مخپاڼه / بیلا بیل / طبي معلومات ( اوله برخه)

طبي معلومات ( اوله برخه)

 

۱-۲ د صفراوی کڅوړی امبریولوژی

لیکوال: دوکتور علي احمد   قانع

د ځیګر لمړنی جوړیدنه، خارج الکبدی قناتونه، صفراوی کڅوړه او د پانقراص وینترال برخه د داخل الرحمی ژوند په پنځمه اونی کی کوم وخت چی جنین ۵ ملی متره لویوالی ولری جوړیږی دا د اندودرم ضخیمی هغی برخی کی چی فورګټ د کودل برخه د میډګټ سره نښلوی جوړیږی چی علوی او سفلی فورګټ څخه په وینترل میزوګستریم کی کبدی دایورتیکولم نشونما کوی چی کرانیل سکولیشنی یی قداما سیپتم میزوګشتریم ته مهاجرت کوی کوم چی د بطن جوف د صدری جوف څخه جلا کوی او د اندودورم سفالیک بډ کلکه کتله یی د ځیګر ښیی او چپ لوبونه جوړوی او چی کله د امبریو اوږدوالی د ۵ میلی متره په اندازه شی نو د کودل هیپاتیک بډ کودل برخه صفراوی کڅوړه او سیستیک قنات او خارج الکبدی قناتونه جوړوی چی مشترک صفراوی قنات د اثناعشر د قدامی برخی سره نښلی او د پانقراص د قنات سره ډیر صمیمی ارتباط جوړوی نو کله چی په جنینی ژوند کی اثناعشر تدور کوی نو د پانقراص او د خارج الکبدی قناتونو پروکسیمل برخی هم تدور کوی او مشترک صفراوی قنات او د اثناعشر خلفی وجی خواته ځی دا تدور هغه مهال تر سره کیږی چی جنین د اوو اونیو او ۷ ملی متره ته ورسیږی کله چی د هیپاتک د ایورتکولم د فورګټ څخه جوړ شی نو د یوی ساقی په ډول اوږد شی نو کولیدوکوس جوړوی نو یوه وحشی جوانه ورکوی چی دا جوانه متوسع کیږی او صفراوی کڅوړه او سیستک قنات جوړوی د کبدی قناتونو امبریونیک بیا ډیری شعبی ورکوی او د ځیګر سره د خپلو کانالی کولای پواسطه یو ځای کیږی او د معمول پشان امبریونیک توبولری جوړښتونه جوړوی خو کله چی هایپر پلازیا وکړی نو ددی قناتی سیستم لمینا مختل کوی خو نورمال ډول یی په تعقیب سره مینځته راځی او صفراوی قنات کی د صفرا جریان پیل کیږی په مقدم جنینی ژوند کی صفراوی کڅوړه په بشپړ ډول په ځیګر کی وی او کله چی ۱۲ ملی مترو ته ورسیږی نو صفراوی کڅوړه او قناتونه خپل نورمال موقعیت ته راځی او د مشترک صفراوی قنات په نهایی برخه کی له سره د اوډی معصره د عضلی برخه د میزانشیم څخه جوړیږی البته د اثناعشر د عضلاتو د جوړیدو څخه پنځه اوونی وروسته جوړیږی.

hhh

۱-۱ انځور

۲-۲ صفراوی کڅوړی جراحی اناتومی:

صفراوی کڅوړه د ناک په څیر جوړښت لری او د ځیګر د ښیی لوب تر سفلی وجهی لاندی په یوه فوسا کی چی د منضم نسج او اوعیو په واسطه تثبیت شوی او د ښیی، چپ او یا د کوادرات کبدی لوبونه (۳-۱) او یا هم د ۴ او۵ کبدی سیګمنتونو څخه لاندی موقعیت نیسی د صفرا کڅوړه ځینی مهال په بشپړ ډول د پریتوان پواسطه پوښل شوی او ځینی مهال د خپلی میزو په امتداد چی همدا جوړښت یی د کڅوړی تدور ته زمینه مساعدوی خو په نادرو واقعاتو کی د ځیګر په پرانشیم نسج کی پټ وی داخل الکبدی صفراوی کڅوړه ورته وایی چی حتی د ځیګر د نسج د قطع کولو څخه وروسته کولای شو چی کیسی ته ځان ورسوو د صفراوی کڅوړی فوندوس او سفلی وجهه د پریتوان پواسطه سطر شوی چی د همدی ځای څخه په ځیګر باندی منعکس کیږی صفراوی کڅوړه ۱۲-۷.۵ سانتی متره اوږدوالی او تقریبا په متوسط ډول ۵۰-۳۵ میلی لیتره حجم ظرفیت لری او که قنات کی یی انسداد مینځته راشی نو کیدای شی چی تر ۳۰۰ میلی لیتره پوری ورسیږی.

صفراوی کڅوړه د څلورو برخو څخه جوړه شوی چی عبارت دی له فوندوس، جسم، انفاندیبولم او عنق څخه چی فوندوس د ځیګر د قدامی څنډی او اثناعشر او یا هم د مستعرض کولون څخه شروع کیږی او ۲-۱ سانتی متره د کبدی څنډی څخه ښکته وی او د بطن د قدامی جدار د ښیی طرف مستقیمه عضلی وحشی سرحد سره په ارتباط کی وی که د صفرا کڅوړی جوړښت دندانه دار ډول سره وی نو دا یوه انامولی د چی دی ته PHRYGIAN CAP وایی جسم یی د فوندوس څخه شروع او په عنق (غاړه) باندی ختمیږی مخاطی غشایی د لوړو او ژورو (Mucosal folds) لرونکی ده چی د عضلاتو په مینځ کی او ژوری برخی جوړوی چی د crypts of luschka په نوم یادیږی.

سیستیک قنات:- ۳-۱ میلی متره قطر لری چی ځینی وختونه سره توپیر لری د دی قنات مخاطی غشا د spiral folds لرونکی ده چی د وال په ډول کار کوی او valves of hiester  په نوم یادیږی او جدار یی د معصروی جوړښت پواسطه احاطه شوی چی د lutkine sphincter په نوم یادیږی کله چی په فوق الاثناعشری ناحیی کی سیستیک قنات د مشترک کبدی قنات سره یو ځای کیږی نو ۸۰٪ واقعاتو کی کیدای شی چی خلف اثناعشری او یا هم د پانقراص شاته امتداد پیدا کړی تر څو د مشترک صفراوی قنات سره یو ځای شی او ځینی وختونه سیستیک قنات د ښی کبدی قنات سره یو ځای کیږی.سس

۲-۲ انځور

کبدی قناتونه:-  

ځیګر څخه منشه اخلی او معمولا ۲،۵-۲ سانتی متره طول لری او ښکته سره یو ځای کیږی او مشترک کبدی قنات جوړوی.

مشترک کبدی قنات:- معمولا د ۲،۵ سانتی څخه لږ اوږدوالی لری او ښیی او ګیڼ کبدی قناتونو د یو ځای کیدو څخه مینځته راځی.

مشترک صفراوی قنات:- دا قنات ۷،۵سانتی متره اوږدوالی لری او د سیستیک او مشترک کبدی قنات د یو ځای کیدو جوړیږی او څلور مهمی برخی لری.

آ  –  supra duodenal  برخه:- ۲،۵ سانتی متره اوږد او د صغیر ثرب په ازاده څنډه کی ښکته سیر کوی.سسسسس

ب – Retrodudenal برخه.

ج –  Infra duodenal برخه:- په یو کانال (groove) کی موقعیت لری او ځینی وختونه په تونل کی د پانقراص په خلف کی تیریږی.

د – Intra duodenal برخه:- په مایل ډول راځی او د اثناعشر په دوهمه قطعه کی چی د oddi معصری سره یو ځای په papilla of vater کی ختمیږی.

دغه هم وګوری

په ژوند کې دیارلس سترې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ نېکمرغي د نورو د بدمرغۍ په بیه. ۲ ـــ …