مخپاڼه / بیلا بیل / ستا مسکاء هم صدقه ده !

ستا مسکاء هم صدقه ده !

ستا مسکاء هم صدقه ده !

ليکنه : محمد نبي سلطاني

د دې نړۍ لمن ډېره پراخه او ارته ده ، ډېر نعمتونه ، سحولتونه او فرصتونه لري خو متاسفانه چي د انسان برخه پکښي ډېره کمه ده، ژونده دونه وفا نه ورسره کوي لکه څنګه چي ئې دى هيله، ارزو، او غوښتونکى دئ ، ځکه کله د ده ژوند ډېر لنډ وي ، کله نعمتونه پر زوال سي ، کله هغه سحولتونه چي دى ئې په ژوند کې غواړي نه ورته مسيرېږي، کله ئې بيا فرصت له لاسه ورکړى وي وخت ورڅه تېر وي يعني هغه څه چي انسان ئې په خپل تدبير غواړي لاسته راوړي هغه تقدير ور دړي وړي کړي د ژوند ټول ارمانونه ئې ور نيمه خوا کي او هرڅه ئې په خاورو لاهو کي خو که بيا هم څوک داسي پيدا سي چي د ژوند ټولي نه څه ښېګڼي ځانته انبار کي ، ځان ورڅخه برخمن کي او د دنيا جا و جلال ولري خو بيا د دې نړۍ د نعمتونو په پرتله لکه د سمندر په مقابل کي يو څاڅکى بس .

دلته ډېر کسان دي ، چي په دغه ډول مادي شيانو پسي ئې زهره چاودلې، ځانونه ئې ستړي کړي ، هلي ځلي ئې کړي خو متاسفانه چي څه ئې لاسته نه دي راوړي ، که ئې بيا هم څه لاسته راوړي وي خو په ارامه او بېغمه زړه ئې نه دي نوشيجان کړي ، ډېر ژر او پرته له شکر ايستلو پر زوال سوي او له لاسه ئې ورکړي ، دا ځکه چي دوى الله جل جلاله ته شاه او بندګانو ته مخ کړي ، الهي سنت ئې نه دي پر ځاى کړي او د الله جل جلاله اوامرو ته ئې غاړه نه ده ايښې ، دلته ډېر شتمن ، د علم او مقام څښتنان دي چي پر غريبو او تر لاس لاندي کسانو تمسخر کوي ، ملنډي په وهي ، خپل کور او دفتر ته ئې نه پرېږ دي ، که د يوې روپۍ د مرستي غوښتنه ورڅه وکي نه ئې ورسره کوي ، ښه راغلاست ئې په رټلو ، نااميده کولو ، تکبر او غرور کوي ، دا په داسي حال کي چي دواړه د الله جل جلاله بندګان او د يوې ټولني غړي دي خو ترمنځ ئې دونه توپير دئ ، چي يو شتمن او بل غريب ، يو د مقام او چوکۍ او بل بې ځايه او بې کوره دئ ، يوه ته نوکران لاس پر نامه ولاړ دي بل بې خدمتګارانو دئ، يو مځکي ، دوکانونه ، سرايونه او جايدادونه لري خو بل ئې د کرائې په سراى پسي زهره چاودلې .

په اصل کي د غريب ، مسکين، حقير ، فقير ، ناردار، مظلوم او بې وسه مرسته کول ، د کار زمينه ورته برابرول ، اړتياوي ئې ور پوره کول او لاسنيوى ئې کول د هر بډاى، شتمن او د مقام درلودونکي وظيفه او مسئوليت دئ، چي د خپل ورور سره ئې تر سره کي ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: عن عدي بن حاتم رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : اتقوا النار ولو بشق تمرة فمن لم يجد فبکلمة طيبة . ( متفق عليه )

ژباړه: له حضرت عدي بن حاتم رضى الله عنه څخه روايت دى ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له اور څخه ځان وژغوره که څه هم چي د خرما د يوې ټوټې په ذريعه وي ( دغه اندازه صدقه وکه ) او چي دا هم نه کې پيدا  نو د ښې وينا ( خبري ) په ذريعه خلاصون پيدا که .

له دې حديث څه څرګنده سوه چي د خورما په يوه ټوټه لا هم چي څوک ئې له اړ او محتاج سره مرسته کوي د دوږخ له اور څخه نجات مومي، الله ئې له اور څخه ژغوري

هم داسي په يو بل ځاى کي رسول الله صلى الله عليه وسلم ستا مسکاء هم د خپل ورور په وړاندي صدقه ګڼي او فرمايي:

عن ابى ذر رضى الله عنه قال : قال لى النبي صلى الله عليه وسلم ( لا تحقرن من المعروف شيئا و لو ان تلقى اخاک بوجه طليق ) . ( رواه مسلم )

ژباړه: له ابو ذر رضى الله عنه څخه روايت دى ، دى وايي ما ته رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايايل: د ښه عمل هيڅ کار هم حقير او بې اهميته مه بوله که څه هم  چي ته د خپل مسلمان ورور سره په خندا مخامخ سې . يعني په ورين تندي له خپل مومن ورور سره مخا مخ کېدل هم نيکي ده .

په کار خو دا ده چي په خپل شتو ، مقام ، جاه او جلال مغرور نه سو، يادي ټولي ښېګڼي د الله جل جلاله نعمتونه وگڼو  ، ځان ته دا امتياز ورنه کوو ، چي دا زما د بيدارۍ پايله ده چي نن ئې څښتن يم  بلکي د الله مهرباني ئې وګڼو او په شتون کي ئې دد خوار ، غريب، فقير او نادار سره مرسته وکو او د هغه اړتياوي پوره کوو .

 

دغه هم وګوری

کتاب سره د امام ابراهیم الحربي مینه

حامد افغان ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او …