مخپاڼه / بیلا بیل / ربښتینی نیت ، دزړه اخلاص او دنیکانو څخه ددعا او آمین غوښتنه ددعا په قبلېدو ښکاره اثر لري

ربښتینی نیت ، دزړه اخلاص او دنیکانو څخه ددعا او آمین غوښتنه ددعا په قبلېدو ښکاره اثر لري

ژباړه : ډاکتر مطیع الله عاطف

د سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی: کله چې مونږ د أحد دغزا دپاره تیاري نیوله نو
عبدالله بن جحش رضي الله عنه راته وویل:
ایا نه راځې چې دعا وکړو( خوښه دي نه ده چې په ګډه سره دعا وکړو) ؟!
سعد وايي:مونږ په یو څنډه کي د نورو څخه یواځي شولو او بیا ما داسي دعا وکړه :
ای ربه کله چې مونږ د کافرانو سره په جګړه کي مخامخ شو ، نو ما د یوقوي او غضبناک سړي سره یوځای کړې ، زه به دهغه سره ستا په لار کي جګړه وکړم او بیا ماته پرهغه باندي بری راکړې ترڅو چې هغه ووژنم او جنګي سامان یې راواخلم ، پر دې دعا باندي عبدالله بن جحش آمین وایه،
بیا عبدالله بن جحش دعا شروع کړه او داسي یې وویل: یا الله د یو پهلوان او غضبناک سړي سره مي مخامخ کړې ، ستا په لار کي به جګړه ورسره وکړم تر څو چې ما مړ کړي ، پزه او غوږ مي پرې کړي ، نو کله چې ستا سره یوځای شم ته به راته وایې: عبد الله پزه او غوږ دي ولي پرې کړل شوي دي ؟ نو زه به ووایم: یارب دا ستا او ستا درسول په لار کي پرې کړل شوي دي، یارب ته به ووایي: عبد الله تا رښتیا وویل.
سعد بن أبي وقاص آمین وایه ، او بیا دواړه دجګړې میدان ته ور داخل شول،
عبد الله بن جحش داسي سخته جګړه وکړه چې توره یې په لاس کی ماتي شوه
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د خرما عرجون
( هغه کمزورې او کږه لښته چې خرما پوري ځوړند وي ) ورکړ اود هغه په لاس کي تېره توره وګرځیده او د دښمنانو سره یې جګړه په کول ، دسختي جګړې په درشل کي یو مشرک حمله ورباندي وکړه او عبد الله رضي الله عنه یې شهید کړ ، سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه وایي: د عبد الله دعا زما تر دعا ښه وه ، هغه ما دورځي په آخر کي په داسي حال کي ولیدی چې دهغه پزه او غوږونه دواړه په یو تار کي زوړند شوي وه.
عبد الله بن جحش رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکا حمزة رضي الله عنه سره په یوه قبر کي دفن کړل شو.
په دې وخت کي د عبد الله عمر یوازي څو څلویښت کاله وو.
رواه البغوي من طريق إسحاق بن سعد بن أبي وقاص.
وأخرجه ابن شاهين من وجه آخر، عن سعيد بن المسيب أن رجلاً سمع عبد الله بن جحش، فذكر نحوه، و أخرجه ابن المبارك في الجهاد مرسلاً.


ربښتینی نیت ، دزړه اخلاص او دنیکانو څخه ددعا او آمین غوښتنه ددعا په قبلېدو ښکاره اثر لري..

دغه هم وګوری

کتاب سره د امام ابراهیم الحربي مینه

حامد افغان ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او …