زه خو به ظالم نه یم..؟
ژباړه: غلام عمر عبدالله.
الله تعالی دي پر شیخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله رحم وکړي ، کله چي د دمشق په زندان کي بندي و جلاد ورته راغی او ورته ویې ویل : اې زموږ شیخه ماته بښنه وکړه (زه څه وکړم مجبور یم ) ماته امر سوی دی..!
داسلام شیخ رحمه الله ورته وویل : په الله مي دي قسم وي که چېري ته نه وای دوی به ظلم نه کولای.
پر سفیان ثوري دي دالله رحم وسي یو خیاط ورته راغی ورته ويې ویل : زه هغه سړی یم چي دوخت پاچا ته جامې رغوم (ګنډم) ماته لارښوونه وکړه زه خو به دظالمانو له مرسته کوونکو څخه نه یم؟
امام رحمه الله ورته وویل : ته خو خپله له ظالمانو څخه يې ، دظالمانو مرسته کوونکي خو هغه څوک دي چي تاته تار او ستن رانیسي..!
ابوبکر المروزي فرمايي : کله چي امام احمد بن حنبل رحمه الله بندي و دزندان مسؤل ورته راغی او پوښتنه يې ځيني وکړل ویل : ایا هغه حدیث صحیح دی چي دظلم او دظالم دمرسته کوونکي په هکله راغلی دی؟
امام رحمه الله ورته وویل : هو!
دزندان مسؤل : ایا زه خو به دظالم له مرسته کوونکو څخه نه یم؟
دزندان په تورو تمبو کي زنداني امام رحمه الله ورته وویل : ویل دظلم مرسته کوونکی خو هغه څوک دی چي ستا ويښتان کموي ، ستا جامې پرېمینځي ، تاته ډوډۍ تیاروي ، ستا لپاره رانیول او خرڅول کوي ته خو خپله له ظالمانو څخه يې.
دا هغه اقوال دي چي تاریخ له ځان سره ساتلي دي خو موږ هېرکړي دي.
الله تعالی قرانکریم کي فرمايي:
وَلَا تَرْكَنُوٓا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ [سُوۡرَةُ هُود : 113].
ژباړه : د دغو ظالمانو لوري ته يو بڅرى مه كږېږئ، كه نه نو دوزخ به مو ونغاړي. او تاسي به كوم داسي دوست او سرپرست ونه مومئ چي د الله څخه مو وژغورلای شي او له هیڅ يو ځاى څخه به تاسي ته مرسته ونه رسیږي.