
دږيري دخرېلواولنډولوڅخه داناروغۍ منځته راځي
١:دسردرد( head ache)
١:دنيم سردرد(migreine)
٣:دږيري په وار وارسره خرېل دسترگورگونه اغېزمن کوي اوسترگي کمزوري کيږي .
٤:دږيري په خرېلوسره دخولي اومخ عضلات کمزوري کيږي .
٥:دږيري خرېل دمخ ټول ځلاله منځه وړي.
٦:کچيري اووه نسلونه ږيره وخرېل سي نواتم نسل ،چي راځي يوخوبه يې ږيره نوي اوبل داچي (ماده منويه) به يې ډيره کمزورې اوياهم دنه شتون سره برابروي .
٧:دږيري ويښتان په مستقيم ډول سره د(ماده منويه) سره اړيکي لري دبېلگي په ډول سره که يو هلک پيداسي او(خصي)ونه لري نوددې هلک ږيره هم نه راځي اوکه چيري يو هلک دبلوغ څخه مخکي(خصي) ويستل سي ددغه هلک هم ږيره نه راځي اونه يې هم اوازبدلون مومي ،چي دايو منلى طبي حقيقت دئ نو،چي کله ږيره وخرېل سي طبعي خبره ده ،چي (خصيو) او(ماده) منويه باندي ژوراغيزکوي اوماديه منويه کمزورې کوي.
٨:نن سبادژړي اويډزدناروغۍ سره هرڅوک اشنادئ داچي داڅنگه ناروغۍ اوڅنگه پيداکيږي داخپل ځانته بېل بحث دئ خودحجام اوږيري خريلووالاهم پکښي لاس دئ ددې دواړوپه خپرولوکي داځکه چي دږيري دخرېلوپه مهال پوستکي ضرورزخمي کيږي ،چي دازخمونه نه ليدونکي دي اوکله ،چي دخريلوڅخه وروسته (afjerw esh loti on)) يعنى هغه لوشن چي دخريلوڅخه وروسته استعمال لېږي اوهغه برس ،چي پرمخ باندي وهل کيږي اوياهغه چاړه ،چي مخکي ږيره په خرېل سوې وي په دې ټولوصورتونوکي که مخکنی سړى ايډز ژړى اوياهم نوري دپوستکي ناروغۍ ولري ودې سړي ته رانقل کيږي داميکروبونه د پوستکي له لاري وويني ته داخليږۍ اوحجام که چاړه بله استعمال کړي لوشن خويې هغه لوشن دی اوبرس هغه برس دئ ،چي په دې توگه سره ايډز اوژړى په چټکتياسره خپريږي ،چي دادمرگ دروازه پخپله ورټکول دي.
منبع: د ږیري او ويښتانو احکام | تعلیم القرآن راډيو ویب پاڼه