مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / د یو سړي عجیبه صدقه

د یو سړي عجیبه صدقه

د یو سړي عجیبه صدقه

په صحیحین کي په یو حدیث شریف کي راغلي دي یو کس دا قصد وکړ چي نن شپه به زه صدقه کوم، نو په پټه یې یوې ښځي ته ورکړه. سهار په خلګو کي دا خبري کیدې چي پرون یو سړي یوې بدکاري ته صدقه ورکړې ده. هغه هم واوریدل او د الله تعالی شکر یې ادا کړ او په خپل زړه کي یې وویل چي سبا ته بیا صدقه ورکوم. بیا یې د یو کس په لاس کي څه ورکښیښودل. سهار یې واوریدل چي په خلګو کي خبري دي چي پرون یو شتمن ته یو چا صدقه ورکړه. هغه بیا د الله تعالی ثناء وکړه او اراده یې وکړه چي سبا ته به بیا صدقه کوم، صدقه یې ورکړه. د ورځي ورته معلومه شوه چي هغه غل و، نو ویې ویل چي الله جل جلاله  ستا تعریفونه دي چي په بد کاري ښځي، شتمن ته پر ورکولو او غله ته پر ورکولو. په خوب کي ویني چي ستا درې سره صدقې قبولي شوې، ځکه چي کیدی شي چي بد کاري ښځي په پیسو موندلو خپله بد کاري پریښودلې وي او شتمن عبرت اخیستی وي او په هغه کي هم د صدقې عادت راغلی وي او غل پر مال موندلو غلا پریښودلې وي. [تفسیر ابن کثیر ج ۱ ص۳۶۸]

مأخذ: پاشلي ملغلري، ج۲، ص۶۶/ تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

دغه هم وګوری

د رشوت احکام

دايوڅرګنداومنل سوى حقيقت دى چي رشوت اخيستل اووركول حرام دي ځكه رسول الله صلی الله …