مخپاڼه / سیرت نبوی / عربي قومونه

عربي قومونه

عربي قومونه

دعربي قومونو لومړۍ برخي ته يې (بائده) وايي ،چي دهمدې عربي هيواد اصلي اوسېدونکي دي خو داسلام تر څرګندتيا وړاندي له منځه تللي دي او د(قضاعه) په نامه يادېده  .

دوهمي برخي ته يې (عاريه) يا (بنوقحطان) وايي ،چي تر (بائده) عربو وروسته ددې هيواد اصلي اوسېدونکي دي او اصلي ټاټوبى يې يمن وو.

دريمه برخه يې د(مستعربه) عربو په نامه ياديږي ،چي اصلاً له جنوبي سيمو څخه دې هيواد ته راغلي دي او په حجاز کي مېشت سوي دي ، دوى ته (بنواسماعيل) هم وايي يعني داسماعيلu اولاده او په عدناني قومونو سره هم شهرت لري قريش هم ددغه دريمي برخي په لړ کي دي يعني داسماعيلu داولادونو څخه دي ځکه دغه عدناني قومونه د(نضربن کنانه) او يا د(فهر) وروسته په قريشو باندي شهرت موندلى دئ . خو ځيني تاريخ پوهان بيا په دې اند دي ،چي قريشو ته دقريش لقب هغه وخت ورکړل سو ،چي (قصى بن کلاب) خپله کورنۍ دمکې پر شاوخوا راټوله او مېشت کړل وروسته يې دغه کورنۍ ته دقريش لقب ورکړ، ځکه ،چي قريش دلغت له مخي ديوځاى والي په معنا دئ او قريشان هم په دغه ځاى کي سره يوځاى سوه.([1])

[1]  : جميع العرب يرجعون إلى ولد ثلاث رجال: وهم عدنان، وقحطان، وقضاعة. جهمرة الانساب العرب ج : ١ ص :٣ ( قرش ) القَرْشُ الجمع والكسبُ والضم من ههنا وههنا يضم بعضه إِلى بعض ابن سيده قَرَشَ قَرْشاً جَمَعَ وضمَّ من هنا وهنا وقَرَشَ يَقْرِشُ ويَقْرُشُ قَرْشاً وبه سميت قُرَيش . لسان العرب ج : ٦  ، ص : ٣٣٤ . نوربیا…

راتلونکې برخه:

عرب تر اسلام وړاندي، دعربو ديني وضعيت

 

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ اووه څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ Related