاذ بن جبل رضي الله عنه، ابو ثعلبة رضي الله عنه او داسي نور….ځکه نو دعبادت اهتمام کول یې درسو ل الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین پیروي ده. فتاوی قاسمیه:۱۱\۵۹۳
ب: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
الله جل جلاله د پنځلسی په شپه ټول ګناهکاران بخښي یوازي مشرک کافر نه بخښي او حسدګر نه بخښي.(۱)
ج: عایشه بي بي رضي الله عنها فرمايي:…..رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمايل: ته خبره یې ، چي دا کومه شپه ده؟ ما ورته وویل: الله جل جلاله او د الله جل جلاله رسول ښه ورباندي خبر دي،  رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: دا دپنځلسي شپه ده، الله جل جلاله په دې شپه خپل خاص رحمتونه نازلوي، هر څوک، چي په دې شپه دالله جل جلاله څخه رحم وغواړي ، الله جل جلاله رحم ورباندي کوي او هر څوک، چي په دې شپه باندي د الله جل جلاله څخه مغفرت وغواړي الله جل جلاله ورته بخښه کوي یوازي حسد ګر خلک، چي د حسد له امله یې دنورو څخه خوابده وي هغه الله جل جلاله پر خپل حال باندي پریږدي یعني عفوه نه ورته کوي.(۲)
تنیه: دا چي موږ او تاسو عاجزه یو ګناهونه راڅخه کیږي نو په دې شپه عبادت او د مغفرت غوښتنه به بختور سړی کوي، ځکه په دې شپه الله جل جلاله دبخښي وعده کړې ده، او همدا ډول خورا ډېري ستونزي او غوښتني لرو همدا شپه یې د غوښتلو ده، که څوک په دې شپه خپلي غوښتني رب جل جلاله دي پیش کړي همدا یې شپه ده ، دپوره کولو وعده یې الله جل جلاله کړې ده.
۳: هغه عبادات چي د پنځلسی په شپه يې کول په  ضعيفو يا موضوعی حديثونو ثابتي دي:
الف: د برات پر پنځلسم باندي  روژه نیول ښه دي خو ډېره بهتره خبره داده، چي د دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم روژې هم ورسره ونیول سي ځکه بعضي علماء ددغي ورخي د روژې په اړه حدیث دومره ضعیف بولي، چي د موضوع په درجه کي دئ. فتاوی قاسمیه: ج:۱۱، ص: ۵۹۰
ب: په دې شپه باندي که کوم مجلس د التزام به نیت نه وي د خرافاتو او بدعاتو څخه خلاص وي جایز دئ البته ښه طریقه داده، چي په کور کي فردي عبادت وکړل سي ځکه اجتماعي عبادت په دې شپه باندي په خیرالقرون کي ثابت نه د ئ. دارالعلوم دیوبند، فتوی نمبر: ۴۶۵۰\ ۳۲
ج: ځیني کسان په دې شپه باندي دیوه خاص لمانځه خبره کوې لکه صلاة برأة ، صلاة الرغائب او داسي نور…ددې لپاره کوم ا صل نسته. بلکي دفقهي کتابونو بدعت بللي دي. حلبي کبیر:۴۳۳
د: نفلي لمونځ په جماعت سره ادا کول ثابت نه دي محمودیه:۳ ۲۵۴
هـ : په قبرو او مساجدو کي په دغه شپه زیات څراغان لګول، د فاتحه خوانۍ ترتیب جوړول اتش بازي او داسي نور، ثابت نه دي. فتاوی محمودیه:۳ ۲۵۴
و: په دغه شپه اوه تونکي خواړه پخول ثابت نه دي.
ز:  که څوک دغه شپه روڼه کړي ، په ورځ به یې زړه مړ نه سي په کومه ورځ، چي زړونه مري.(۳)
پورته حدیث علماوو صحیح نه دئ بللی.
ب: علي رضي الله عنه فرمايي: کله، چي د پنځلسي شپه سي،د شپې عبادت وکړئ او د ورځي یې روژه ونیسئ…الحدیث(۴)
علماء فرمايي: دغه روایت، چي علي رضي الله عنه ته یې نسبت سوی دئ، موضوعي حدیث دئ.
يادونه:
که مو مناسب بلل د نورو سره يې شريک کړئ!
په درنښت:
ستاسو ورور: مولوي عبدالهادي حماد. ۱۳ شعبان المعظم ۱۴۴۱ ه ق
………………………………………………………………
۱: عن معاذ بن جبل رضي الله عنه: (يطَّلِعُ اللهُ إلى جميعِ خلقِه ليلةَ النِّصفِ من شعبانَ، فيَغفِرُ لجميع خلْقِه إلا لمشركٍ، أو مُشاحِنٍ).
الترغيب، عن معاذ بن جبل، الصفحة أو الرقم: 2767، حسن صحيح.
۲: رُوِي عن عائشة -رضي الله عنها- قالت: (قام رسولُ اللهِ -صلَّى اللهُ عليه وسلَّم- من اللَّيلِ يُصلِّي، فأطال السُّجودَ حتَّى ظننتُ أنَّه قد قُبِض، فلمَّا رأيتُ ذلك قُمتُ حتَّى حرَّكتُ إبهامَه فتحرَّك فرجعتُ، فلمَّا رفع إليَّ رأسَه من السُّجودِ وفرغ من صلاتِه، قال: يا عائشةُ -أو يا حُميراءُ- أظننتِ أنَّ النَّبيَّ قد خاس بك؟ قلتُ: لا واللهِ، يا رسولَ اللهِ، ولكنَّني ظننتُ أنَّك قُبِضْتَ لطولِ سجودِك، فقال: أتدرين أيُّ ليلةٍ هذه؟ قلتُ: اللهُ ورسولُه أعلمُ، قال: هذه ليلةُ النِّصفِ من شعبانَ، إنَّ اللهَ -عزَّ وجلَّ- يطَّلِعُ على عبادِه في ليلةِ النِّصفِ من شعبانَ، فيغفِرُ للمُستغفِرين، ويرحمُ المُسترحِمين، ويؤخِّرُ أهلَ الحقدِ كما هُم).
رواه البيهقي، في شعب الإيمان، عن عائشة أمّ المؤمنين رضي الله عنها، الصفحة أو الرقم: 3/140/5، مرسلٌ جيّد.
۳: (مَن أحيا ليلتَيِ العيدِ وليلةَ النِّصفِ من شعبانَ، لم يَمُت قلبُهُ يومَ تموتُ فيهِ القلوبُ).
رواه ابن الجوزي، في العلل المُتناهية، عن كردوس بن عمرو، الصفحة أو الرقم: 2/562، لا يصح.
۴: ما رُوِي عن عليٍّ بن أبي طالب -رضي الله عنه- قال: (إذا كان ليلةُ نِصفِ شعبانَ، فقوموا ليلَها وصوموا نهارَها، فإنَّ اللَّهَ تعالى ينزلُ فيها لغروبِ الشَّمسِ إلى سماءِ الدُّنيا، فيقولُ: ألا مستغفِرٌ لي فأغفرَ لهُ، ألا مسترزِقٌ فأرزقَهُ، ألا مبتلىً فأعافيَهُ، ألا كذا، ألا كذا؟ حتَّى يطلُعَ الفجرُ). ضعفه البعض جدا وقال بعضهم : موضوع. معارف الحدیث:۴\۱۷۵
اخوکم في الله: عبدالهادي حماد، جامعه اسلاميه حمادیه قندهار.

دغه هم وګوری

په درختو کي د پسرلي شکر!

همدا پسرلی یې ښه موقع ده! دا پیغام تر نورو رسول او عمل په کول …