مخپاڼه / ځانګړي مطالب / عوام خلک دي تش په آوازو د تحقیق پرته پر علماوو نه بد ګومانه کېږي

عوام خلک دي تش په آوازو د تحقیق پرته پر علماوو نه بد ګومانه کېږي

عوام خلک دي تش په آوازو  دتحقیق پرته پر علماوو نه بدګومانه کېږي

داسي ډېر لیدل سوي دئ چي د یوه ښه عالم سره دحسد په وجه دغه عالم په وهابیت یا بریلویت یا په نورو ډلو سره بد نامه سوی دئ. ښه معلومات ورته وي چي دا عالم  وهابي نه دئ، بریلوی نه دئ او نه کومه بله غلطه عقیده لري صرف ددې لپاره چي د خلکو توجه ځني واوړي، دهغه پر ځای ده ته دخلکو توجه را واړي.

او یا داسي وسي چي یوه عالم ته الله جل جلاله د خپل خدمت له برکته عزت ورکړي او یا بدون خدمت عزت ورکړي د یو کس ورسره حسد پیدا سي غواړي ځان دعزت څښتن کړي، نو خپل عزت او په ټولنه کي د مطرح کېدو په نیت دهغه عالم بدنامه کېدو ته لا س ورواچوي. دهغه په بې عزتۍ کي خپل عزت او شهرت لټوي.

حال داچي یو عالم فرمايي:

دبل چا په عزت کي خپل عزت لټول دعزت بقاء ده او دنورو په بې عزتۍ کي خپل عزت لټول جهالت دئ.

زما داسلام وروڼو!

دا دفتنو زمانه ده ګام پر ګام فتنې دي او هر انسان ته فتنو ځان ورنژدې کړی دئ زیات وخت ستاسو دټولني علماء په څو وجهو باندي بدنامه کېږي، تاسو ورته متوجه سئ:

  1. کله د یوه عالم سره حسد شروع سي یو کس یې دبدنامه کولو کوښښ پیل کړي څو پر ده باندي ټاپې ووهي، ددې لپاره چي د خلکو توجه ځني واړوي.
  2. کله یو کس د ځان شهرت غواړي ځکه نو دیوه مشهور عالم بې عزتۍ ته لاس ورواچوي څو هغه عالم بدنامه کړي او خلک دی وپېژني. دا ده ته مهمه نه وي چي هغه عالم بدنامه کېږي او که نه بدنامه کېږي، بلکي دا ورته مهمه وي چي خپل شهرت تر لاسه کړي.
  3. کله داسي وي چي ټیټ رتبه کس دکوم عالم څخه خوابدی سي نو دخپل نفس د چاغولو لپاره ددغه عالم پر ضد باندي نور ښه عالمان استعمالول شروع کړي، کوښښ شروع کړي یو بل ښه عالم ته ورسي دهغه عالم غیبتونه شروع کړي کوم چی دی ځني خوابدی سوی دئ، پر هغه باندي بهتانونه شروع کړي ډول – ډول خبري ورته پیل کړي، د ښو علماوو خو په دین خوا بدېږي دغه ښه علماء هغه بل عالم ته داسي په غصه کړي، چي بېخي یې په ذهن ددین دښمن ورسي. طبعي خبره ده چي دحقاني علماوو ددین د دښمن څخه کرکه کېږي؛ ځکه نو دهغه مخالف جوړ سي او خلک خبر کړي څو د شر څخه ځانونه وژغوري.
  4. کله – کله داسي وي چي یوه کفري کړۍ ځیني کسان استخدام کړي څو دهغو کسانو بدنامول شروع کړي کومو چي ټولني ته خدمت کړی. دمثال په  ډول پنځه علماء به وي ټول به دیوې سیمي وي، دیوه سن به وي، د یوې عقیدې به وي، په یوه مذهب به وي، په دې پنځو نفرو کي به یو داسي وي چي ټولني ته به یې خدمت کړی وي. مثلا:
  5. خلکو ته به یې ایمان ور زده کړی وي.
  6. خلکو ته به یې دلمانځه، روژې، حج او زکات احکام ورزده کړي وي.
  7. خلکو ته به یې د مبتلْى به شیانو احکام ورزده کړي وي، لکه: د نکاح موضوع، دقسم احکام، رانیول او خرڅول او داسي نور…
  8. خلکو ته یې د بندګانو حقوق ورزده کړي وي، لکه: د مور او پلار حقوق، دهمسایه حقوق، دمشرانو حقوق او داسي نور…
  9. خلک به یې دناروا کارونو په بدو پایلو خبر کړي وي، لکه: سود خوړل، غلا کول، دوکه کول، زنا کول، لمونځ نه کول، جماعت پرېښوول  او داسي نور…

په هغه  پنځو نفرو علماوو کي به پر هغه عالم باندي ټاپې لګول کېږي کوم چي خدمت یې کړی دئ او د هغو پاته څلورو کسانو اړونده به هیڅ خبره هم څوک نه کوي. تاسو پوره تحقیق او پلټنه وکړئ یوازي پر هغو کسانو بدي ټاپې لګول کېږي کومو چي خدمت کړی وي او هغه کسان چي خدمت یې نه وي کړي که ښه علماء دي او که ښه علماء نه دي، که وهابیان دي او که بريلویان دي هیڅوک به څه نه ورته وايي.

  • کله د نه تحقیق په وجه باندي پر یوه عالم باندي ټاپه وهل کېږي، یا داچي ټاپه وهونکى تحقیق نه وي کړى او یا هغه عالم تحقیق نه وي کړی کوم چي ټاپه ورباندي وهل سوې ده. مطلب داچي یو عالم یوه مسئله بیان کړي او په دغه مسئله کي دمذهب دننه علماوو اختلاف وي، دغه عالم تحقیق نه وي کړی هغه ضعیف قول یې رانقل  کړی وي بل کس چي یې واوري دستي ټاپه ورباندي ووهي، حال داچي هغه عالم هم د مذهب څخه وتلی نه وي په مذهب کي دننه یې یو قول رانقل کړی وي خو ضعیف وي. یا دا چي عالم قوي قول را نقل کړی وي ټاپه وهونکي تحقیق نه وي کړی یوه قول یې په کوم کتاب کي لیدلی وي بس پر هغه یې اعتماد سي د هغه عالم قول ورته عبث معلوم سي، حال داچي ده خپله تحقیق نه وي کړی دهغه عالم خبره صحیح وي، دده خبره صحیح نه وي.

د عامو خلکو څخه دا هیله ده چي هر څه دالله جل جلاله لپاره وکړئ هیڅ عمل، خبره او حرکت د خپل مزاج لپاره مه کوئ. داسي مه کوئ چي د چا خبري مو په نظر ښه درسي هغه تايیدوئ او دچا خبري چي مو د مزاج سره برابري نه وي هغه ردوئ. یو عالم مو خوښ وي هر کله که ستا دمزاج څخه مخالف سو بیا مو خوښ نه وي، بیا عیبونه ورباندي لګوئ هغه عالم ته ورځئ کوم چي دده مخالف وي. هغه عالم که مو د مزاج څخه مخالف سو هغه بیا پرېږدئ بل چیري ځئ یعني داچي دمزاج بندګان جوړېږئ راسئ! دالله جل جلاله بندګان جوړ سئ، دمزاج بندګي پرېږدئ.

ستاسو سره دهري خبري، هر حرکت او هر عمل سوال کېږي.

که تاسو دکوم عالم په اړه خبره واورئ نو تاسو هغه خبره په پټو سترګو مه منئ یو ځلي تحقیق وکړئ، پلټنه وکړئ چي دا خبره رښتیا ده او که درواغ ده؟ بیاعمل ورباندي وکړئ؛ ځکه الله( په قرآن کریم کي فرمايي:

﴿يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْٓا اِنْ جَاۗءَكُمْ فَاسِقٌۢ بِنَبَاٍ فَتَبَيَّنُوْٓا﴾ (الحجرات، الاية: ۶)

ژباړه: اې مؤمنانو! که تاسو ته کوم فاسق څه خبر راوړي نو پلټنه یې وکړئ.

په پورته آیت کریمه کي الله جل جلاله دتحقیق او پلټني حکم کوي، چي تاسو ته خبر درسي نو تاسو یې ښه څېړنه وکړئ. عامو خلکو ته هم دا خبره پکار ده، چي که چا کومه خبره ورته کړې وي خصوصاً هغه خبره چي دچا دبدنامه کولو لپاره وي لومړی دي تحقیق وکړي او دهغه فن دداسي علماوو څخه دي پوښتنه وکړي چي هغه تقوا والا وي او داسي علماء وي چي دچا سره په مقابله کي واقع سوی نه وي او پر علمیت باندي یې اتفاق وي، په اجتماع کي منل سوی وي.

که کوم څوک د یوه عالم مسئله درښکاره کړي چي دا مسئله یې غلطه ویلې ده، ته ددغه کس په خوله باندي پر هغه مسئله باندي د غلط حکم مه کوه تحقیق وکړه. بل هغه کس ته ووایه چي زه خو نه وهابي یم، نه بریلوی یم او دنه دکوم بل مذهب کس یم، بلکي دامام ابوحنیفة رحمه الله په مذهب یم زه په هره مسئله کي دامام ابوحنیفة رحمه الله د مذهب فتوا غواړم.

هغه کس ته ووایه چي ته ددغه عالم مسئله غلطه بولې خپله مسئله صحیح بولې، لطفاً دامام ابوحنیفة رحمه الله دمذهب فتوا راښکاره کړه.

دا خبره هم ښه یاد وساته: علماوو ته ثابته ده چي فتوا ورکول د هر چا کار نه دئ او فتوا ځان ته خپل اصول لري. د لا ښه روښانتیا لپاره وایم دامام ابوحنیفة رحمه الله په مذهب کي خورا زیات علماء او کتابونه دي کله – کله داسي وي چي دامام صاحب په مذهب کي دننه دعلماوو ترمنځ اختلاف وي بعضي علماء  پر یوه شي باندي دروا والي فتوا ورکوي او بعض علماء پر هغه شي باندي دناروا والي فتوا ورکوي، د دې لپاره دفتوا دعلم ماهرانو یو قانون ایښی دئ چي په هغه قانون باندي فتوا معلوموي یعني داچي دکومي ډلي علماوو  پر حکم باندي فتوا سوې ده او دکومي ډلي پر حکم باندي فتوا نه ده سوې.

په پورته خبره کي دوې خبري ښه یاد وساته: لومړۍ داچي که څوک د دکوم عالم مسئله تاته غلطه وښيي نو ته دهغه څخه دوې پوښتني وکړه:

  • ستا حکم دحنفي مذهب دئ که دمذهب څخه دباندي دئ؟
  • آیا په حنفي مذهب کي ستا حکم مفتی به دئ او که یا؟ یعني ستا حکم دمذهب دهغو علماوو دئ چي پر حکم یې فتوا سوې ده او که دي ضعیف قول راته بیان کړی دئ؟ ځکه مخکي مو وویل چي کله دیوه عالم سره د چا حسد پیدا سي نو د  هغه په ضعیفو نکتو پسي ګرځي څو هغه نقطې خلکو ته وښيي او دغه عالم بد نام کړي. او یا داسي کوي چي هغه د مذهب یوه مسئله بیان کړي دغه حسدګر کوښښ کوي څو د دغه مسئلې بل ضعیف قول پیدا کړي او بیا یې خلکو ته وښيي، چي دا دئ وګورئ! دې عالم غلط حکم بیان کړی دئ اصلاً دعالم حکم صحیح وي، قوي وي، حسدګر چي کوم حکم تاته ښوولی دئ دغه ضعیف وي که ته دغه پوښتنه ځني وکړې چي دا ستا حکم قوي دئ او که یا؟

پورته دوې پوښتني چي دي ځني وکړې او بیا دي ځان ته یقیني کړې، نو تاته به دوه معلوماته وسي: لومړی داچي که دبل مذهب خبره يې درته کړې وي مثلاً د وهابیانو یا بریلویانو هغه به هم درته معلومه سي؛ ځکه دهغو خبري خو په مذهب پوري اړه نه لری.

دوهم معلومات به دا درته وسي چي په مذهب کي دننه خو به ده ضعیف قول نه وي درته ویلی او دهغه عالم د بد نامه کولو لپاره خو به یې دغه هڅه نه وي کړې. که دده قول ضعیف وو نو خپل حکم مفتی به یا قوي نه سي درته ثابتولای؛ ځکه پر ضعیف قول باندي فتوا نه ورکول کېږي او تش دخولې په خبرو به یې نه خطاوزې.

دوهمه خبره دا یاد وساته: که چا تاته دیوه عالم مسئله غلطه وښوول  نو ته به کوښښ کوې  دهغه عالم اړونده به درې خبري ځان ته معلوموې:

  • آیا دغه عالم چي حکم بیان کړی دئ عقیده یې خرابه ده او قصداً یې دا حکم بیان کړی، ددې لپاره چي خلک دمذهب څخه دباندي وباسي؟
  • او که دغه عالم خطاوتلی دئ؟ عقیده یې خرابه نه ده او نه د خرابي لاري لپاره کوښښ کوي، بلکي کوښښ یې کړی دئ خو خطاوتلی دئ هر انسان خطا کېږي. په ټول امت کي داسي عالم نه سته چي هغه دي دخطاوتلو اقرار نه کوی.
  • او که دغه عالم خطاوتلی هم نه دئ، عقیده یې هم خرابه نه ده، بلکي په مذهب کي دننه دوه قوله دي یو قول یې دغه عالم انتخاب کړی دئ او بل قول یې هغه کس انتخاب کړی دئ کوم  چي تاته یې ددغه عالم د خطاوتلو خبره کړې ده.

منبع: حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دی! ، تألیف: مفتي عبدالهادي حماد، صفحه ۱۵۴.

دغه هم وګوری

لنډه قصه ؛ او يوه هيله!

لنډه قصه ؛ او يوه هيله! |لیکنه: مفتي عبدالهادي حماد مامون خليفه یوه ورځ د …