مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / ظهورِ مهدي (۱)

ظهورِ مهدي (۱)

“ظهورِ مهدي” لومړی برخه

قیامت او د قیامت علامې

ژباړه: مسلم احسانمل

د قیامت راتګ یو یقیني امر دی، د نړۍ زیات دینونه په مختلفو شکلونو د قیامت تصور مني.

د قیامت پېښېدل د مسلمانانو د بنسټیزو عقایدو څخه یو مهمه عقیده ده، البته دا چي قیامت به کله وي ددې د ټاکلي وخت علم یوازي او یوازي د الله تعالی سره دی.

الله عزوجل په سورة لقمان آیت نمبر ۳۴ کي فرمایي:

{إِنَّ اللَّهَ عِندَهُۥ عِلْمُ السَّاعَةِ}قیامت او د قیامت علامې سم

ژباړه:

په یقیني توګه، د هغه ساعت (قيامت) علم له الله سره دى…

بل ځای د سورة اعراف په ۱۸۷ آیت شریف کي فرمایي:

{يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسٰىهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ رَبِّى ۖ لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَآ إِلَّا هُوَ…}

ژباړه:

دوى ستا څخه د قيامت پوښتنه كوي چي هغه به څه وخت نازلیږي؟ (ورته) ووايه: “د هغه معلومات زما د رب څخه دي. هماغه به یې په خپل وخت را څرګند کړي.

د نبي کریم ﷺ څخه د قیامت په اړه د مکې د قریشو سوال کول:

د قیامت د راتګ او پېښېدو په اړه د مکې قریشو کله د خپلي خپلوۍ واسطه کولو، کله د نبي کریم ﷺ د نبوت معیار جوړولو سره پوښتنه کول چي که تاسي ریښتنی نبي یاست نو ولي نه وایاست چي قیامت به په کوم کال او کوم تاریخ راځي؟

خو هر ځل به یې دا جواب لاسته راوړی چي د هغه علم خو یوازي زما د رب سره دی، کوم نبي یا ملایکي ته هم د هغه علم نه دی ورکړل سوی.

ددې خبري په وضاحت کولو کي مفسر ابن کثیر رحمه الله د ذکر سوي آیت لاندي لیکي:

”أی لیسَ علمُها إلیک، ولا إلٰی أحدٍ من الخلقِ، بل مرَدُّهاو مرجِعُها إلى اللهِ عزّوجلّ، فهو الّذی یعلم وقتَها علی التعیین” تفسیر ابن کثیر [۴۳۵/۴]

یعني: د قیامت علم نه ستا سره سته او په مخلوق کي د چا سره، ددې علم د الله سره دی، او هغه د قیامت وخت معلوم پېژني.

په قرآنکریم کي په دومره اندازه په صراحت سره حقیقت ویل سوی، ددې سربېره زیات خلک ددې خبري په څېړلو اخته دي چي قیامت به کله راسي؟ او د ټولو امکاناتو او وسایلو په کار اچولو سره د دنیا مجموعي عمر او په هغه سره د قیامت د وخت څېړني او معلومولو ناکامي هڅي کوي ، دا ټول عبث او چټي کارونه دي، خپله الله تبارک وتعالی داسي خلکو ته خبر ورکوي او ورته فرمایي:

لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةً…

ژباړه: هغه به پر تاسي ناڅاپي راشي، یعني په داسي ډول به در باندي راسي چي تاسي یې ګمان هم نسی کولای.

دغه هم وګوری

څلور ویشتمه لویه ګناه: د غلا لپار لار نیول (قطاع الطريق)

څلور ویشتمه لویه گناه: د غلا لپار لار نیول  (قطاع الطريق) د مسلمانانو په وړاندي …

یوه تبصیره

  1. Substance Abuse Clinics Near Me

    Free Alcohol Rehab Centers Near Me http://aaa-rehab.com Drug Rehab Centers http://aaa-rehab.com Substance Abuse Professional
    http://aaa-rehab.com