مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / شلمه لویه ګناه: خمار کول

شلمه لویه ګناه: خمار کول

 خماركول حرام دى ځكه الله جل جلاله خمارپليتى (نجاست ) بللى دى او  فرمايلى يې دى  :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ {90} ( [1])

اى هغه كسانو چى ايمان يى راوړى دى بيشكه شراب ، خمار، بتان او (دفال لپاره) غشى مرداری ده دشيطان دكارڅخه دى  نو ځانونه ځنى وساتى ددې لپاره چې تاسو کامياب سی .

رسول الله «صلى الله عليه وسلم» فرمايلى دى : كه چا ملګرى ته وويل راسه خمار وكړو نو خيرات دى وكړى . ([2])

يعنی بيله دې چې خمار وكړى كه يې خمار وكړى نو څومرى ګناه به يې وى چې په محض ويلو سره يې دخيرات امر سوى دى .

رسول الله «صلي الله عليه وسلم» فرمايلى دى :

چا كه بازى په نرد شير سره وكړى  ( دخمار يوه  بازى ده ـ داسی مثال لری ) لكه لاس چى يې دخنزيرپه وينو اوغوښو ولړل سی.([3])

رسول الله «صلى الله عليه وسلم» فرمايلى دى : الله «جل جلاله» په هره ورځ کې خپل مخلوق ته درې سوه شپيته نظره درحمت لرى دشطرنج كونكى پكښى برخه نسته .([4])

رسول الله «صلى الله عليه وسلم» فرمايلى دى : په ورځ دقيامت چې يې په خلګو كښى سخت عذاب وى شطرنج كونكى دى . ([5])

*****


([1] ) سورة المآيده الاية ÇÒÉÈ

([2] ) رواه البخاری .

([3] ) اخرجه مسلم

([4] ) رواه ابوبکرالاثرم فی جامعه .

([5] ) قال المنذری فی الترغيب : وقد ورد ذکر الشطرنج فی احاديث لا اعلم لشی ، منها اسنادا صحيحا ولاحسنا والله اعلم .

مأخذ: لوی ګناهونه

مؤلف: مفتي عبدالهادي حماد

نولسمه لویه ګناه: شراب چیښل

دغه هم وګوری

اسلامي لارښووني

اسلامي لارښووني ليکنه: عمر بن موسى الحافظ ژباړه: مولوي شبير احمد درنو لوستونکو! ځيني هغه …