مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / شرابي ته د قاضي ځواب!

شرابي ته د قاضي ځواب!

شرابي ته دقاضي ځواب :
د بصرې مشهور قاضي (ایاس بن معاویه) ته یو سړي وویل : که زه خرما وخورم ته خو به مي نه وهې ؟ 
قاضي : نه !
سړی :که یوه اندازه اوبه وڅيښم بیا خو به مي هم نه وهې؟
قاضي : نه !
سړی: دخرما شراب خو هم له اوبو او خرما څخه جوړ سوي دي نو بیا ولي حرام دي ؟
قاضي : که چيري زه تا په وچه خاوره ووهم ته خوږېږې؟
سړی : نه!
قاضي :که لږ اندازه اوبه درباندي وپاشم ایا د بدن کوم غړی به دي پرې مات سي؟
سړی : نه !
قاضي : که چيري همدا وچه خاوره له اوبو سره ګډه کړم ، خټي ځیني جوړېږي ، وروسته یې لمر ته کښېږدم او وچه سي بیا دي پر سر په ووهم څه پېښېږي ؟
سړی : سر مي ماتېږي.
قاضي : له اوبو او خرما څخه دترکیب سوو (شرابو )حال همداسي دی.
ژباړه: غلام عمرعبدالله.

دغه هم وګوری

د حق په لټه کي اوسئ!

د حق په لټه کي اوسئ! إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ: يقيناً بېرېږي څوک چي …