مخپاڼه / سیرت نبوی / عرب تر اسلام وړاندي، دعربو ديني وضعيت

عرب تر اسلام وړاندي، دعربو ديني وضعيت

عرب تر اسلام وړاندي

عرب تر اسلام وړاندي دژوندانه په هر ډګر کي يعني ديني ، کلتوري ، اقتصادي او داسي نورو چارو کي په بدو لومو کي شکېل وه ،چي يو بل پسي به يې تر بحث لاندي ونيسو او دتېروتنو  ټکي به يې دورايه څرګند سي .

 

دعربو ديني وضعيت

داسلام دمبارک دين تر پيل وړاندي دعربو په پراخو سيمو کي دخلګو عقېدې ديو لړ ګډو وډو موخو څخه عبارت وې ،چي دخپلو پلرونو څخه يې په ميراث اخستي وې او دبېلا بيلو مذهبونو پېروان وه . ځينې يې په دې عقيده وه ،چي دنړۍ ټول موجودات طبعاً او فطرتاً منځته راغلي دي هيڅ مالک او خالق نه لري لکه دمعاصري نړۍ دسوسيال امپراليزم مفکوره ،چي دهر شى شتوالى په طبيعت پوري تړي او وايي ،چي هر شى  زمانه رامنځته کوي  . ددوى دغه خبري ته اللهY په خپل عظيم الشان کلام كي اشاره کړې ده .([1])

ځيني بيا دالله( پر وجود باوري وه خو دقيامت له جزا او سزا څخه منکر وه .

ديمن اوسېدونکي ،چي دروم او ايران دساساني دولتونو سره يې اړيکي لرلې ديهودي او زردشتي دينونو تر اغېز لاندي راغلي  وه .

داسي قومونه هم وه ،چي دسپوږمۍ ، لمر او ستورو لمانځنه به يې کوله دسارى په ډول د(کنانه) قوم دسپوږمۍ ، د(قيس)، (نصري) او (اسد) قومونو د(عطارد) ، د(لخم)  او (جزام) قومونو دمشتري عبادت کاوه .

يهودي دين دعربي بيدياوو په جنوبي اوشمالي لورو کي پيروان درلوده ، د(حمير) ، (بنو حرث) ، (ابن کعب) او (کنده) قبېلې دنوموړي دين پيروي کول ،چي په مدينه منوره کي يې زياته واکمني درلوده . همدا ډول د(ربيعه) او (غسان) قومونه نصرانيان وه خو له دغه ګوتو په شمار قومونو پرته دعربي قومونه لويه پيمانه خلګ په بت پرستۍ اخته وه په مکه مکرمة کي يې ( ٣٦٠ ) بتان ايښي وه . هر بت داحترام او لمانځني له مخي ځانګړې مرتبه درلوده او هري قبيلې ځانته دلمانځلو لپاره بت درلودئ ،چي په لانديني جدول کي دبتانو  نومونه ، ځايونه يې او اړونده قومونه يې په ښکاره تر سترګو کېداى سي:

دبت نوم ځاى لمانځونکى قوم
لات طائف ثقيف
عزى مکه معظمة قريش او کنانة
منات مدينه منورة اوس ، خزرج ، غسان
ود دومة الجندل کلب
سواع هزيل
يغوث مذجح او ديمن ځني قومونه
يعوق همدان ([2])

په هر صورت په دغه ټولو بتانو کي لوى بت دهبل په نامه يادېدئ ،چي دکعبې شريفي پر بام باندي ايښودل سوى وو ، انساني شکل يې ورکړى وو او دعقيقو څخه يې جوړ کړى وو ، ددغه بت دننګولو لپاره دعربي سيمو دليري ، ليري ځايونو څخه خلګ راتلل .

که څه هم عربو په لومړيو وختونو کي پدې اند وه ،چي بتان زموږ او داللهY تر منځ دنژدېکېدو وسيله ده يعني زموږ او داللهY تر منځ دليري والي واټن را کموي خو دوخت په تېرېدو سره يې بتان خدايان وبلل . سره ددې ،چي بتان يې خدايان بلل بله ناپوهي يې داوه ،چي دپېرانانو درنښت يې هم کاوه او دايې ويل ،چي پېرانان زموږ دخدايانو سره اړيکي لري .([3])

ديادوني وړه ده ،چي دوى به ددغه بتانو څخه مرستي غوښتې او په دې باور وه ،چي موږ ته خير رسوي او دشر څخه مو ساتي ، دبتانو څخه يې په کارونو کي مشوره هم غوښتل  البته که به يې خپله موخه دبتانو دلاري څخه تر لاسه کړه خوشاله به وه او که به خپلي موخي ته  نه ورسېده درد او قهر به غلبه کول، بل جهالت يې داوو ،چي ملائکي به يې دالله(ج) لوڼي بللې .

دا ،چي دوى به په خپله عقيده کي څومري ريشتني وه دا اللهY ته معلومه ده خو يوه خبره وه هغه داچي دبتانو لمانځنه دمکې دخلګو لپاره دتجارت وسيله وه دوى به دبت پرستۍ لپاره زيات تبليغ کاوه ترڅو خلګ وحج کولو ته راسي او ددې لاري يو څه پيسې لاس ته راوړي . ددې سره يې يوه بله ناپوهي دا هم وه ،چي ځانونه يې دابراهيمي دين پيروان بلل په همدې وجه يې ځانونو ته حنيفيان ويل.

 

[2]  : قَالَ ابْنُ إسْحَاقَ : ….. قَالَ ابْنُ هِشَامٍ : وَقَالَ مَالِكُ بْنُ نَمَطٍ الْهَمْدَانِيّ : [ ص 80 ] ابن هشام – السيرة ج : ١ ص : ٧٩ اللات: كان بالطائف لثقيف، …. جمهرة الانساب العرب ج : ١ ص : ١٩٨

[3]  : هذا رد على المشركين الذين عبدوا مع الله غيره، وأشركوا (1) في عبادة الله أن عبدوا الجن، فجعلوهم شركاء الله في العبادة، تعالى الله عن شركهم وكفرهم. تفسير ابن کثير في تفسير سورة الانعام الاية (١٠٠)

[4]  : وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ وَخَرَقُوا لَهُ بَنِينَ وَبَنَاتٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَصِفُونَ سورة الانعام الاية  (100) ، تفسير ابن کثير في تفسير الاية المذکورة

[5]  : إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (120) شَاكِرًا لِأَنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (121) وَآَتَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَإِنَّهُ فِي الْآَخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ (122) ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (123) سورة النحل . تفسير ابن کثير في تفسير الايات المذکورة . نوربيا…

راتلونکي برخه:

دعربو ټولنيز وضعيت

دغه هم وګوری

سیرت النبي ﷺ اووه څلویښتمه خپرونه

شیخ مولوي عنایت الله علمي صاحب حفظه الله ډانلوډ Related