مخپاڼه / بیلا بیل / رښتینی تجار!

رښتینی تجار!

د ټکرانو (کپړو) نېک او صالح و د خپل کارو بار کاریګرو ته يې توصیه کړې وه : که چېري مو په ټوکر کي کوم عیب ولید دخرڅولو پر وخت کي پېرېدونکو ته واضح کوئ.

یوه ورځ چي تاجر نه و یو یهودي مغازې ته راغی او جامې یې وپېرلې دا چي دکار څښتن نه و یوه کاریګر يې وویل : ځه دا خو هسي هم یهودي دی دا مهمه نه ده چي د جنس له عیبه يې خبر کړم .

کله چي مغازې څښتن راغی او دپلورل سوي جامې پوښتنه يې وکړل کاریګر ویل : هغه خو مي پر یوه یهودي په سل درهمه وپلورل او دټکر له عیبه مي خبر هم نه کړ!!

تاجر ویل : یهودي څه سو؟؟

کاریګر : هغه خو ولاړ له خپلي قافلې سره !

تاجر هغه پيسې له ځان سره را واخیستلې او په قافلې په سې را روان سو تر دې چي قافله يې پیدا کړه.

یهودي ته یې وویل: هاا ګوره !! تا دغه جامې زموږ څخه رانیولې وې خو په جامه کي دغه دغه عیبونه سته نو خپلې پیسې دي واخله او جامه راکړه ؟

یهودي ویل : ته څه شي دې عمل ته اړ ایستلې (دومره زحمت دي وایتسی)؟؟

سړي وویل : اسلام !! زموږ محبوب پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : څوک چي موږ ته دوکه راکړي هغه زموږ څخه نه دی .

یهودي ورته وویل : او کوم درهم چي ماتاته درکړي وه هغه هم ناچله (جعلي ) وه.

هاا خو اوس درې سوه واخله چي تر دا (سلو جعلي ) پیسو ډېري دي.

ورورسته یهودي

وویل : زه په دې سره شاهدي ادا کوم چي دالله تعالی څخه پرته بل څوک دعبادت وړ نه دی او محمد صلی الله علیه وسلم دالله رښتینی استازی دی او مسلمانا سو.

ژباړه: غلام عمر عبدالله/ تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه

دغه هم وګوری

تریخ حقیقت

🌸”تريخ حقیقت”🌸 له يو کس څخه چا پوښتنه‌ وکړه، چي په اوس وخت کي دا …