مخپاڼه / بیلا بیل / مقالې / سپیڅلی خوځښت
خوځښت
خوځښت

سپیڅلی خوځښت

سپېڅلى خوځښت(اوله برخه)

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد

خوځښت

درنو لوستونکو! څرګنده خبره ، چي بشري جوړښت داسي سوى دئ ، چي سپېڅلتيا يې خوښه وي او داسي مقام يې خوښ وي ،چي خلک ورته په درنه سترګه وګوري او دا هم جوته ده ،چي سپېڅلتيا او سپېڅلى مقام لرل په سپېڅلي خوځښت پوري اړه لري ، که دکوم انسان خوځښتونه سپېڅلي وي اړينه ده ، چي دياد انسان مقام به هم سپېڅلى او ددرنښت وړ وي دا خو هغه څه دي ، چي بيخي څرګند او هر چا ته معلوم دي خو اصلي خبره داده ،چي سپېڅلي کړني کومي او څنګه منځته راځي؟ هر سړى کولاى سي ،چي خپلي کړني سپېڅلي کړي؟ که يې کولاى سي څنګه خپلي کړني سپېڅلي کولاى سي؟

دپورته خبري اړونده به دامام ابن القيم­F قول رانقل کړو ،چي دعمومي کړني په اړه يې کړى دئ.

امام ابن القيم(رح) فرمايي:

هر حرکت دوو شيانو ته اړتيا لري:

محبت

اراده.

يعني داچي دکوم انسان څخه ،چي کړنه څرګنديږي لومړى شرط يې دادئ ، چي ياد کس به ديوې کړني سره مينه لري کله  ،چي مينه پيداسوه بيا نو دکړني دترسره کولو اراده کوي ځکه که ددغه کړني سره مينه پيدا نه سي نو هيڅ کله دهغې کړني دتر سره کولو فکر لا نه کيږي، دمثال په ډول يو کس دځغاستي سره مينه او محبت نه لري نو هيڅکله نه ځغلي او ځغستا کول ورته بېځايه کار معلوميږي بل کس بيا دځغاستي سره محبت لري هغه تل کوشش کوي ، چي په ځغاسته کي نړىوال رکارډ ترلاسه کړي، حاصل داچي هر  کس ، چي کومه کړنه ترسره کوي لومړى شرط يې دادئ ، چي ددغه کار سره به مينه لري.

دوهم شرط يې دادئ ،چي دهغه کار دترسره کولو لپاره به اراده کوي ځکه اراده هغه عمل دئ ،چي داسبابو دبرابرېدو وروسته انسان دعمل دترلاسه کولو جوګه ګرځوي بلکي هيڅ کړنه دارادې پرته نه سي ترسره کېدلاى ، دلاروښانتيا لپاره ويلاى سو، چي يوڅوک که دحج کولو سره مينه لري ، پيسې هم ولري ، کله ، چي دحج وخت رانژدي سي ياد کس لېونى سي دغه کس حج ته نسي تللاى ځکه لېونى دارادې کولو جوګه نه وي ، کله ،چي اراده نه سي کېداى نو عمل هم نه سي ترسره کېداى حاصل داچي دهري کړني دترسره کېدو لپاره دوهم شرط اراده ده ، که اراده نه وي هيڅ کړنه نه سي ترسره کېداى.

کله ، چي دحرکت دوه شرطونه وپېژندل سوه نو بيا ددې خبري يادونه اړينه ده ، چي هر حرکت بيا دوه ډوله دئ:

١: صحيح حرکت .

٢: غلط حرکت.

نوربیا…

دغه هم وګوری

ورځنۍ لیکنې څنګه وکړو؟

لیکنه: محمد فهیم وقار ۱۳۹۹ لمریز کال، ثور، ۳۰ مه ورځنۍ لیکنې هغه کوچنۍ لیکنې …