مخپاڼه / بیلا بیل / عفوه غوره ده

عفوه غوره ده

  عفوه غوره ده

ليکنه : محمد نبي سلطاني

انسان يو ټولنيز مخلوق دئ ، ژوند ئې په نورو انسانانو پورې تړلی دئ، ګټه او زيان ئې له نورو  انسانانو سره په اړيکو کې خوندي دي، په ژوند کي اړ دئ، چي د خلکو سره په راکړه ورکړه، په اخيستلو او خرڅولو، د ژوند په نورو معاملاتو کي له ښه او بد چلند، له نېکو او بدو کړونو، له قهر او رحم، له غوسې او خندا او نورو دا ډول کړنو سره مخ سي او په ښو، نېکو، نرمو او ښو اخلاقو سره ئې خوښۍ او خوشحالۍ احساس کړي او په غوسې، قهر او بدو کړنو ئې خوابدتيا، دغه دواړه ضد او نقيص اعمال دي، چي د ټولني د وګړو له خوا ترسره کيږي، د دغه ډول ضد او نقيصو اعمالو په وړاندي به عکس العمل هم ضد او نقيض وي، چي د ښو په وړاندي به ښه او د بدو په وړاندي به بد وي، ځکه زموږ په ټولنه کي چي څنګه عمل وي همهغسی  عکس العمل ( دچپلاخي جواب سوق وي ) چي په دې سره نو د ټولنيزو اخلاقو تاداوونه له منځه ځي، ټولنيز اداب او اخلاق له ټولني کډه کوي او ځای يې نفرت، ځان ځاني، بد اخلاقي او بدې کړني نيسي چي بيا نو په ټولنه کي د بد بنۍ، بد اخلاقۍ او ځان ځانۍ ټغر غوړېږي او هر څوک پر خپله ټيکۍ اور اړوي.

لازمه خو داده چي دغه ډول ټولنيزي او انفرادي تېروتني معاف کړل سي او لفظي تېروتني وګڼل سي ځکه په ټولنه کي ډول – ډول او رنګا رنګ انسانان ژوند کوي لکه څنګه چي ئې رنګونه بېل دي همداسي ئې مفکورې او ايډياوي بېلي دي، پوهه او ناپوهه دي، دانا او نادان دي، بې علمه او د علم خاوندان دي. ځکه نو د ټولو څخه د ښو او نېکو خبرو او اعمالو تمه (طمع) نه سي کېدای او بل په ژوند کي کم انسان خطا او اشتباه نه ده کړې کم  انسان ښه او بد اعمال نه لري او کم انسان د نېکو او بدو کړنو څښتن نه دي (بلکي دئ) دا ځکه چي په انسان کي داسي متناقضي غريضې او طبيعتونه موجود دي، چي انسان د هدايت او خير يا د انحراف، شر  او ګناه لورته هڅوي او له بلي خوا  ډېر انسانان د هدايت، لارښوونو، ښو کړنو، نېکو اعمالو، نېکو خبرو همداسي د شر،فساد، بد اخلاقيو، ګمراهيو او د نورو د  ازار  او  زوروني څه ناخبره دي، د ښو او بدو توپير نه سي کولاى ، اسلامي او ټوللنيز اخلاق نه دي ورته مالوم ، نو دلته د نورو ښو او پوهو انسانانو وظيفه ده چي هغوى خپلو خطاوو او بدو کړنو ته متوجه کړي، خطا وي او تېروتني ئې ورته په ګوته کړي او سمي لاري ته  ئې راوبولي، د ده په څېر عمل ورسره ونه کي، ځکه يو پوهه وايي: که چا ښکنځل درته وکړه نو ته ښکنځل مه ورته کوه ځکه چي کبوتره (کوتره) د کارغه په ژبه نه سي ږغېدلای، نو ته هم له ځان کارغه مه جوړوه بلکي بې ازاره کوتره سه، که ئې پوهولای نسی نو چپه خوله پاته سه چي د شر دفع وسي او فساد له منځه ولاړ سي خو که دا ډول کړني ورسره غوره سي لکه څنګه چي ده تر سره کړي وې  ( لکه عمل او  عکس العمل) د پوهولو او لارښوونو څخه ئې لاس واخيستل سی نو په نتيجه کي، دوستي، اشنائي ، ملګري، خپلوي، قرابت او نوري اړيکي له منځه ځي او ځاي يې دښمني، بد اخلاقي، شر، فسق، فساد، ګناه او خباثت نسي او په ټولنه کي د يو مکروب په څېر خپرېږي.عفوه غوره ده

دلته رسول الله او د ده له لاري ټولو مؤمنانو ته څو سپارښتني سوي:

  • د هغو کسانو سره د عفوي چلن غوره كه چي نه پوهېږي.
  • په معروف گمارنه او نېكو كارونو ته بلنه وركوه.
  • له جاهلانو ډډه كوه او له دوى سره په بې فائدو لانجو او بحثونو كي مه ښكېل كېږه.

همداسی په ډېرو حديثو کي د دي يادونه سوی چي د بدۍ مخه په نېکۍ ونسئ او  خپل مسلمان ورور ته نصيحت وکړئ او سمي لاري ته ئې راوګرځوئ،  دد دې حديث پر بنا  د ټولني هر وګړى بايد د الله او د هغه د رسول ويناوي په نظر کي ونسي د خپل ورور، ملګري، ګاونډي او د ده سره د معامله کونکي د بدو او ناوړه خبرو زغم په ځان کي پېدا کي او په مقابل کي ئې نصيحت او لارښوونو ته دوام ورکړي نو په ددې سره به نه يوازي دا چي د شر، فساد، جنګ او جنجال مخه به ونسي بلکي د ټولني د حقوقو د پر ځای کولو زېرۍ به هم له ځان سره راوړي، ارزښتونه به عملي سي، د باور، ډاډ او اطمنان فضاء به رامنځته سي او د هر ډول خيانت، خباثت، شر، فساد، تعصب او ګناه څخه به خلګ وژغورل سي.

دغه هم وګوری

کتاب سره د امام ابراهیم الحربي مینه

حامد افغان ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او …