مخپاڼه / ځانګړي مطالب / قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې

قسم اخيستل او مسائل يې

د قسم په اړه مهم خبره دا ده چي قسم بايد وپېژندل سي چي کوم قسم دئ او کوم قسم نه دئ؟ او کوم غلط رواجونه چي د قسم په اړه دي هغه بايد له منځه ولاړسي.

لومړۍ خبره دا ده چي د الله جل جلاله  د نامه څخه پرته قسم په بل نامه باندي کوم ګناه ده. که دي دا وويل چي زمادي په آسمان قسم وي، زما دي په پيغمبر قسم وي، زما دي په مکه قسم وي، زمادي په خرقه مبارکه قسم وي، زما دي په محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم  قسم وي، زما دي په د زوئ په سر قسم وي او داسي نور قسمونه، دا ډول قسمونه حرام دي … حرام دي او سخته ګناه ده.

دوهمه خبره دا ده چي هر کله تا د قسم اراده وکړه نو اول قسم مه کوه که روا موضوع او که ناروا کي خو يې بېخي مه کوه؛ ځکه پر هر شي باندي قسم اخيستل د الله جل جلاله  د نامه توهين دئ. بيا که دي قسم اخيستئ نو يوازي د الله جل جلاله  په نامه سره قسم اخيستل جائز دئ د بل هيچا په نامه باندي قسم جائز نه دئ.

که څوک دا سوال کوي چي قاضي په محکمه کي ولي خلکو ته په قرآن باندي قسم ورکوي؟ د دې جواب دا دئ چي هغه هم قاضي په قرآن باندي قسم نه ورکوي، بلکي کله چي هغه ته قرآن کښېږدي نو کس داسي قسم کوي چي زما دي په هغه الله جل جلاله  باندي قسم وي چي دا قرآن يې په حقه نازل کړى دئ او که چيري يوازي په قرآن باندي قسم واخلي نو دا هم جائز نه دئ او داسي قسم اخيستل هم ګناه ده.

قسم درې (٣) ډولونه لري: يمين غموس، يمين لغوه او يمين منعقد.

لومړى ډول قسم يعني يمين غموس داسي قسم دئ چي ته په يوه موضوع باندي خبر يې چي هغه کار سوى دئ او ته قسم ورباندي واخلې چي هغه کار نه دئ سوى. مثلاً: تا ته معلومات سته چي احمد پرون و بازار ته ولاړئ، خوته قسم ورباندي واخلې چي احمد پرون بازار ته نه دئ تللى. داسي قسم کول سخته ګناه ده تر داسي اندازې پوري چي په دنيا کي د دې قسم له پاره فديه نه سته؛ ځکه ګناه يې ډېره لويه ده. او دې قسم ته د غموس نوم ځکه ورکول سوى دئ، چي غموس غوټه کېدو ته وايي او دغه قسم اخيستونکي هم د ګناه په درياب کي غوټه سو، بلکي د دې قسم فديه و آخرت ته ساتل کېږي الله جل جلاله  به په آخرت کي سزا ورکوي. د داسي قسم څخه په هر صورت کي ځان ساتل پکار دئ او که چا داسي قسم واخيستئ نو ځان يې په دنيا او آخرت کي تباه کړئ. تاسو به داسي ډېري کيسې د سپين ږيرو څخه اورېدلي وي چي فلانى سړى قسم وواهه، يا قرآن وواهه او تباه سو.

دوهم ډول قسم يعني يمين لغوه داسي قسم دئ چي يو کار سوى وي خو ستا ټينګ يقين وي چي دا کار نه دئ سوى او قسم ورباندي واخلې. مثلاً: احمد پرون بازار ته راغلى دئ، خو ستا دا ټينګ يقين دئ چي بازار ته نه دئ راغلى او قسم ورباندي واخلې. پر دې ډول قسم باندي الله جل جلاله  ته نه نيسي او دا ډول قسم کفاره هم نه لري؛ ځکه تا ته خو معلومات نه وواو ته په خپل علم باندي مکلف وو، مګر بيا به هم سړى ډېر احتياط کوي او پر هر شي به قسم نه اخلي.

درېيم ډول قسم ته يمين منعقد ويل کېږي او هغه دا دئ چي ته کلک اراده وکړې چي زه به فلانى کار نه کوم او بيا قسم ورباندي واخلې چي زما دي په الله جل جلاله  قسم وي بيا به زه فلانى کار نه کوم. په دې قسم کي که چيري تا په خپل قسم باندي وفا وکړل هيڅ کفاره نه سته او که دي وفا نه وکړل نو کفاره درباندي سته. مثلاً: يو سړي قسم واخيستئ چي زه به د فلاني کس سره خبري نه کوم. دا قسم چي ده ياد کړئ اوس ده لره اختيار سته که چيري يې د هغه سړي سره خبري و نه کړې او تر پايه پر دې موضوع باندي ټينګ سو هيڅ کفاره ورباندي نه سته او که چيري يې خبري ورسره وکړې قسم يې مات کړئ نو کفاره به ورکوي.

د يمين منعقد کفاره دا ده چي اول به مريى آزادوي، که مريى نه وو لسو (١٠) مسکينانو ته به سهار او ماښام ډوډۍ ورکوي، که هغه يې په وس پوره نه وه لسو (١٠) مسکينانو ته به ميانه جامې ورکوي چي يوازي لمونځ پکښي کېدلاى سي او که چيري دا کار هم نه سواى کولاى نو بيا درې (٣) روژې نيسي.

البته دا خبره د يادولو وړ ده چي سړى هر قسم وکړي نو هغه به نه ماتوي؟ اول خو دا خبره ده چي سړى بايد د قسم اخيستلوڅخه ځان وساتي او که چيري يې قسم واخيستئ نو بيا دي د يوه عالم څخه پوښتنه وکړي چي تا د څنګه کار څخه قسم کړى دئ؟ که تا د يوه ناروا کار څخه قسم کړى وو نو کلک پر ودرېږه، مثلاً: قسم دي کړى وو چي زه به غيبت نه کوم، نو دا خو ښه قسم دئ کلک ورباندي ودرېږه او دا قسم مه ماتوه؛ ځکه هم به دي قسم پاته وي او هم به د ګناه څخه خوندي يې. او که چيري تا د يوه داسي کار څخه قسم کړى وو چي هغه جائز وو، يا دي د ښه کار څخه قسم کړى وو، نو دا قسم مات کړه او کفاره ورکړه. مثلاً: تا قسم کړى وو چي د فلاني سړي سره به خبري نه کوم. اوس اول چي تا دا قسم وکړئ ښه کار دي نه دئ کړى او چي قسم دي وکړئ نو ته د شريعت له مخي مکلف يې چي دا قسم مات کړه دهغه سړي سره خبري وکړه او کفاره يې ورکړه؛ ځکه تا د يوه روا او ثواب لرونکي کار څخه قسم کړى دئ.

د کفارې په اړه دا خبره ياد ساتل ضروري ده چي کفاره يوازي په يمين منعقد کي سته، په يمين لغوه او يمين غموس کي کفاره نه سته. کله چي يو څوک قسم وکړي او بيا يې مات کړي نو په کفاره کي به اول مريى ورکوي چي هغه اوس نه سته. په دوهم قدم به کي لسو (١٠) مسکينانو ته ډوډۍ ورکوي په دې شرط چي په دې لسو (١٠) کسانو کي کوچنى نه وو او دغه لسو (١٠) مسکينانو ته چي يې غرمه ډوډۍ ورکړه ماښام به هم همدغه مسکينانو ته ډوډۍ ورکوي. دا ډول کوم خوراک چي ورکوي هغه به ميانه وي يعني نه به ډېر اعلى وي او نه به ډېر ادنى وي، بلکي متوسط خوراک چي په خلکو کي رواج وي. که چيري يې دا کار په وس پوره نه وو نو بيا دي لسو مسکينانو ته دومره قدر جامه ورکړي چي لمونځ پکښي روا وي او که يې دا توان هم نه درلودئ نو بيا به درې روژې نيسي، خو دا خبره ياد ساتل پکار ده چي اول به هغه مخکني درې کارونه کوي، که هغه يې په وس پوره نه وه بيا به روژې نيسي.

دا ډول که چيري يو کس وايي چي زه د ډوډۍ يا کالو پر ځاى پيسې ورکوم، نو دا هم جائز دئ خو دا پيسې به يوه کس ته نه ورکوي بلکي لسو مسکينانو ته به يې ورکوي.

ځيني کسان د درو روژو فديه ورکوي چي دا صحيح نه ده، بلکي دا په هغه صورت کي صحيح ده چي ته د روژې نيولو طاقت نه لرې.

دا ډول چي د قسم فديه ورکوې نواول به قسم ماتوې بيا به فديه ورکوې.

الله جل جلاله  فرمايي:

لا يُؤَاخِذُكُمُ الله بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الأَيْمَانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ ذَلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ الله لَكُمْ آَيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.

نه نيسي الله جل جلاله  تاسو په ناپوهۍ سره په قسمونو کي ستاسو، دونه خبره ده چي تاسو نيسي په هغه قسمونو سره چي تاسو قصد کړى دئ د قسمونو، پس کفاره د ماتولو د دې قسم خوراک ورکول و لسو مسکينانو ته د هغه ميانه غلې څخه چي تاسو يې ورکوئ و خپلي کورنۍ ته او يا جامه و دوى ته ورکړه او يا آزادول د مريي دي، پس هغه سړى که يې پيدا کولاى نه سواى (يعني دا درې کارونه يې يو لا هم نه سواى کولاى) پس بيا روژه د درو ورځو ده، دا چي درته بيانول کفاره د قسمونو ستاسو ده چي کله تاسو قسمونه وکړل (مګر الله جل جلاله  فرمايي خبردار اوسئ) او وساتئ قسمونه خپل (اول قسم مه کوه او چي قسم دي وکړئ بيا يې نه وساته، البته که د يو روا کار څخه دي نه وو کړى)، په دغه ډول باندي الله جل جلاله  بيانوي تاسو ته خپل آيتونه د دې له پاره چي تاسو شکر وباسئ.

مأخذ: تفهیم التفاسیر، ج۵، ص۸، مفسر مفتي عبدالهادي حماد.

دغه هم وګوری

لوی اختر او مخکې تر اختر!

دلوی اختر او مخکي شپو اړوند څو خبري! ۱: د لوی اختر د مياشتي اولي …