مخپاڼه / بیلا بیل / له تیارې وروسته رڼا

له تیارې وروسته رڼا

له تیارې وروسته رڼا
لیکنه : مولاناوحیدالدین خان
ژباړه : حامد افغان

په قبایلي نظام کې به هرچا دخپلي قبیلي په حمایت کې ژوند کاوه رسول الله صلي الله علیه وسلم په مکه کې په لومړیوشپوکې دخپل تره ابوطالب په حمایت کې ژوند کاو ه چې هغه دبنوهاشم دپښې مشر و ، دنبوت په لسم کال ابوطالب ومړ اوله قبیلوي رواج سره سم ابولهب دبنوهاشم قبیلي مشر وټاکل شو ، او ابولهب په ډاګه د رسول الله صلي الله علیه وسلم له ملاتړ اوحمایت نه بیزارې اعلان کړه له دي وروسته رسول الله صلي الله علیه وسلم اراده وکړه چې دکومي بلي قبیلي حمایت ترلاسه کړې څو وکولی شې خپل دعوتي کار جاري ولرې اوپه دي نیت یې طایف ته دسفر نیت وکړ .

طایف دمکي په جنوب ختیځ کې مکي ته په 65 میله کې یوه شایسته او اباده سیمه ده هلته دده خپلوان هم وو او خپل خادم زید بن حارثه یې له ځان سره کړ طایف ته ولاړ هغه مهال په طایف کې دری مشهور قومي مشران وو چې هغه عبدیالیل ، مسعوداوحبیب وو ده له دریو واړو سره ولیدل خو هغو ټولو د ده له ملاتړ او حمایت کولو نه انکار وکړ ، په دوی کې یوه وویل : که خدای ته رسول کړی یې نوزه به دکعبي پردي څیرې کړم ، دویم وویل : خدای له تاپرته بل څوک ونه موندل چې رسول کړی یې وی ، دریم یې ورته وویل : په خدای سوګند ستاسره به خبرې ونکړم ، ځکه که ته رښتینی رسول یې نوتاته ځواب درکول سپکاوی ده او که ته دروغژن یې نوستاسره خبرې مناسب نه بولم ، ( فقال له احدهم هویمرط ثیاب الکعبه ان کان الله ارسلک ، وقال الاخر : اما وجدالله احدا یرسله غیرک ، وقال الثالث : والله لا اکلمک ابدا ، لئن کنت رسول من الله کماتقول لانت اعظم خطرا من ان ارد علیک الکلام ، ولئن تکذب علي الله ماینبغي لي ان اکلمک ، سرة ابن هشام 2ټوک مخ 29)

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپه شو او بیرته ستون شو خو هغو خلکو بیاهم دي پرېنښود دکلي ماشومان یې پوه کړل او هغه ته یې ښکنځلي پیل کړې او هغه یې په کاڼو وویشت د خام زید بن حارثه ډیر کوښښ وکړ چې رسول الله دکلي له بدمعاشانو هلکانو وژغوري خو هغه بریالی نه شو او رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په سرو وینو لژند له ښاره وایست ،

له طایف نه یوڅه وړاندي د دوو وروڼو عتبه اوشیبه یودانګوروباغ و ، ماښام مهال هغه باغ ته رسول الله صلي الله علیه وسلم ورسید اوپه باغ کې یې پناه واخیسته ، دی په وینو سور وو او خدای ته یې دعا کوله چې مرسته یې وکړې او ویل یې خدایه ! مایواځي مه پریږده !
light-bulbs-reviews-330680
عتبه او شیبه دواړه دده دښمن وو خو دده حال یې چې ولید زړونه یې ورته نرې شول ، هغوی خپل نصراني غلام چې عداس نومیدی راوغوښټ هغه ته یې وویل : یوڅه انګور په لوښې کې هغه کس ته ور وړه او ورته ووایه چې ویې خوره ، عداس هغه ته انګور وروړل او رسول الله صلي الله علیه وسلم په بسم الله سره دهغو خوراک پیل کړ
عداس دهغه مخ ته ځیرځیر وکتل او ویې ویل : په خدای سوګند چې تا دخوراک په مهال څه وویل ددي هیواد خلک یې نه وایې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ای عداس ! ته دکوم هیواداوسیدونکی یې او پر کوم دین یې ؟
عداس ورته وویل : زه نصراني یم او دنینوا(عراق) اوسیدونکی یم رسول الله ورته وویل : دصالح انسان یونس بن متي دښار ؟
عداس وویل : ته یونس بن متي څه پیژني اوهغه څوک و؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هغه زما ورور و ، هغه نبي و او زه هم نبي یم ،
په دي سره عداس درسول الل صلی الله علیه وسلم پرلاسونو پریووت او دهغه سر، لاسونه او پښې ښکلول یې پیل کړل ،
دا حالت عتبه او شیبه څاره او یوه بل ته وویل : ګوره ستا مریی یې خراب کړ ، عداس چې بیرته هغوی ته ورغی هغوی ورته وویل : بدمرغه په تاڅه وشول چې دهغه سراولاسونه دي ښکلول ؟ عداس ورته وویل : زما باداره ! دځمکي پرمخ له ده غوره انسان نشته دي کس ماته داسې خبرې وکړې چې هغه یواځي نبي کولی شې ، هغوی عداس ته وویل : ای بدمرغه ! پام کوه چې هغه دي له خپل دین نه وانړوې ستادین دهغه له دین نه غوره ده ،
(سیرة بن هشام ، دویم ټوک 20مخ)

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي سفر کې له مختلفوخلکو سره مخامخ شو او دری ډوله چلند یې ورسره وکړ :
یوډول خلکو په هغه کاڼي واورول ،
نورو ده ته مسلمستیا وکړه ،
او دریم یې نبوت ومانه ،

په دي کیسه کې خورا لوی عبرت او درس پروت دی هغه داچې په دي نړۍ کې امکانات او شونتیاوي وروستی پوله اوحد نلرې ، دلته که سپیري بیدیاوې شته بل لورته سوری لرونکي وني هم شتون لرې ، په دنیا کې که دیوچا له خوا له بد چلند سره مخامخ شو باید انسان نا امیده نشې ، که انسان په صداقت او رښتیا ولاړ وې او زړه له منفي جذباتو پاک کړې نو خامخا به دالله مرسته ترلاسه کوې ، که یوډول خلک له هغه سره ملګرې نشې دنورو زړونه به هغه ته نرم او ملتیابه یې پیل کړې .

دغه هم وګوری

کتاب سره د امام ابراهیم الحربي مینه

حامد افغان ابراهیم بن اسحاق الحربي (198م/285م) رحمه الله زیات غریب او صابر محدث او …