مخپاڼه / بیلا بیل / سپېڅلي هيلي به ناهيلي نه سي

سپېڅلي هيلي به ناهيلي نه سي

سپېڅلي هيلي به ناهيلي نه سي

سپېڅلي هيلي به ناهيلي نه سي

لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد

درنو لوستونكو! څرګنده خبره چي الله( انسان عاجزه پيدا كړى دئ لكه چي الله( فرمايي:

وَخُلِقَ الإنْسَانُ ضَعِيفًا.(النساء ، اية ۲۸)

ژباړه : انسان ډېر ناتوانه پيدا كړل سوى دئ.

داچي انسان ناتوانه او عاجزه دئ نو حتما اړتياوي هم لري او داسي څوك بايد حتما وي چي دانسان اړتياوي پوره كړي دخوښۍ خبره داده چي الله( هغه ذات دئ چي دشك پرته دانسان ټولي اړتياوي پوره كوي بلكي عجيبه لا داده چي دانسان په احتياج خوشاليږي يعني داچي كه انسان خپلي اړتياوي دالله( څخه پوره كول وغواړي، بېلابيلي غوښتني دالله( څخه وكړي ښكاره خبره ده چي الله( يې پوره كوي او ځني هم راضي كيږي كه انسان خپلي غوښتني دالله( څخه ونه كړي الله( ځني ناراضه كيږي كه لاندي كرښي په غور سره وكتل سي نو دغه خبري به دواړي ځني ثابتي سي.

ددعا قبلېدوپه اړه الهي ژمنه: الله(ج)خپلو بندګانو ته داسي فرمايلي دي:

ستاسو رب فرمايلي دي: تاسو زما څخه دعا غواړئ زه يې قبلوم.

دعا خامخا قبليږي: ډېر وخت داسي وي چي يو  كس دعا وكړي مګر دعا يې قبوله نه سي حتما داپوښتنه ورته پيدا كيږي چي الله(ج)ددعا قبلېدو وعده زموږ سره كړې ده مګر قبوله نه سوه؟ ددغه پوښتني په جواب كي به هغه حديث رانقل كړو چي رسول الله(ص) فرمايي: څوك كه دعا كوي نو  بايد دګناه يا دصله رحمي دپرېكېدو لپاره دي دعا نه كوي ، الله(ج)ته چي هرڅوك دعا وكړي نو حتما ددريو ګټو څخه يوه ګټه خامخا په لاس ورځي يا داچي كوم شي ده غوښتى وي هغه به په لاس ورسي ، يا داچي دغوښتل سوي شي بدله به الله(ج)په اخرت  كي وركړي، يا داچي پرده باندي يوه بلا يا فتنه راتلونكي وي نو ددغه دعا په بركت هغه بلا دده څخه ايسته سي، ده چي په دعا كي كوم شي غوښتى وي هغه شي په لاس ور نه سي بلكي دبلا څخه امان په لاس ورسي.(مسند احمد ، مظهري)

دعا دمحمدي امت اعزاز دئ: دعا دلغت اړخه دبلني په معنا باندي ده او په عمومي ډول دڅه غوښتلو په ځايونو كي استعماليږي او كله يوازي الهي ذكر هم په تعبريږي خو داخبره زياته دپام  وړ ده چي دعا اصلا ددې محمدي امت اعزاز دئ ځكه كعب الاحبار ليكي : په تېره زمانه كي ددعا ځانګړتيا يوازي انبياؤ عليهم السلام درلوده ، الله(ج)انبياؤ عليهم السلام ته امركاوه چي تاسو ماته دعاوي كوئ زه يې قبلوم كله چي سيدنا محمد3 الله( په پيغمبرۍ ولېږئ نو دې امت ته يې دا ځانګړتيا وركړه چي تاسو ماته دعاوي كوئ زه يې قبلوم.(تفسير ابن ابي حاتم ، تفسير ابن كثير تحت تفسير سورة غافر الاية ۶۰ وايضا تفسير معارف القرآن بحوالتهما)

ددعا فضيلتونه: رسول الله3 فرمايي : دعا اصل عبادت دئ. (ترمذي ورقمه ۳۲۹۳)

مفتي محمد شفيعF دتفسير مظهري په حواله ليكي: داچي دعا ته اصل عبادت ويل سوى دئ نو موخه ځني داده چي هر عبادت  دعا ده او هره دعا عبادت ده ځكه عبادت دهغه تذلل او عاجزۍ څخه عبارت دئ چي دخپل مولا په وړاندي كيږي او همدا ډول دعا ددغه تذلل ترڅنګ په عاجزۍ سره دخپل مولا ولوري ته  لاسونه اوږدول دي او ددعا تذلل چي لاسونه هم پكښي پورته كيږي تر عبادت زيات دئ ، همدا لامل دئ چي دعا  ته اصل عبادت ويل سوى دئ بله خبره  لا داهم ده چي اصل عبادت له دې امله ورته ويل سوى دئ چي دعبادت موخه دالله( رضا ،  ددوزخ څخه خلاصون او دجنت غوښتل دي ، كله چي څوك دعا كوي همدغه شيان غواړي نو ځكه دعبادت اصل يا مغز ورته ويل كيږي.

رسول الله3 فرمايي: دالله( فضل او مرحمت غواړئ ځكه تر ټولو لوى عبادت  دادئ چي تاسو دتنګۍ په وخت كي دخپل رب دلوري څخه دپراخۍ انتظار كوئ.(ترمذي ، ابن مسعودS)

رسول الله3 فرمايي: څوك چي دالله(ج)څخه دخپلوحاجتونو غوښتنه نه كوي الله(ج) دغه كس ته په  غضب كي وي.(ترمذي ابن حبان، حاكم)

مولانامحمد شفيع دپورته حديث په تشريح كي ليكي: څوك چي دالله( څخه دخپلو غوښتونو مطالبه نه كوي دا په دې معنا ده چي زه الله(ج) ته اړتيا نه لرم ، همدا ډول داسي كړنه دكبر او لويي په معنا ده ، نعوذ بالله.

رسول الله(ص) فرمايي: دعا دمؤمن لپاره وسله ده ، ددين ستن ده ، داسمان او مځكي نور دئ.

رسول الله(ص) فرمايي: دكوم چا لپاره چي ددعا دروازې خلاصي سوې دهغه لپاره درحمت دروازې خلاصي سوې، الله( تر ټولو دعاوو دا دعا زياته محبوبه ده چي بنده دعافيت غوښته ځني وكړي،(ترمذي ، حاكم عن ابي هريرة(رض))

پاته دي نه وي چي عافيت عام لفظ دئ دهر دنيوي او اخروي تاوان څخه خلاصون او دټولو اړتياوو او غوښتونو پوره كېدلو ته عافيت  وايي.

ددعا دقبلېدو شرطونه : په پورته آيت كي ددعا دقبلېدو لپاره كوم شرط نه دئ بيان سوى دمؤمن دعا قبليږي هر وخت  او هر چيري چي يې وكړي يعني داچي ددعا لپاره نه وخت او نه هم ځاى شرط دئ ، داخبره  هم  شرط نه ده چي خامخا به اودس لري ،  پاكي جامې به يې اغوستي وي  بلكي پر هر مهال چي بنده  دالله(ج) څخه دعا وغواړي الله(ج)يې قبلوي مګريوه خبره سته هغه  داچي په ډېرو معتبرو  احاديثو كي ځيني داسي موانع ذكر سوي چي هغه په انسان كي موجود وي دعا يې نه  قبليږي لكه چي په يوه  حديث كي راځي: حضرت انسS فرمايي :ما رسول الله(ص)ته وويل يارسول الله3! ماته دعا وكړه چي الله( مي داسي څوك جوړكړي چي دعا مي قبليږي رسول الله(ص) راته  وفرمايل خپل كسب دي دحراموڅخه  پاك كړه دعا دي قبليږي هر سړى چي يوه ګوله حرام شی خولې ته پورته كړي څلوېښت ورځي يې دعا نه قبليږي .(ذکر المنذری فی ترغيبه من حديث ابن عباس ، وان الذی طلب دعوة الرسول فی اجابة الدعوته هو سعد بن ابی وقاص وعزاه الی الطبرانی)

رسول الله(ص) فرمايلي دي : ځيني بندګان داسي وي چي ډېر سفر وكي داسمان لوري ته لاسونه پورته كړي او يا رب! يارب!  وايي ، دخپل رب څخه غوښتني كوي مګر دده خوراك ، څيښاك او جامې حرامي وي ددغه حرمت له امله دده دعا نه قليږي.(مسلم)

همدا ډول څوك چي په غفلت او بې پروايۍ سره دعا وكړي نو دداسي چا ددعا په اړه هم په حديث كي راغلي دي چي دعا يې نه قبليږي. (ترمذي عن ابي هريرة)

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …