مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / سود څه ته ویل کیږي؟ او د سود دحرمت وخت!

سود څه ته ویل کیږي؟ او د سود دحرمت وخت!

سود څه ته ويل کېږي؟

څه وخت چي قرآن کريم سود حرام وبلی، هغه وخت اهل عرب د سود په کاروبار کي مشهور وه او هغه وخت سود هغه ته ويل کېدل، چي د يو چا  څخه پر ورکړل سوي قرض (پور) باندي د څه زياتو پيسو مطالبه وسي.

مثلاً نن ما يو چا ته زر روپۍ په قرض ورکړې او هغه ته ووايم چي زه يوه مياشت وروسته دغه پيسې ستا څخه بيرته غواړم او ته به ما ته (۱۱۰۰) يوولس سوه روپۍ راکوې او دا مي مخکي معلومه کړه، چي يوه مياشت وروسته به (۱۱۰۰) يوولس سوه روپۍ ورڅخه اخلم نو دا سود دئ)۱(.

د سود د حرمت وخت:

د قرآنکريم د آياتو څخه د سود د حرمت تاريخ داسي ثابتېږي، چي ربا (سود) کم از کم د هجرت پر دوهم کال حرام بلل سوی وو، مګر دا چي تر دې دمخه حرام وو کنه؟

که د سورت روم په په آيت کي د رباء د لفظ څخه د بعضو محققينو د قول مطابق د سود معنی واخيستل سي نو مطلب به يې داسي وي، چي: قرآنکريم په مکي ژوند کي هم رباء بده بللې وه، په لوی تعداد علماء د دې قول قائل دي، چي رباء په اسلام کي کله هم حلاله نه ده پاته سوې. هغه بالکل د ابتداء څخه حرامه وه، البته چي د اسلام په ابتداء کي د رباء پر بدوالي باندي شدت او سختوالی نه کوي، ځکه چي د مکې مکرمې کفارو مسلمانانو ته تکاليف ورکول او دوی د مسلمانانو پر فکر او د ايمان پر بنيادي ارکانو باندي کوښښ کوی، چي د اسلام حفاظت يې وسي. په هر حال دومره معلومه سوه، چي د رباء ښکاره ممانعت په دوهمه د هجري کي راغلی دئ.

د ځينو دريځ دا دئ، چي د رباء ممانعت او حرمت د نبي کريم د ژوند په آخر کال کي راغلی او دوی خپل موقف (نظر) په مختلفو رواياتو باندي ثابتوي. د هغو څخه يو دا چي:

نبي کريم د رباء د حرمت اعلان د خپلي آخري خطبې (حجة الوداع) په وخت کي وفرمايه، په دغه وخت کي يې يوازي د رباء د حرمت اعلان وفرمايه. د دې څخه معلومه سوه، چي د رباء حرمت د حجة الوداع يعني د لس سنې څخه دمخه نه دئ سوی.

مګر دا دليل پر مغالطه باندي مبنی دئ، اصلاً په حقيقت کي د رباء هجرت په دوهم کال سوی دئ.

ليکن نبي کريم د حجة الوداع پر وخت چي د نبي کريم د پيروانو تر ټولو غټه اجتماع وه او په دغه اجتماع کي د اسلام د بنيادي احکاماتو اعلان يې مناسب وباله نو د دغي اجتماع څخه په استفاده سره د جاهليت په زمانه کي چي کوم افعال مروج وه، او په اسلام کي هم ممنوع وه د هغو ټولو اعلان يې وفرمايه.

  د دې دا مطلب نه دئ، چي دغه نو دمخه نه وه منع، بلکي د مثال په توګه نبي کريم پر دغه موقع باندي د شرابو د حرمت او د ښځو سره د بد سلوک، غيبت او پخپل منځ کي د جنګو څخه د ځان ساتلو تاکيد وفرمايه، ښکاره خبره ده چي دغه ټول احکام ډېر دمخه وه.

ليکن بيا هم نبي کريم د حجة الوداع پر موقع باندي دغه اعلانات وکړه، چي ټول اورېدونکي ښه په پوه سي او ټول صحابه په دغو احکامو باندي خبر وه.

او دغه خبره د رباء په اړه هم ده، چي د رباء حرمت د حجة الوداع تر مخه سوی وو. مګر بيا هم نبي کريم پر دغه موقع باندي دغه اعلان هم وکړ، چي آينده د سود يوه دعوه هم قابل قبول نه ده.

لهذا معلومه سوه، چي د رباء (سود) حرمت د هجرت په دوهم کال سوی دئ)۱(.


)۱( سود اور اُس کا متبادل: ج ٦، ص ۱۵.

)۱( اسلام اور جديد معاشي مسائل: ج ٦، ص ۴۹.

دغه هم وګوری

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…!

د تل پاتي پاچاهۍ څښتنه…! ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد | تعلیم القرآن اسلامي راډیو لوی …