مخپاڼه / ځانګړي مطالب / د کونډي ښځي اړوند څو غیر شرعي رواجونه!

د کونډي ښځي اړوند څو غیر شرعي رواجونه!

د کوندي ښځي نحسیت څومره دی؟

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو ویب پاڼه

بدبختانه زموږ په ټولنه کي ځيني ناسم او غیر شرعي رواجونه سته چي له امله يې پر ځینو مسلمانانو باندي د ظلم سبب کیږي.
په دغه سلسله کي ځيني رواجونه د کونډي ښځي اړوند هم سته چي غیر شرعي دي لطفا تاسو یې مطالعه کړئ!
او تر نورو یې ورسوئ:

۱: #که د یوې ښځي خاوند وفات سي له امله یې ښځه نحسي بلل ، بد پالي ورباندي کول حرام دي دا کار تر اسلام مخکي قریشو کاوه.
۲: #کله ، چي یوه ښځه کونډه سي د خسرګنۍ په کور کي په زوره کښېنول یا په هغه کورنۍ کي لېوره یا کوم بل کس ته په زوره په نکاح کول حرام دي بلکي ددې خپله خوښه ده، چي نکاح کوي او که یا؟ او د چا سره یې کوي؟
۳: #ښځه د یوه لوښي په څېر نه د ه بلکي انسان ده که کونډه یا طلاقه سوې وي شریعت یې عیبجنه نه بولي.
۴: #کله ، چي یوه ښځه کونډه سي ددې په مهر ، چي کوم د کور سامان سوی دئ هغه ددې حق دئ دا کولای سي، چي د خسرګنۍ د کوره خپل ټول سامان یوسي.
۵: #کله ، چي یوه ښځه کونډه سي څلور میاشتي او لس ورځي ددې عده ده، که حملداره وه د اولاد تر زېږده یې عده ده خو لاندي شیان پکښي دغور قابل دي:

الف: په دغه موده کي به نکاح نه کوي.

ب: په دغه موده کي به شپه بل ځای نه کوي خو د ورځي وتلای سي، چي ډاکټر ته ولاړه سي، د قریبانو کور ته ولاړه او یا کومه بله اړتیا پوره کړي.

ج: که کومه ښځه د عدې تېرولو پر مهال په یوه داسي کور کي وه ، چي دهغه کور د نړېدو خطره وه او یا کومه بله امنیتي خطره وه کولای سي، چي مصؤن ځای ته نقل سي.

۶: #که کونډي سوي ښځي نکاح نه کول او خسرګنۍ سره هم نه اوسېدل ، اولادونه یې درلوده نو لاندي خبري پکښی قابل غور دي:

الف: ښځینه اولادونه به تر نهه کلنۍ پوري ددې سره وي او نارینه اولادونه به تر اوه کلنۍ پوري ورسره وي البته نفقه به یې د اولادونو اولیاء ورکوي.

ب: که کونډي ښځي بل ځای نکاح کول بیا به یې اولادونه ددغي ښځي د مور سره وي تر یادي سوي نېتې پوري او مصرف به یې د ماشومانو اولیاء ورکوي.

ج: که ښځي مور نه درلوده او بل ځای یې نکاح کول غوښتل نو بیا به یې اولادونه خسرګنۍ ته سپاري البته پر هغه خسرګنۍ یې لازمه ده ، چي د مور سره یې د ملاقات زمینه وربرابروي او دملاقات څخه یې اولادونه محروم کول ظلم دئ.

#په_درنښت
ستاسو ورور
مولوي عبدالهادي حماد ۲۱ جمادي الثاني ۱۴۴۲ ه ق

دغه هم وګوری

د نبوي مسجد پر سر باندي یوه ستره مکتبه(کتابخانه)

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد. انسان کله په یوه کوچني شي باندي غاړه باسي دالله جل …