مخپاڼه / چاڼ سوي مضامین / لمونځ د لاس، پښې، سترګو اوغوږو ګناهونه له منځه وړي!

لمونځ د لاس، پښې، سترګو اوغوږو ګناهونه له منځه وړي!

لمونځ د لاس، پښې، سترګو اوغوږو ګناهونه له منځه وړي

٦- عن ابي مسلم التغلبي قال دخلت علي ابي امامة وهو في المسجد فقلت يا اباامامة ان رجلا حدثني منک انک سمعت عن رسول الله صلی الله علیه وسلم يقول من توضا فاسبغ الوضوء غسل يدية ووجهه ومسح علي راسه واذنيه ثم قام الي صلوة مفروضة غفر الله له في ذالک اليوم مامشت اليه رجلاه و قبضت عليه يداه وسمعت اليه اذناه ونظرت اليه عيناه وحدث به نفسه من سوء فقال والله لقد سمعت من النبي صلی الله علیه سلم مرار(۱۸). ژباړه: ابو مسلم رضی الله فرمايي، چي زه ابو امامة  ته ورغلم دى په مسجد کي و، ما ورته وويل چي ما ته يو ملګري يو حديث رانقل کړى دئ، چي تا د ر سول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلى دى، چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: څوک چي په ښه  ډول اودس تازه کړي  بيا فرض  لمونځ  وکړي الله جل جلاله به ده ته د دغي ورځي ټول ګناهونه  وروبخښي  کوم چي ده په پښو تګ ورته کړی وي، يا يې په لاس نيول کړي وي، يا يې په غوږو  اورېدل کړي وي، يا يې په سترګو ليدل کړي وي او يا يې په زړه کي ورته پيدا سوي وي ټولي ګناوي ورته بخښل کېږي. حضرت ابو امامة رضی الله عنه وفرمايل زما دي په الله جل جلاله قسم وي چي دغه حديث مي په تکرار سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه اورېدلى دئ.
منبع: فضایل الاعمال، د لمانځه فضایل، ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد، صفحه(۱۳)

فايده: دغه مضمون هم د څو اصحابانو  څخه رانقل سوى دئ، لکه حضرت  عثمان، ابوهريرة، انس،  حضرت عبدالله صنابحي، حضرت عمرو بن عبسة رضی الله عنه او داسي نورو اصحابانو په بېلو بېلو الفاظو  سره رانقل کړى دئ.  کوم مبارکان  چي د کشف  څښتنان دي هغوی ته  د ګناهونو  ليري کېدل هم معلومېږي لکه د حضرت امام اعظم رحمه الله مشهوره قصه چي د اوداسه د اوبو په تويېدو سره به ورته معلومېدل چي کومه ګناه مينځل کېږي. د حضرت عثمان رض الله عنه څخه روايت دئ، چي  نبي علیه السلام فرمايي: څوک دي په دې سره نه مغروره کېږي  يعني دا چي  په لمانځه سره ګناهونه  بخښل کېږي  نو دى دي پر ګناه کولو  باندي  د لاوري نه کوي. ځکه زموږ لمونځ چي څنګه  دئ که چيري يې الله جل جلاله پخپل  فضل  او رحم سره قبول  کړي  دا به د الله جل جلاله لوى انعام او احسان وي که نه نو زموږ  عبادت  او لمونځ  خو موږ ته معلوم دئ. سره د دې چي  لمونځ خامخا  دا اثر کوي چي ګناهونه په وبخښل سي خو چي  زموږ  لمونځ لمونځ سي د دې علم يوازي الله جل جلاله ته سته چي زموږ لمونځ د لمانځه قابل دئ که يا؟

دوهمه خبره دا ده، چي که څوک  په دې وجه ګناهونه  کوي چي زما  رب کريم  ذات دئ ما بخښي دا زياته  بې غيرتي ده، د دې مثال داسي دئ لکه  پلار چي  ووايي که زما زامن  دا فلانکى کار وکړي زه يې معافوم  نو زامن يې د دغي خبري څخه په ګته اخيستني د پوهي  سره قصداً نافرماني  کوي.


(۱۸) رواه احمد و الغالب على سنده الحسن  و تقدم له شواهد في الوضوء  کذا في التر غيب  قلت  و قدروي معني  الحديث  عن ابي امامة  بطرق في مجمع  الزوائد.

منبع: فضایل الاعمال، د لمانځه فضایل، ژباړه: مفتي عبدالهادي حماد، صفحه(۱۳)

دغه هم وګوری

د آسیې رضی الله عنها د شهادت کیسه

ژباړه:غلام عمر عبدالله|تعلیم القرآن راډیو ویب پاڼه صة آسيا امرأة فرعون  د خپل وخت تر …