مخپاڼه / دسپیڅلي لارې لارویان / د یر موک درې زخمي صحابه وو کیسه

د یر موک درې زخمي صحابه وو کیسه

د یر موک درې زخمي صحابه وو کیسه:د یر موک درې زخمي صحابه وو کیسه

حبیب بن ثابت (رض) وايي: د یرموک په جنګ کې درې صحابه ، حارث بن هشام ، عکرمه بن  ابو جهل  اوعیاش بن ابی ربیعه (رض) له سخت جنګ کولو وروسته زخمیان شول او په ځمکه را پریوتل؛ نو هر یوه یې د اوبو غوښتنه کوله، یو صحابي په منډه (ځغاسته) اوبه ور وړې او لومړی یې حارث بن هشام (رض) ته ونیولې هغه چې عکرمه ته وکتل صحابي ته یې وویل: هغه  ته يې ور وړه ، هغه په منډه( ځغاسته) عکرمه (رض) ته جام وروړ؛ خو عکرمه چې وکتل حضرت عیاش (رض) یې څنګ ته پروت دی او د اوبو جام ته را ګوري؛ نو صحابي ته یې وویل: هغه ته یې وروړه ، صحابي چې تر څو عیاش (رض) ته  ورتللو هغه سا ورکړې وه بیرته چې عکرمه (رض) او حارث (رض)  ته را وګرځيد هغوی هم روحونه سپارلي وو.

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې.

دغه هم وګوری

د حضرت ابو طلحه رضی الله عنه په لمانځه کښي د فکر راتلو په وجه باغ وقف کول

حضرت ابو طلحه رضی الله عنه يوه ورځ په باغ کښي لمونځ کاوه نو يو …